روسیې مسکو کې د لوړپوړي جنرال د وژنې په تور یو اوزبک وګړی نیولی

د ویډیو تشریح، د روسي جنرال د وژنې په تور یو اوزبکستانی وګړی نیول شوی

د روسیې ملي امنیت ادارې ویلي مسکو کې د لوړپوړي جنرال ایګور کرېلوف او د هغه یوه همکار د وژنې په تور یې د ازبکستان یو وګړی نیولی.

د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو قومندان جنرال ایګور کرېلوف او مرستیال یې پرون په مسکو کې خپل کور ته نژدې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د روسیې امنیتي ادارې د نیول شوي کس نوم نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې د اوکراین استخباراتو ډلې ګمارلی وو.

اوکرایین کې یوې امنیتي سرچینې د سې شنبې پر ورځ بي بي سي ته ویلي وو چې د چاودنې تر شا د دوی لاس وو.

دغې اوکراینۍ سرچینې ویلي کرېلوف چې د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو قومندان وو دوی ځکه په نښه کړ چې په وینا یې جنګي جرمونو کې یې لاس درلود.

Russian general killed outside his home

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روسی جنرال ایګور کرېلوف مسکو کې د خپل کور مخې ته یوې چاودنه کې ووژل شو.

د روسیې فدرالي امنیتي ادارې (اېف اېس بي) یوې وینا پاڼه کې ویلي، ۲۹ کلن نیول شوي کس منلې چې دی د اوکرایین ځانګړو ځواکونو ګمارلی وو.

دغې ادارې یوه ویډیو هم خپره کړې چې شکمن کس په کې وايي چې ده ته د جنرال ایګور کرېلوف د وژنې په بدل کې سل زره امریکايي ډالر او اروپايۍ ټولنې ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې وه.

د روسیې امنیتي ادارې ادعا کړې چې د اوکرایین په مرسته دی مسکو ته ورغی، وروسته بیا ده ته چاودېدونکي توکي او یو موټرسایکل ورکړل شو چې په مرسته یې ده د جنرال ایګور کرېلوف کور مخې ته هغه مهال چاودنه وکړه چې هغه له کوره د راوتلو په حال کې وو.

هغه ځای ته نژدې ګلان اېښودل شوي چېرې چې کرېلوف او د هغه مرستیال وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هغه ځای ته نژدې ګلان اېښودل شوي چېرې چې کرېلوف او د هغه مرستیال وژل شوي وو.

په تېره اکټوبر میاشت کې بریتانیا هم پر ایګور کرېلوف بندیزونه ولګول او ویلي یې و، کرېلوف د اوکرایین په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو څارنه کوله.

د دوشنبې (دسمبر ۱۶) پر ورځ، د اوکرایین امنیتي خدمتونو (اېس بي یو) هغه په غیابي توګه تورن کړ چې "د منع شويو کیمیاوي وسلو د پراخې کارونې مسؤل دی."

روسیه دغه تورونه ردوي.

روسي چارواکي د کرېلوف په وژنه لوېديځ تورنوي

روسي چارواکو لوېدیځ تورن کړی چې د جنرال کرېلوف د وژنې په تنظیمولو کې لاس لري.

د دولتي دوما (ولسي جرګې) د دفاعي کمېټې مشر اندري کارتاپولوف ژمنه وکړه چې بهرنیان به "هغه کسان چې د "کرېلوف" وژنې په تنظیم او عملي کولو "که هر څوک یا چېرې وي" ومومي او سزا به ورکړي.

Karilov was a senior Russian army general

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کرېلوف وژنه روسیې لپاره لوی ګوزار بلل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ټېلیګرام کې، لیکلي، کرېلوف "ډېر کلونه په سیستماتیک ډول د انګلو سیکسون د جرمونو په افشا کولو کې تېر کړل".

د ریاست دوما مرستیال او د اردو متقاعد جنرال اندری ګرولیوف ادعا کوي، کرېلوف هغه شخص و چې "د جرمي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په ګډونیې د امریکا او د هغوی ټول اقمارو او جنایي فعالیتونه درک او تعقیب کړي و".

ګرولیوف د "سخت غبرګون" غوښتنه وکړه چې پکې به "د انګلو سیکسن چارواکو پروړاندې بریدونه" شامل وي.