لسو هېوادونو سره سمندرګي کې پر بېړیو د بریدونو له کبله حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، EPA
امریکا، بریتانیا او لسو نورو هېوادونو په یمن کې حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړی چې که په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي.
په دې ټلواله کې تر ډېره غربي هېوادونه ور ټول دي او په خپله ګډه اعلامیه کې یې پر حوثي یاغیانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل بریدونه ودروي.
د ایران ملاتړ لرونکې دې ډلې د اسرائيلو پر ضد د اکتوبر په میاشت کې پیل شوې جګړه کې د حماس ملاتړ اعلان کړی او له هماغه راهیسې حوثیانو په سره سمندرګي کې پر تجارتي بېړیو تر شلو ډېر بریدونه کړي دي.
دوی په دغو بریدونو کې توغندي، ډرون یا بېپيلوټه الوتکې، چټکې کښتۍ او چورلکې کارولې دي. حوثي یاغیانو ادعا کړې چې په نښه شوې بېړۍ ډېر کله هسې په اسرائيلو پورې اړوند بلل شوې دي.
که څه هم د امریکا او بریتانیا جنګي بېړیو ځینې توغندي شنډ کړي دي خو په خپله یمن کې یې پر هدفونو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی.
د پوځي اقدام ګواښ او د تېلو بیو د لوړېدو خطر
حوثي یاغیانو ته په رسمي ډول اخطار ورکوونکو دغو هېوادونو کې اسټرالیا، بحرین، بلجيم، کاناډا، ډنمارک، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، نیوزيلنډ، بریتانیا او امریکا شامل دي.
دوی په سره سمندرګي کې د حوثيانو بریدونه "ناقانونه"، د "نه منلو" او "بې ثباتي رامنځته کوونکي" بللي او ویلي یې دي چې "په قصدي ډول د ملکي بېړیو او د سمندري ځواکونو اړوند کښتیو په نښه کول هېڅ قانوني توجیه نه لري."
دغو هېوادونو دې ډلې ته خبرداری ورکړی چې که پر دغو بېړیو بریدونه روان وساتي نو له "پایلو" سره به مخ شي.
دا اخطار په لویه کې په یمن کې د حوثیانو پر ضد د پوځي اقدام یو ګواښ بلل کېږي چې هغوی او په ترڅ کې به یې هغه ځایونه هم په نښه کړل شي چې توغندي ترې توغول کېږي او یا میزایل پکې زېرمه دي.
دې ټلوالې له حوثیانو د بریدونو د "سمدستي پای ته رسولو" غوښتنه کړې او دا یې د هغې سمندري لارې پر ضد یو مستقیم ګواښ بللی چې د نړۍ نږدې ۱۵سلنه تجارت ترې تېرېږي راتېرېږي.
اوس وېره دا ده چې له دې سره به د تېلو بیې لوړې شي او د اکمالاتو بهیر به هم زیانمن شي.
"د ستونزې اصلي رېښه ایران دی"

د عکس سرچینه، PASCAL BREDEL
د باروړونکو بېړیو نړیواله خونه وايي چې پر سوداګریزو کانټېنرو بار د نړۍ ۲۰ سلنه لویې کښتۍ اوس د سره سمندرګي پر بحري لاره د تېرېدو پر ځای د سویلي افریقا شاوخوا سمندري لارې کاروي.
هلته تېره چهارشنبه ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې هم د حوثي یاغیانو بریدونه وغندل شول او د لا زیاتېدو د مخنیوي په اړه یې خبرداری ورکړل شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مدیریت او اصلاحاتو سفیر کریس لو وویل چې دا ډول بریدونه سمندري امنیت، د نړیوالو بېړیو تګ راتګ او سوداګري په "جدي ډول اغېزمنوي"
هغه د دې ستونزې "اصلي رېښه" ایران وباله چې په خبره یې، "ایران له اوږدې مودې راهیسې د حوثیانو په لاس دا بریدونه روان ساتي"
خو ایران د دغو بریدونو تر شا لاس لرل ردوي.
حوثي یاغیان دغه بېړۍ د باب المندب تنګي کې په نښه کوي چې یو ۳۲ کیلومتره اوږد کانال دی.
د یادولو ده چې حوثي یاغیان په اصل کې له شیعه وګړو زیدیانو جوړه ډله ده او نوم یې هم له خپل بنسټګر حسین الحوثي اخیستل شوی.
دې ډله له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یمن دولت پر ضد کورنۍ جګړه پیل کړې او د دغه هېواد پر پلازمېنه صنعاء، همدا راز پر شمال او د سره سمندرګي پر څنډه ولکه لري.
د یمن حکومت سره بیا د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف ملاتړ ورسره دی.











