د یمن حوثي یاغیانو د امریکا بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

امریکايي چارواکو ویلي، د یمن حوثي یاغیانو یې MQ9 بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده.

دا خبر د حوثي یاغیانو یوه ویاند هم منلې.

دا داسې مهال ده چې، د اسرائیل او حماس جګړې ته په کتو امریکا اوس په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړو ډلو فعالیت ته لا ډېر پام دی.

تېره میاشت د امریکا سمندري پوځي بېړۍ هغه کروز توغندي او ډرون الوتکې رانسکورې کړې، چې د حوثي یاغیانو له خوا له یمنه اسرائیلو ته توغول شوي و.

د اکټوبر له اوومې پر اسرائیلو د حماس برید او غزه کې د جګړې له پیلېدو وروسته امریکا په سیمه کې خپل ځواکونه ډېر کړي او د سره سمندرګي پوځي کښتیو کې یې چې د اسرائیلو او یمن تر منځ دي لا زیات ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د یمن حوثی یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن دي او له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن له رسمي حکومت سره چې د ایران له سیال سعودي‌ عرب له خوا یې ملاتړ کېږي په کورنۍ جګړه کې ښکېل دي.

سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنې یوې بلې ډلې لبنان حزب الله مرستیال تیره اوونۍ بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې، غزه کې د اسرائیلو له خوا د ولسي وګړو وژنه په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې د پېلېدو ګواښ دی.

شیخ نعیم قاسم وویل:" سیمه کې ډېر جدي او خطرناک پرمختګونه رامنځته کېدی شي چې بیا به یې هېڅوک د بدو پایلو مخه نه شي نیولای."

ورته وخت کې امریکا پرون چارشنبه د نومبر په اتمه ویلي و چې، د سوریې په ختیځ کې د هغو تاسیساتو پر وړاندې بریدونه کړي چې د امریکا په وینا، د ایران اسلامي انقلابي ګارد قول اردو او ورسره تړلو ډلو له خوا کارول کېږي.

دا په وروستیو اوونیو کې د سوریې په ختیځ کې د ایران پر ضد د امریکا دویم برید دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، سوریه کې د ایران ملاتړو ډلو سره د تړاو په تور نهه کسان وژل شوي چې دا شمېر بي بي سي په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.