د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو ترمنځ ناندرۍ: ټرمپ زېلېنسکي 'دیکتاتور' بللی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه تازه لفظي برید کې خپل اوکرایینی سیال ولودیمیر زېلېنسکي "دیکتاتور" بللی دی.

ټرمپ د اوکرایین ولسمشر ته دا خطاب تر هغې وروسته کړی‌ چې ښاغلي زېلېنسکي په ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو اترو ته،‌ چې کیېف نه و وربلل شوی، غبرګون وښود.

د اوکرایین ولسمشر ویلي وو، ډونلډ ټرمپ "د ناسمو مالوماتو په فضا کې" چې د مسکو لخوا اداره کېږي، ژوند کوي.

اوس ټرمپ د خپلې خواله رسنۍ 'تروت سوشیل' په یوه پيغام کې لیکلي: "غوره ده چې زېلېنسکي چټک حرکت وکړي که نه نو هېواد به ورپاتې نه شي. "

نوموړي زیاته کړې، "زه له اوکرایین سره مینه لرم، خو زېلېنسکي ناوړه کار کړی، هېواد یې ویجاړ شوی او میلیونونه کسان له ضرورت پرته مړه شوي دي."

ټرمپ لیکلي، "امریکا په بریالیتوب له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې کوي؛ هغه څه چې ټول یې مني چې یوازې ټرمپ او د ټرمپ اداره یې کولی شي."

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د ډونلډ ټرمپ دا پیغام د ولسمشر زېلېنسکي د "غلطو مالوماتو فضا کې د ژوند" څرګندونو ته مستقیم غبرګون بللی دی.

خو د هغه لخوا د "دیکتاتور" کلیمې کارېدو د اروپایي مشرانو نیوکې راوپارولې.

په دې لړ کې د جرمني چانسلر اولاف شولز ویلي چې "دا په ساده ډول غلطه او خطرناکه ده چې د ولسمشر زېلېنسکي له دیموکراتیک مشروعیته انکار وشي."

د جرمني بهرنیو چارو وزیرې 'انالینا بایربوک' هم دا څرګندونې "بې معنی" بللې. هغې له 'زي‌ډي‌اېف' تلویزیون سره خبرو کې ویلي "که تاسې یوازې د یوه ټویټ کولو پرځای حقیقي نړۍ ته وګورئ، نو بیا به وپوهیږئ چې په اروپا کې څوک د دیکتاتورۍ په شرایطو کې ژوند کوي: د روسیې خلک، د بېلاروس خلک."

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسن هم د ډونلډ ټرمپ لخوا د "دیکتاتور" کلمې پر کارېدو نیوکه کړې. هغه ویلي زېلېنسکي په ډیموکراتیک ډول ټاکل شوی و. بریتانیا کې د اپوزیسیون مشر 'کیمي بادینوچ' هم همدا خبره تکرار کړې.

اوکرایین کې د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د ولسمشرۍ موده د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې پای ته رسېده.

خو دا چې دغه هېواد د روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له بشپړ یرغل راهیسې نظامي‌ قانون اعلان شوی، نو ټاکنې ځنډېدلې دي.

زېلېنسکي: ټرمپ د ناسمو مالوماتو فضا کې ژوند کوي

د اوکرایین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې لخوا رامنځته شوې "د ناسمو مالوماتو په فضا کې ژوند کوي."

ښاغلي زېلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر وروستیو څرګندونو وروسته ویلي، هغه نه شي کولی خپل "هېواد خرڅ" کړي.

هغه له امریکا سره د نادره منرالونو تړون لومړۍ مسوده رد کړه او ویې ویل، په دې کې د اوکرایین لخوا د غوښتل شويو امنیتي تضمینونو یادونه نه ده شوې او د پنځوس سلنه منرالونو غوښتنه یې کړې ده.

کیېف وايي، تر اوسه په اوکرایین کې د جګړې لګښت ۳۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې ۱۲۰ میلیارده ډالر یې اوکرایین ورکړي او پاتې نور یې له امریکا او اروپا څخه ورځي، هغه شمېرې چې امریکا یې په اړه اختلاف لري.

زېلېنسکي دا هم وویل، چمتو دی چې د امریکا له سفیر کیت کیلوګ سره "لومړۍ کرښې ته ولاړ شي او "خپله وګوري" چې څه روان دي.

د اوکراین د پارلمان مشر رسلان سټیفانوچوک په اوکراین کې د ولسمشرۍ ټاکنو غوښتنې رد کړې دي. هغه پر خپله فیسبوک لیکلي: "اوکرایین ګولیو ته اړتیا لري، رایې پاڼو ته نه."

هغه لیکي: "تر ډزو لاندې د ډېموکراسۍ بیارغول، ډېموکراسي نه ده، دا یوه تنظیم شوې ننداره ده، چې اصلي ګټه اخیستونکی یې کرېملېن کې دی."

د اوکرایین د پارلمان مشر، چې د زېلېنسکي د خلکو د خدمتګار ګوند غړی دی، وايي، " ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، تاسو زما بشپړ ملاتړ لرئ."

د اوکراین قانون له مخې د جګړې پر مهال د ټاکنو ترسره کول منع دي.

څنګه د زېلېنسکي او ټرمپ ترمنځ درز څرګند شو؟

د کیېف او واشنګټن تر منځ اړیکې له تېرې اونۍ راهیسې وروسته تر هغې په چټکۍ خرابې شوې چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ښې خبرې کړې او دا چې دوی د جګړې پای ته رسولو پرېکړه کړې ده.

د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ښاغلي زېلېنسکي وویل، که اوس څوک وغواړي چې د هغه ځای ونیسي، بریالي به نه شي ځکه تر خلکو ترمنځ یې شهرت لا هم ډېر دی.

د امریکا ولسمشر په وروستیو کې وویل، د هغه اوکراییني سیال، چې په ۲۰۱۹ کال کې د پنځه کلنې دورې لپاره وټاکل شو، یوازې ۴ سلنه محبوبیت ور پاتې دی.

د دې ادعا په ځواب کې ښاغلي زېلېنسکي یوې ټولپوښتنې ته اشاره وکړه چې ښيي ۵۸ سلنه اوکرایینیان د خپل مشر په توګه پر ده باور لري.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی، اوکرایین به خپلې ټولې سیمې بېرته ترلاسه نه کړي او له ناټو سره د یوځای کېدو اجازه به هم ونه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سعودي په ریاض کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر خبرو وروسته وویل، هېواد به یې د هېڅ راز سولې تړون په نوم په اوکرایین کې د ناټو سولې څارونکي ونه مني.

په اوکرایین کې ویجاړونکې جګړه شاوخوا درې کاله وړاندې پر دغه هېواد د روسیې له پوځي برید سره پیل شوې وه، چې لسګونه زره کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او پراخ اقتصادي زیانونه یې هم اړولي دي.