د روسیې او اوکرایین کړکېچ: ایا کیېف د نورې جګړې توان لري؟

    • Author, اناستاسیا زانودا
    • دنده, بي‌بي‌سي، اوکرایین

د روسیې او اوکرایین تر منځ له نږدې دریو کلونو جګړې وروسته ډېر دې ټکي ته اشاره کوي چې ښايي ځواکونه جګړه وګټي خو اصلا اقتصاد دی چې جګړه تر بریا رسوي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا اوکرایین د جګړې د دوام توان لري؟

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په وروستیو کې ټينګار کړی چې هېواد یې " چټک نه بلکې په عادلانه" ډول د جګړې پای ته رسېدل غواړي. خو د یوه متحد په توګه که امریکا په راتلونکي کې مرستې کموي یا بندوي ایا د اوکرایین اقتصاد د یوه بل کال لپاره د جګړې لګښت پرې کولی شي؟

د جګړې پر مهال مالي وضعیت

اوکرایین که څه هم له نورو اروپایي هېوادونو سره پرتله کېږي خو له روسیې د مساحت، نفوس او اقتصاد له پلوه ډېر کوچنی دی. د جګړې له پیله مخکې د روسیې اقتصاد له اوکرایینه لس ځلې غوره اټکل شوی و.

د اوکرایین جګړې اوس د روسیې اقتصاد هم سخت ځپلی ان حالت یې له ۱۹۹۰مې لسیزې سره پرتله کېږي، د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته موده چې اقتصاد یې سخت وپرځېده.

مسکو په ۲۰۲۲م کال کې هم د دولتي عوایدو یوه لویه برخه دفاعي بودیجې ته ځانګړې کړه او دې چې په نورو برخو د بېلګې په ډول د روغتیا، عامه جوپړونو او روزنې پر بودیجې بد اغېز وکړ.

د روسیې د بریدونو په لومړیو میاشتو کې کیېف د لګښت پوره کولو لپاره ځينې ګامونه اوچت کړل د بېلګې په ډول اضافه پیسې یې چاپ او د نورو برخو بودیجه یې کمه کړه. د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې د اوکرایین اقتصاد دریمه برخه لویدلی و او د انفلاسیون کچه ۲۵ سلنه لوړه وه خو وروسته له اوکرایین سره نړیوالو مرستو څه حالت کابو کړ.

د امریکا متحده ایالات په دغې جګړه کې د اوکرایین یو مهم متحد و چې کیېف ته یې له جنګي ملاتړ نیولي تر بشري او اقتصادي ثباته هر ډول مرستې برابرولې، خو وروسته د اقتصادي مرستو ډېر مسولیت اروپايي ټولنې ته ورکړل شو.

د فبرورۍ پر ۱۴مه هغه مهال چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مونیخ امنیتي کنفرانس ته روانېده رسنیو ته یې وویل " اوس مهال د جګړې ۸۰ سلنه بودیجه د اوکرایین او اروپايي ټولنې لخوا برابرېږي، پاتې شل سلنه یې امریکا متحده ایالات تامینوي."

اوکرایین کومې مالي مرستې ترلاسه کوي؟

  • له ۲۰۲۲ نه تر ۲۰۲۴م کاله پورې اوکرایین ۱۱۵ ملیارده ډالره له بهره تر لاسه کړل چې ډېره برخه یې په پور او نورو ژمنو ولاړه ده.
  • دې کې نږدې پنځوس ملیارده ډالره اروپايي ټولنې ورکړي، ۳۱ اعشاریه ۲ ملیارده د امریکا دي او نږدې دولس نیم ملیارده ډالره نور د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه اخېستل شوې دي.
  • په ۲۰۲۴م کال کې د امریکا لخوا ۶۰ اعشاریه ۷ ملیارده ډالره دفاعي بودیجه اوکرایین ته ورکړل شوې نږدې اته ملیارده ډالره نوره د اوکرایین له اقتصادي وضعیت سره د مرستې لپاره پور ورکړل شوی دی.
  • پر دې سربېره په ۲۰۲۴م کال کې جي‌۷ هېوادونو چې د نړۍ د پیاوړي اقتصاد ډله بلل کېږي له اوکرایین سره د پنځوس ملیارده ډالرو مرستو ژمنه وکړه.
  • اوکرایین تمه لري چې په روان ۲۰۲۵م کال کې به له خپلو نړیوالو متحدینو ۳۸ اعشاریه ۴ میلیارده ډالره تر لاسه کړي.

مرستې څومره اغېز لري؟

د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۲م کال کې له لویدلي حالت وروسته په ۲۰۲۳م کال کې د اوکرایین اقتصادي وده ۵ اعشاریه ۳ سلنه لوړه وه او په ۲۰۲۴م کال کې څه باندې درې نیم سلنه.

نړیوالو مرستو اوکرایین ته د دې وړتیا ورکړې چې د بهرنیو اسعارو تشې شوې زېرمې ډکې کړي، د ملي اسعارو ثبات وساتي او د اړتیا وړ خپله بودیجه برابره کړي.

اوکرایین کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت څيړنې مرکز مشر دیمیترو بویارچک وايي " اوکرایین د جګړې د دوام لپاره کال کې لږ تر لږه ۴۰ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري."

هغه زیاتوي " که مرستې نه وي دا داستان به ډېر خواشینونکی وي."

ایا یوازې مرستې کافي دي؟

د اوکرایین لپاره یوازینۍ ستونزه پیسې هم نه دي بلکې د بشري قوې او ځواک له کمښت سره هم مخ دی.

د اوکرایین د انرژۍ او برېښنا وزارت وايي د ۲۰۲۲ اکتوبر او د ۲۰۲۴ سپتمبر تر منځ روسیې د برېښنا پر زېربېناوو له زرو ډېر بریدونه کړي.

باور دی چې روسیې د دغه هېواد له نیمايي ډېر برېښناکوټونه له منځه وړي دي.

دې چارې پر نرخونو مستقیم اغېز کړی او په ټولو برخو او صنعتونو کې نرخونه ختلي دي.

د اوکرایین اقتصاد ته بله ستره ستونزه د کاري ځواک ده چې فکر کېږي درېیمه برخه کم شوی دی.

مرګ ژوبله او کډوالي هم د دغې جګړه بل د پام وړ اړخ دی.

د ویلودیمیر زېلېنسکي له قوله دا مهال ۸۸۰،۰۰۰ ( اته لکه اتیا زره) خلک د دفاعي ځواکونو په لیکو کې جنګېږي.

بلخوا رد روسیې بریدونو د اوکرایین د وګړو څلورمه برخه خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې تر اوسه اووه میلیونه اوکراینیان له هېواده بهر کډوال شوي په دوی کې یې ۶،۳ میلیونو اروپا ته پناه وړې. د دې تر څنګ نږدې څلورنیم میلیونه هېواد کې د ننه بې ځایه شوي دي.

د اوکرایین اقتصاد نور څومره دوام کولی شي؟

د پیسو نړیوال وجهي صندوق چې د اوکرایین لپاره نړیوالې مرستې څاري د اوکرایین په اړه په خپله وروستۍ ارزونه کې ویلي " له ننګونکي وضعیت سره هم د اوکرایین اقتصادي حالت ښه پاتې شوی."

د اقتصاد چارو څيړونکی ډیمیترو بویارچک وايي د جګړې ډېر اړخونه او سرچینې د پام وړ دي خو اقتصادي ثبات بیا تر ټولو مهم عنصر دی.

د اوکرایین د ملي بانک دمشر انډري پېشني له قوله په جګړه کې د اوکرایین ماته به د خوړو خوندیتوب، د کډوالۍ نوې څپې، پانګونې او نورو برخو کې پر ټوله نړۍ اغېز پرېږدي.

پر بهرنیو مرستو له ډېرې تکیې سره اوکرایین هڅه کړې چې د جګړې په ننګونکي حالت کې هم د مالي حل برخه کې له یو څه وکړي.

کله چې مسکو د تور سمندرګي له لارې د صادراتو په ځانګړې ډول غلو دانو لېږد له هوکړې ووت او د اوکرایین د غلو دانو څو زېرمنتونونه یې په نښه کړل ملګري ملتونه او ترکیه د اړوند هېوادونو اړتیا پوره کولو لپاره لاس په کار شول، وروسته اوکرایین او ملګرو یې په تورسمندګي کې د روسي ځواکونو له بریدونو خوندي لار ومونده.

دې چارې نه یوازې اوکرایین ته دا موکه ورکړه چې د خپلو کرنیزو تولیداتو صادرات له جګړې پخواني حالت ته ورسوي بلکې د نورو توکو صادارت یې هم ډېر کړل.

په ۲۰۲۴م کال کې د اوکرایین د صادراتو کچه ۱۵ سلنه ډېره وه چې یوڅلوېښت نیم ملیارد ډالره یې د دولت عوایدو بودیجې ته ورکړل. دا اندازه خالص عواید د تېر کال له نړیوالو مرستو سره برابر دي.

د ۲۰۲۵م کال په اړه د اوکرایین لیدلوری

د اوکرایین ماليي وزارت وایي تېر ۲۰۲۴م کال کې دوی ۵۲ میلیارده ډالره پر جګړه لګولي دي په دې معنا چې د اوکراین لخوا د جګړې د هرې ورځې ۱۴۲ میلیونه ډالره و.

د ۲۰۲۵م کال لپاره دغه هېواد د امنیتي او دفاعي بودیجې لپاره نور ۴۹ میلیارده ډالره ځانګړې کړې دي.

د ماليي وزارت په وینا له دفاعي بودیجې ور ها خوا نوره عادي بودیجه تر ډېره له نړیوالو مرستو تامینیږي.

د ۲۰۲۵م کال بودیجې تامین لپاره په ځينو برخو کې مالیې لوړې شوي وې اوس داسې وېره ده چې لا نور فشار به سوداګرۍ او عوایدو ته زیان ورسوي.

د اوکراین د ملي بانک مشر انډري پېشني وايي داسې هیڅ دلیل نشته چې د نړیوالو ژمنه شویو مرستو په نه رسېدو دې شک وشي بلخوا د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا په دې اړه ډېر روښانه دریځ نه دی ډاګیزه کړی.

اقتصادي څيړونکی ډیمیترو بویارچک وايي، که څه هم امریکا کې د بایډن حکومت ژمنه درلوده چې له اوکرایین سره شوې مرستې به پر خپل وخت دغه هېواد ته ورکول کېږي خو اوس "دا حالت ۱۸۰ درجې" بدلون کولی شي.

دا مهال د اوکرایین او روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې له بل هر وخته ګړندۍ شوې او په دې برخه کې د امریکا، روسیې اوکرایین او اروپايي ټولنې ترمنځ هوکړو ته له نږدې کتل کېږي خو د تل پاتې سولې څرک لا هم لېرې ښکاري.