تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا متحدینو ته اجازه ورکړه چې اوکرایین ته ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکولای شي
- Author, جاروسلاوف یوکایېف
- دنده, بي بي سي
امریکا متحدو ایالتونو اوکرایین ته د ډنمارک او نېدرلنډ له لوري د ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکول تائید کړي دي. امریکا وايي، دواړه هېوادونه کولای شي د دې ډول الوتکو چلولو لپاره په بشپړ ډول د اوکراییني پیلوټانو له روزنې وروسته دا الوتکې اوکرایین ته ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي: ''دې سره اوکرایین کولای شي له خپلو نویو وړتیاوو بشپړه ګټه پورته کړي.''
اوکرایین بیا د دې نوې پرېکړې تود هرکلی کړی، چې له پروسږ کال راهیسې یې غوښتنه کوله. فکر کېږي، څو میاشتې وخت به نور هم واخلي چې کیېف د ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو کارولو جوګه شي او د روسیې له هوايي برلاسي سره مقابله وکړي.
ویل کېږي چې هالنډ ۲۴ فعالې ایف-۱۶ ډوله الوتکې لري، چې د پلان له مخې پر ځای یې پر لا نورې پرمختللې تکنالوژۍ سمبالې الوتکې کارول غواړي. ډنمارک هم د خپلو ۳۰ ایف-۱۶ عصریتوب غواړي.
امریکا او متحدینو یې له دې مخکې اوکرایین ته ځکه د ایف-۱۶ ډوله الوتکو له ورکولو سره مخالفت کاوه، چې کېدای شي دې سره به له روسیې سره تاوتریخوالی لا زیات شي، چې پرېمانه اتومي وسلې لري.
روسیه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې یې پر اوکرایین بشپړ پوځي یرغل وکړ، تر اوسه د دې موضوع په هکله په عام محضر کې څه نه دي ویلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دواړو هېوادونو ډنمارک او نېدرلنډ ''رسمي ډاډ'' ورکړی چې خپلې ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې به اوکرایین ته وسپاري.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په خبره دا چاره به د پیلوټانو د لومړۍ ډلې له روزنې سره همهاله سملاسي ترسره شي.
په لوېدیځ کې د اوکرایین ۱۱ متحدو هېوادونه پلان لري چې د روانې میاشتې وروستیو کې د اوکراییني پیلوټانو روزنه پیل کړي او تمه کېږي چې دا پیلوټان به راتلونکی کال خپله روزنه بشپړه کړي.
روانه اونۍ د اوکرایین هوايي ځواک ویاند یوريی ایهانات تائید کړه چې اوکرایین به تر راتلونکي مني او ژمي پورې له ایف-۱۶ ډوله الوتکو د کار اخیستو جوګه نه وي.
ایف-۱۶ فالکن په نړیواله کچه داسې پرمختللې جنګي الوتکې بلل کېږي چې باور پرې کېږي. د امریکا هوايي ځواک په وینا دا الوتکې د ګایډډ توغندیو او بمونو لېږدولو وړتیا لري او په یوه ساعت کې د ۲۴۰۰ کیلومتره په سرعت الوت کولای شي.
د دې الوتکو له لارې به اوکراییني ځواکونه وکولای شي په هر ډول موسمونو کې او ان د شپې په تیاره کې هم پر روسي ځواکونو کره ګوزارونه وکړي.
فکر کېږي اوکرایین لسګونه جنګي الوتکې لري، چې ډېرې یې د شوروي اتحاد د دورې 'میګ' ډوله الوتکې دي او اوسمهال په هوايي جګړه کې دغه هېواد د روسیې پرتله خورا ډېر وروسته پاتې دی.