کرېکټ: په سږني اسيا جام کې د افغانستان لومړنۍ بريا

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوریز اسیا جام کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په لوی توپیر ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه.
افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
هانګ کانګ ونشوی کړی هدف پوره کړي د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۹۴ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره صدیق الله اتل تر ټولو ډېرې (۷۳ ) منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو خو له ده ور هاخوا رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ ژر ژر خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او په ترتیب سره یې ۸ او یوه منډه وکړه.
وروسته محمد نبي او عظمت الله عمرزي لوبه یو څه قابو کړه، محمد نبي ۳۳ او عظمت الله ۵۳ چټکې مهمې منډې وکړې.
د متحده عرب اماراتو ايوش شوکله او کېنچېت شا دوې دوې او عتيق اقبال او احسان خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان لپاره بيا فضل الحق فاروقي دوې، ګلبدين نايب دوې او عظمت الله عمزي، راشد خان او نور احمد یوه یوه وېکټه واخيسته.
د ۵۳ منډو په جوړولو او د یوې وېکټې په اخيستو سره عظمت الله عمرزی د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسيا کپ شل اوريزې سيالۍ د هند په کوربتوب په متحده عرب امارتو کې سې شنبې (۹ سپټمبر) پيل شوې.
د افغانستان دويمه لوبه له بنګله دېش سره د سپټمبر پر ۱۶ او درېيمه لوبه له شري لنکا سره د همدې مياشتې پر ۱۸ نېټه ده.
د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام سيالۍ په هند کې ترسره کېدې خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له کبله متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې.
د اسیا جام شل اوریزو سياليو کې ټولې اته لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عرب امارت او عمان دي. په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، شري لنکا او هانګ کانګ يو ځای شوي.
له هر ګروپ څخه به دوې دوې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي او له دوی به دوې لوبډلې د سپټمبر پر ۲۸ په پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
کوم افغان لوبغاړي په اسيا جام کې لوبېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان کرېکټ بورډ وړاندې د ۲۰۲۵ کال اسيا جام لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړی. په دې ۲۰ کسيزه نوملړ کې دری تنه احتياطي لوبغاړي هم شامل دي.
د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدارڼ، دروېش رسولي، صديق الله اتل، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، محمد نبي، ګلبدين نايب، شرف الدين اشرف، محمد اسحاق، مجيب الرحمان ځدراڼ، اې اېم غضنفر، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.
په ټوله کې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو ښه لوبډله بلل کېږي او تر ډېره باور دا دی چې د متحده عربي اماراتو پر وېشتنځايونو لا ښه ځلېږي خو له پاکستان او متحده عرب اماراتو سره د وروستۍ دری اړخيزه لوبلړۍ پايلوبه یې په شارجه کې پاکستان ته په لوی توپیر وبايلله.
افغانستان د سپېن يا ورو توپ اچووونکو ډېره پياوړې لوبډله ده چې د نړۍ يوه تر ټولو غوره توپ اچوونکي راشد خان تر څنګ محمد نبي، مجيب الرحمان، نور احمد او غضنفر کولی شوي په منځنيو اورونو کې مقابلې لوبډلې کابو او چټکې وېکټې ترلاسه کړي.
بل پلو د ډګر ساتنې يا فيلډېنګ په برخه کې په وروستيو کلونو کې افغان لوبډلې هم ډېر پرمختګ کړی دی خو ځينې وخت د تمې خلاف اسانه کچونه ترې لوېږي.
که څه هم د افغان لوبغاړو د توپ اچوونې برخه قوي ده خو د پيل له دوو لوبغاړو پرته ځينې وخت نور توپ وهونکي او الرونډران تر ډېره پر ويشتنځای نشي پاتې کېدلی او يو پر بل پسې ژر سوځېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له نننۍ لوبې وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټراټ ويلي وو، که څه هم د نورو لوبډلو پرتله یې په دې وروستيو کې لږ کرېکټ کړی خو د هانګ پر وړاندې لوبې ته چمتو دي.
نوموړی وايي، "هغوی هم سخته سياله لوبډله کېدی شي، ځکه له ډېر وخت راهيسې همدلته چمتووالی نيسي او غواړي په اسيا جام کې بریا ترلاسه کړي. زموږ هڅه به دا وي چې ښه لوبه وکړو او خپل ګروپ کې ښه پيل وکړو".
ابوظبي د دوبۍ او شارجې پرتله د سپېن يا ورو توپ اچوونکو لپاره لږ مساعده بلل کېږي چې دا ښايي د افغانستان غوره والی يو څه کم کړي.
افغانستان دلته په ابوظبۍ کې ټولې ۱۶ لوبې کړې چې ۱۱ یې ګټلې او يوازې پنځه يې بايللې دي.
خو د يادولو وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې يې همدلته په ابوظبۍ کې هانګ کانګ ته سيالي بايللې وه.
بل پلو هانګ په تېرو ۲۱ کلونو کې ۱۱ لوبې کړې او ټولې يې بايللې دي.
افغانستان د متحده عرب امارتو شراېطو ته له غوره لوبډلو ګڼل کېږي، دوی نه یوازې پاکستان ته په دې وروستيو کې ماته ورکړې بلکې دوې سيالۍ يې له متحده عرب امارتو هم ګټلې دي.











