تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې مسکو کې د لوړپوړي جنرال د وژنې په تور یو اوزبک وګړی نیولی
د روسیې ملي امنیت ادارې ویلي مسکو کې د لوړپوړي جنرال ایګور کرېلوف او د هغه یوه همکار د وژنې په تور یې د ازبکستان یو وګړی نیولی.
د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو قومندان جنرال ایګور کرېلوف او مرستیال یې پرون په مسکو کې خپل کور ته نژدې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
د روسیې امنیتي ادارې د نیول شوي کس نوم نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې د اوکراین استخباراتو ډلې ګمارلی وو.
اوکرایین کې یوې امنیتي سرچینې د سې شنبې پر ورځ بي بي سي ته ویلي وو چې د چاودنې تر شا د دوی لاس وو.
دغې اوکراینۍ سرچینې ویلي کرېلوف چې د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو قومندان وو دوی ځکه په نښه کړ چې په وینا یې جنګي جرمونو کې یې لاس درلود.
د روسیې فدرالي امنیتي ادارې (اېف اېس بي) یوې وینا پاڼه کې ویلي، ۲۹ کلن نیول شوي کس منلې چې دی د اوکرایین ځانګړو ځواکونو ګمارلی وو.
دغې ادارې یوه ویډیو هم خپره کړې چې شکمن کس په کې وايي چې ده ته د جنرال ایګور کرېلوف د وژنې په بدل کې سل زره امریکايي ډالر او اروپايۍ ټولنې ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې وه.
د روسیې امنیتي ادارې ادعا کړې چې د اوکرایین په مرسته دی مسکو ته ورغی، وروسته بیا ده ته چاودېدونکي توکي او یو موټرسایکل ورکړل شو چې په مرسته یې ده د جنرال ایګور کرېلوف کور مخې ته هغه مهال چاودنه وکړه چې هغه له کوره د راوتلو په حال کې وو.
په تېره اکټوبر میاشت کې بریتانیا هم پر ایګور کرېلوف بندیزونه ولګول او ویلي یې و، کرېلوف د اوکرایین په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو څارنه کوله.
د دوشنبې (دسمبر ۱۶) پر ورځ، د اوکرایین امنیتي خدمتونو (اېس بي یو) هغه په غیابي توګه تورن کړ چې "د منع شويو کیمیاوي وسلو د پراخې کارونې مسؤل دی."
روسیه دغه تورونه ردوي.
روسي چارواکي د کرېلوف په وژنه لوېديځ تورنوي
روسي چارواکو لوېدیځ تورن کړی چې د جنرال کرېلوف د وژنې په تنظیمولو کې لاس لري.
د دولتي دوما (ولسي جرګې) د دفاعي کمېټې مشر اندري کارتاپولوف ژمنه وکړه چې بهرنیان به "هغه کسان چې د "کرېلوف" وژنې په تنظیم او عملي کولو "که هر څوک یا چېرې وي" ومومي او سزا به ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ټېلیګرام کې، لیکلي، کرېلوف "ډېر کلونه په سیستماتیک ډول د انګلو سیکسون د جرمونو په افشا کولو کې تېر کړل".
د ریاست دوما مرستیال او د اردو متقاعد جنرال اندری ګرولیوف ادعا کوي، کرېلوف هغه شخص و چې "د جرمي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په ګډونیې د امریکا او د هغوی ټول اقمارو او جنایي فعالیتونه درک او تعقیب کړي و".
ګرولیوف د "سخت غبرګون" غوښتنه وکړه چې پکې به "د انګلو سیکسن چارواکو پروړاندې بریدونه" شامل وي.