تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کې د لوبې پای: ۲۰۲۵ کال کې جګړه څنګه پای ته رسېدای شي؟
- Author, پاول ادمز
- دنده, دیپلوماتیک خبریال
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډسمبر ۱۹مه د کال د پای په خبري کنفرانس کې اعلان وکړ "باید ووایم چې وضعیت په ډراماتیک ډول بدلېدونکی دی... ټوله لومړۍ کرښه کې خوځښت شته. هره ورځ!"
د روسیې جګړهییز ماشین د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس په پراخو او پرانیستو میدانونو کې ګام په ګام مخ ته ځي او کلي او ښارونه یو په بل پسې رانغاړي.
ځینې ملکي خلک تر دې مخکې چې جګړه یې د استوګنې تر سیمو ور ورسېږي، تښتي، خو نور بیا تر هغو منتظر وي چې جګړه ور نږدې او شاخوا یې د توپونو او ټانکونو د مرمیو چاودنې پیل شي.
دوی بیا یوازې هغه څه چې امکان یې وي له ځان سره اخلي، اورګاډو او بسونو ته خېږي او د سر ساتنې لپاره لوېدیځ خوا روانېږي.
د کیېف لخوا پر خپل ځواکمن ګاونډي د غیر متناسبو بریدونو له ښه ریکارډ سره سره، روسیه اوس د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د تمام عیاره یرغل له پیل راهیسې، تر بل هر وخت چټک پرمختګ کوي.
په داسې حال کې چې دا یرغل د درېیم کال پای ته په نږدې کېدو دی او د اټکل له مخې تر یو میلیون پورې کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې، اوس داسې ښکاري چې اوکرایین یې ښايي وبایلي.
هممهاله په واشنګټن کې هم نه اټکلېدونکی ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راروان دی، چې له اوکرایین او د دغه هېواد له ولسمشر سره د لېوالتیا ښه نوم نه لري.
دا هر څه د احتمالي بدلون د نښو نښانو پیلامه برېښي. خو ایا په ۲۰۲۵ کال کې به د اروپا دغه ویجاړوونکې جګړه واقعآ پای ته ورسېږي او که داسې کېږي نو څنګه او په څه ډول؟
'د مذاکراتو په اړه خبرې خیال ښکاري'
د ټرمپ دا ژمنه چې واک ته د رسېدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې به جګړه پای ته ورسوي په عادي ډول هسې باټې ښکاري. خو دا د یوه داسې سړي ژمنه ده چې ظاهرآ جګړې او په هغې کې د امریکا ګرانبیه ښکېلتیا ته یې زغم پای ته رسېدلی دی.
هغه څو ورځې مخکې وویل، "د وژل شويو ځوانو سرتېرو شمېر چې هر ځای په کروندو کې پراته دي، هېښوونکی دی... دا څه چې کېږي، لیونتوب دی."
خو نړیوالې سولې لپاره له کارنیکي اېنډومېنټ څخه د مایکل کوفمن په وینا، د امریکا راتلونکې اداره له دوو ننګونو سره مخامخ ده:
"لومړی، دوی ته یوه داسې جګړه په میراث ورپاتې کېدونکې ده چې مخ پر ځوړ روانه ده او د وضعیت باثباته کولو لپاره هم ډېر وخت نه شته."
"دویم، دوی ته دا [جګړه] د بریا له کومې روښانه تیورۍ پرته په میراث ورپاتې کېږي."
منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستیو مرکو کې دې ته ځینې اشارې کړې، چې له دې جګړې سره څه ډول چلند غواړي.
هغه ټایمز مجلې ته وویل، د بایډن ادارې د نومبر میاشتې له دې پرېکړې سره "کلک" مخالف دی چې اوکرایین ته یې د امریکا لخوا په ورکړل شویو اوږد-واټنه توغندیو روسیه کې د ننه د اهدافو د اېشتلو اجازه ورکړه.
هغه زیاته کړې "موږ یوازې دا جګړه سختوو او لا یې پسې تودوو."
د ډسمبر ۸مه د اېنبيسي نیوز لخوا له هغه وپوښتل شول چې ایا اوکرایین باید د مرستو کمېدو ته چمتو واوسي؟
د هغه ځواب دا و: "ښايي، احتمالا، مطمئنا."
خو د امریکا نوي مشر هغو کسانو ته، چې ډېر هم دي، او دا وېره لري چې نوموړی به له اوکرایین لاس واخلی، یو څه ډاډ ورکړی. هغه وویل "زما په اند، که تاسې ترې لاس اخلئ نو هوکړې ته نه شئ رسېدای."
خو حقیقت دا چې د ټرمپ هوډ روښانه نه دی.
دمګړۍ د اوکرایین چارواکي د فشار په تړاو ټولې خبرې ردوي او دا هم نه مني چې د ټرمپ راتګ دې خامخا په دې مانا وي چې د سولې خبرې رانږدې دي.
د ولسمشر زیلینسکي د دفتر د مشر سلاکار میخایلو پودولیاک وايي: "د مذاکراتو په اړه ډېرې خبرې کېږي، خو دا یوه خیالي خبره ده."
"د خبرو اترو پروسه نشي ترسره کېدای ځکه چې روسیه دې جګړې لپاره د لوړې بیې پرې کولو ته نه ده اړېستل شوې."
د زېلېنسکي د 'ځېرکې تګلارې تمرین'
په داسې حال کې چې روسي ځواکونه په ختیځ کې خپل بې ساري پرمختګ ته دوام ورکوي، د خبرو اترو په اړه د کیېف شکونو ته په کتو، دا روښانه ده چې ولسمشر زېلېنسکي لېوال دی چې ځان د یوه داسې سړي په توګه رامخ ته کړي چې ټرمپ ورسره تعامل وکړای شي.
د اوکرایین مشر ډونلډ ترمپ ته ډېر ژر په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او د ډېر وخت له ضایع کولو پرته یې جګپوړي چارواکي د منتخب ولسمشر له ټیم سره کتنې ته واستول.
زېلېنسکي پخپله هم د خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون په همکارۍ نیغ په نیغه ټرمپ سره د کتنې فرصت ترلاسه کړ. دوی دواړه پاریس ته د 'نوټر ډېم' کلیسا د بیا پرانستلو لپاره تللي وو.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر یې 'دیمیترو کولیبا' د ډسمبر لومړیو کې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته وویل: "څه چې موږ یې اوس ګورو د ولسمشر زېلېنسکي لخوا د خورا ځېرکې ستراتېژۍ تمرین دی."
هغه زیاته کړه، زېلېنسکي "رغنده او له ولسمشر ټرمپ سره تعامل ته د چمتووالي اشارې ورکوي."
په داسې حال کې چې له کرملین څخه هم ورته نښې نښانې تر سترګو کېږي، د کیېف حکومت په څرګنده هڅه کوي چې په دې سیالۍ کې مخکښ واوسي.
په چټهام هاوس کې د اوکرایین د فورم مشره اوریسیا لوتسیویچ وايي: "دا چې ټرمپ په بشپړ ډول نه ده توضیح کړې چې کومه لاره به خپلوي، اوکراینیان هڅه کوي چې هغه ته ځینې لیدلوري ورکړي چې نوموړی یې له خپل اړخه وړاندې کړي."
نوموړې وايي "دوی پوهیږي چې څنګه له دغه عزت نفس سره کار وکړي."