تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او روسیې هوکړه کړې چې اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو خبرو لپاره مرکچي ټیمونه وګوماري
د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکرایین جګړې په تړاو د بندو دروازو تر شا خبرې پای ته رسېدلې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو تر دغو خبرو وروسته رسنیو ته ویلي، دواړو خواو هوکړه کړې چې اوکرایین کې به د جګړې پای ته رسولو خبرو لپاره د لوړې کچې مرکچي ټیمونه ټاکي.
دغه مرکچیان به همدا راز د واشنګټن او مسکو د خپلمنځي اړیکو کې د رامنځته شویو لوړو ژړو پر هواري هم کار کوي.
دا د روسیې له خوا پر اوکرایین له یرغل راهیسې د روسي او امریکايي چارواکو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې دي.
هممهاله د کرېملين ماڼۍ ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي "که اړتیا" پېښه شي ولسمشر ولادیمیر پوتین چمتو دی چې له خپل اوکراییني سیال ولودیمیر زېلېنسکي سره خبرې وکړي.
امریکا ویلي و دا خبرې اترې د دې لومړی ګام دی چې ایا روسیه د جګړې د پای ته رسولو په اړه "جدي" ده او که نه. روسیې د دې خبرو اترو موخه له امریکا سره د خپلو اړیکو عادي کول بللي دي.
اوکرایین او اروپايي ټولنه دغو خبرو ته نه دي وربلل شوي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي هېڅ داسې هوکړه به ونه مني، چې دوی په کې نه وي.
په دغو خبرو کې چا برخه اخیستې؟
د روسیې له اړخه په دې خبرو کې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري یوشاکوف برخه اخیستې ده.
لاوروف ۷۲ کلن دی او له څه باندې شلو کلونو راهیسې پر نړیوال سټېج د روسیې استازولي کوي.
یوکاشوف مخکې په واشنګټن کې د روسیې سفیر پاتې شوی.
د امریکا لخوا په دغو خبرو کې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف وېتکوف ګډون کړی.
مارک روبیو د امریکا د بهرنۍ تګلارې ماهر بلل کېږي او همدا تېره میاشت بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.
مایک والتز پوځي مخینه لري او له اوږدې مودې راهیسې د ډونلډ ترمپ ملاتړی دی.
سټیف وېټکوف میلیاردر، د املاکو کاروباري او د ټرمپ شخصي ملګری دی.
د اوکرایین جګړې په تړاو د امریکا او روسیې ترمنځ د دغو خبري مشري سعودي کوربانه کوي او د دغه هېواد له اړخه پکې بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود او د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان برخه لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سعودي عربستان ته رسېدلی
د لوړپوړو امریکايي او روسي ډيپلوماټانو مخامخ خبرې
امریکایي چارواکو پرون اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو به په نږدې ورځو کې اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو په موخه له لوړ پوړو روسي چارواکو سره وګوري.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تیلفونې خبرې وکړې.
امریکا ویلي دغې ټلیفوني خبرو کې د ټرمپ پر هغه ژمنه چې غواړي " اوکرایین کې د روسیې جګړه پای ته ورسوي او دا چې دواړه هېوادونه په ځينو نورو مسایلو کې لازمه همکاري پیل کړي" ټینګار شوی دی.
مارک روبیو د شنبې پر ورځ اسرائیلو ته ولاړ او له هغه ځایه سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د رپوټونو پر بنسټ له ښاغلي روبیو سره په دغه سفر کې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مایکل والتز او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف هم مله دي. دا معلومات امریکايي چارواکو د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس ته ورکړې دي..
د اوکرایین لپاره د امریکا ځانګړې استازې کیټ کلاګ ویلي چې په دې خبرو کې به واشنګټن، مسکو او کیف برخه ولري او اروپایي ټولنه دې ناستو ته نه ده بلل شوې.
خو د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي " تر اوسه د سعودي عربستان غونډې ته نه دی بلل شوی."
په داسې حال کې چې له اروپا پرته د اوکرایین پر سر د امریکا او روسیې اړیکې نږدې کېږي او دې چارې په ښکاره اندیښنې پارولي اروپايي مشرانو اعلان کړی چې د اوکرايين د مسئلې په اړه په يوه بېړنۍ سرمشريزه کې سره راټولېږي.
ښاغلي کلاګ ادعا کړې چې د تېرو پړاوونو خبرې " د بېلابېلو لورو د ډېرو لاسوهنو له کبله له ماتې سره مخ شوې دي" نوموړي ویلي " کیدای شي زما دا خبرې زورونکې او سختې وي خو چې څه وایم بشپړ رښتیا دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس ویلي د روبیو او لاوروف تر منځ په ټلیفوني خبرو کې پر دې ټينګار وشو چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ژمنې سره سم باید اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پوره هڅه وشي."
د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه دا ټلیفوني اړیکه د تېرې چارشنبې پر ورځ د ډونلډ ټرمپ او ولادمیر پوتین تر منځ له ټلیفوني خبرو وروسته کېږي.
د ټلیفون دا پرلپسې اړیکې له دریو کلونو د ډېرې مودې لپاره د کرملین او سپینې ماڼۍ تر منځ د مخامخ اړیکو له پرې کېدو وروسته نېول کېږي.
د تېرې اونۍ له ټلیفوني اړیکو وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې " اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره به له ځنډ پرته خبرې" پیلوي.
په سعودي عربستان کې د خبرو دا پړاو د مونیخ امنیتي کنفرانس کې له توندو نیوکو او اختلافونو وروسته پيلېږي چېرې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د جمعې پر ورځ پر " اروپايي ډيموکراسۍ" سختې نېوکې وکړې.
ښاغلي ونس په دغه کنفرانس کې د ولسمشر ټرمپ پر هغه دریځ بیا ټینګار وکړ چې " اروپا باید د خپلې دفاع مسولیت پر خپله غاړه واخلي."
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېټ د چارشنبې ورځې وینا داسې و انګیرل شوه چې د سولې پلان له مخې به اوکرایین ته د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي او دا چې روسیې نیولې سیمې به بېرته نه اخېستل کېږي. دې نظر په څرګنده د اروپایې ټولنې اندېښنې پارولي.
اروپايي ټولنه او اوکرایین فکر کوي امریکا روسیې ته له خبرو مخکې ځينو امتیازونو ته چمتو ده.
روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین برید وکړ، داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې یې هم د اوکرایین ځینې سیمې نیولې وې.
د مونیخ د امنیتي کنفرانس پر وروستۍ ورځ د اوکرایین ولسمشر زېلېنسکي " د اروپايي پوځ" جوړېدو غوښتنه وکړه، دا ځکه چې داسې اندېښنې ډېرې شوې چې امریکا له اروپايي ټولنې سره خپل ملاتړ کموي.
ټرمپ او پوتین هم سعودی عربستان کې ګوري
امریکایي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو چې اوس په بیت المقدس کې دی د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مایکل والتز او د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف سره یو ځای دا اونۍ په سعودی عربستان کې له لوړ پوړي روسي پلاوي سره ګوري.
داسې فکر کېږي چې د دغې ناستې یوه اصلي موخه دغه هېواد کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدنې ته د اسانیو او لارو چارو برابرول دي.
سعودي عربستان نن په یوه بیان کې، د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ټلیفوني خبرو او په دغه هېواد کې د غونډې جوړولو د امکان ستاینه وکړه.
په بیانیه کې ویل شوي: "شاهي کورنۍ د روسیې او اوکرایین ترمنځ د تلپاتې سولې د ټینګولو لپاره خپلې دوامدارې هڅې تاییدوي."
د دغې لیدنې خبر داسې مهال خپور شو چې د امریکا او روسیې تر منځ د اوکرایین پر سر مخامخ خبرو اروپا وار خطا کړې او اوکرایین هم سخت اندېښمن دی.
ښاغلي ټرمپ ویلی " غواړي جګړه ختمه کړي." امریکايي چارواکو اوکراین ته خبرداری ورکړی چې ممکن داسې شرطونو ته غاړه کېږدي چې پخوا تسلیمي بلل کېده.
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زېلېسکي بیا بیا ټینګار کړی چې " د کیېف له ګډون او ښکېلتیا پرته به د ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د سولې تړون ونه مني."
څلور ورځې وړاندې د ډونلډ ټرمپ او ولادمیر پوتین خبرې او ورپسې د ښاغلي روبیو او سرګي لاوروف خبرې په ښکاره له ګوښي حالته د روسیې د وتلو او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ له درې کلن ځنډ وروسته د مخامخ خبرو د پیل په مانا دي.