طالبانو سره ۳۰ کلنه راشه درشه: جرمني افغانستان سره پخوانۍ اړیکه پالل غواړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي په اکټوبر کې یې یو پلاوی د طالبانو له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره کابل ته ځي. دا لومړی ځل دی چې تېرو څلورو کلونو کې د جرمني حکومتي استازي کابل ته سفر کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، له جرمنۍ ورځپاڼې بیلد ام زونتاګ سره په خبرو کې ویلي
"افغانستان ته د کډوالو استول باید په منظم ډول ترسره شي. له همدې امله اوس موږ په مخامخ ډول په کابل کې خبرې کوو چې په راتلونکي کې مجرم کډوال او د امنیت ګواښوونکي کسان په پرلپسې او جدي توګه وایستل شي." ښاغلي دوبرینت له دې وړاندې یوې جرمنۍ مجلې ته ویلي وو غواړي د کډوالو په تړاو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
جرمني افغانستان کې پر واګو د طالبانو له بیا ولکې وروسته کابل کې خپل سفارت وتاړه. افغانستان سره د اړیکو لپاره لکه د نورو لوېدیځو هېوادونو قطر کې د طالبانو حکومت له استازو سره د جرمن ډيپلوماټانو لیده کاته کېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني د سلګونو زرو په شمېر کې افغان کډوال منلي. لسګونه زره یې له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه هېواد ته ورغلي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ۳۶۰۰۰ تر ۴۵۰۰۰ افغانان په یوه ځانګړي بهیر کې جرمني کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. جرمني افغانستان ته د ناقانونه او جرمي پېښو کې د ښکېلو افغانانو جبري ستنول هم ځنډولي وو. درې کاله وروسته د ۲۰۲۴ د اګسټ په ۳۰مه ۲۸ تنه هغه افغانان په یوه مخامخ الوتنه کې کابل ته واستول شول چې جرمن چارواکو ویل " په جرمونو او ناقانونه کړنو" کې ښکېل وو.
سږ کال د طالبانو حکومت د جولای پر ۲۱مه د نبراسالحق عزیز او مصطفی هاشمي په نومونو خپل دوه تنه استازي جرمني کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو لپاره وټاکل. هغه مهال د جرمني رسنیو ویلي وو، طالبانو ته د دې ډیپلوماتانو د استولو اجازه د هغو افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې ورکړل شوه چې د پنا غوښتنې هڅې یې ناکامې شوې وې.
په کابل کې د طالبانو حکومت سرچینو وویل، دغه "ډیپلوماتان" اوس برلین ته رسېدلي دي. عزیز وړاندې د طالبانو قطر دفتر کې کار کړی او هاشمي د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو برخه کې دنده درلوده.
که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه رسما د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو د جرمني رسنیو رپوټونه خپاره کړل چې دواړه طالب استازي په برلین کې د افغانستان سفارت او بن ښار کونسلګرۍ کې ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني رسنۍ وايي، دا ګومارنه د هغو افغان کډوالو د ستنولو چارو کې د اسانۍ لپاره شوې چې د پناغوښتنې یې ردې شوې دي.
هم مهاله ۸۱ افغانان له جرمني کابل ستانه کړل شو. داسې رپوټونه هم خپاره شول چې د قطر په منځګړیتوب د دغو کسانو د ستنولو لپاره د طالبانو حکومت د خپلو استازو د منلو شرط ایښي و، همدا وه چې جرمني حکومت دغه څه ومنل.
په جرمني کې د کډوالو افغانانو اړوند یو شمېر مدني ټولنو، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو ډلو، دغه هېواد ته د طالب استازو ورتګ وغانده. فعالانو ویل، دا کار د "طالبانو د رژيم د قانوني کولو هڅه ده." په برلین او بون کې د افغانستان د سفارت او کونسلګرۍ مخې ته احتجاجونه هم وشول. د طالبانو حکومت مخالفو فعالانو استدلال کاوه چې، دا چاره د فشار هغه دریځ کمزوری کوي چې د دوی په وینا د بشري حقونو او نورو سرغړونو له کبله پر طالب مشرانو د نړیوالې ټولنې له لوري ساتل شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انتیا لینډرڅه وویل، له طالبانو سره تعامل ته بله بدیله لاره نه شته. دا هغه ټکی دی چې د ډېرو لوېدیځو هېوادونو د استازو له لوري اورېدل شوی. "تعامل" له احتیاط سره.
له طالبانو سره د جرمني پخواني تړاوونه
د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر جرمني ته د سفر پر مهال کولن ښار کې د افغانانو د یوې ټولنې په منځ کې ولیدل شو. پر خواله رسنیو هغو کډوالو توند غبرګون وښود چې له طالبانو سره مخالف نظر لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دغه راټولېدنې او جرمني ته د دغه طالب چارواکي د سفر په اړه څېړنې کوي.
وروسته د دغو څېړنو څه پایله څرګنده نه شوه.
جرمني د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو اډانه کې خپل سرتېري افغانستان ته لېږلي وو چې ډېر یې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې مېشت وو. له ۲۰۰۲ کال تر ۲۰۲۱کاله له ۱۵۰ زرو ډېرو جرمن پوځيان افغانستان ته تللي. په دغه ۲۰ کلنه پوځۍ دنده کې د جرمني ۵۹ سرتېري وژل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۱ کال کې یوې جرمنۍ مجلې رپوټ ورکړ چې برلين غواړي د افغان طالبانو او امريکا ترمنځ په خپله خاوره کې د مخامخ خبرو لاره هواره کړي.
شپېګل مجلې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړى استازى مايکل شتاينر ددغو خبرو په سمبالښت لګيا دى چې يو پړاو يې دوه اوونۍ وړاندې ترسره شوى دى.
د شپېګل په ليکنه په دغو خبرو کې د امريکا له خوا د بهرنيو چارو وزارت او د استخباراتو د مرکزي ادارې – سي آى اې استازي ګډون درلوده. د طالب لوري مشري د ملامحمد عمر يو نژدې خپلوان کوي.
د واشنګټن پوست امريکايۍ ورځپاڼې یوه رپوت کې ليکلي وو، ولسمشر بارک اوباما غواړي د پوځيانو د ايستلو تر اعلان وړاندې، له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړي.
د سولې د خبرو بهیرونو لومړي پړاوونه هم له جرمني پیل شول. د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر یو بنسټګر بي بي سي سره خبرو کې وویل، په ۲۰۰۸ کال کې" له امریکایانو سره لومړنۍ لیدنې د جرمني په مونېخ کې وشوې."
له دغو لیدنو وروسته د قطر د دفتر په څېر ډېرو پرمختګونو ته لار هواره شوه.
دا ښايي له امریکایانو سره د طالبانو لومړۍ لیدنې وې، خو جرمني ته د طالبانو لومړنی سفر نه و.
په ۱۹۹۵ کې هغه مهال چې طالبانو د کندهار او هرات په ګډون ۱۴ ولایتونه نیولي وو او لا پر کابل یې ولکه نه وه کړې، دوه طالب استازو جرمني ته له پاکستانه سفر وکړ.
د جرمني په کولن کې مېشت یو افغان چې هغه مهال یې طالب استازي لیدلي وو، وايي، د طالبانو پلاوي د جرمني ځينو چارواکو، د پارلمان غړو او د بون پوهنتون له ځينو استادانو سره ناستې کړې وې. هغه وویل جرمني ته راغلو طالبانو کې" شیرمحمد عباس ستانکزی د طالبانو په تحریک کې د خارجي اړیکو د دفتر مسوول او ملا عبدالجبار د هرات ولایت د حقوقو امر شامل وو."
د هغو شېبو یوه ثبت شوې ویډیو کې ښاغلی ستانکزی وايي:" زموږ تحریک اوس د ملي قیام شکل نیولی په مقابل د هغو مظالمو کې چې په افغانستان کې دا اوس روان دي." دغو وختونو کې په کابل کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت و. په ویډیو کې د یوې افغانې مېرمنې د پوښتنې په ځواب کې "طالب استازی" ملا عبدالجبار وايي:" ټولو ته معلومه ده چې د علم زدکړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض او لازم ده."
ملا عبدالجبار زیاتوي د طالبانو تحریک د نجونو او هلکانو له زدکړې سره هیڅ ډول مخالفت نه لري. که څه هم وروسته د ناسم شرايطو په نوم افغانستان کې د ښځو پر کار او زدکړو بندیز ولګول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۹۶ کې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیوه او د افغانستان په ډېره برخه یې واک درلوده، نړیوالو یې رسمیت پېژندنې ته زړه ښه نه کړ.
جرمني کې د مولوي نیک محمد نیکمل په نوم یوه سړي ځان د طالبانو استازی باله او د افغانستان اړوند مسلو کې به غږېده. ښاغلی نیکمل اوس مهال د طالبانو حکومت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ د څانګې مشر دی.
په ۲۰۰۱ کال کې چې د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ ترینګلتیا پېښه شوه. د جرمني حکومت په فرانکفورت کې د طالبانو حکومت هغه استازولي وتړله چې ښاغلي نیکمل په یوه وړه خونه کې په نارسمي ډول سمبالوله. د هغه نژدې ملګري، چې نیک محمد نیکمل یې تل بدرګه کاوه، وايي، دې سره د هغه ځای ځایګی ورک شو.
د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ کې، که څه هم د بهرنیو چارو وزیر یې امیرخان متقي ډاډه دی چې نړیوال به په خپلو دریځونو کې بدلون راولي او د اړیکو رسمي بهیر به پیل شي، خو څه چې د لوېدیځو حکومتونو په څرګندونو او تګلارو کې ښکاري که د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د کارو او زدکړو په څېر تګلارو کې ژور بدلون را نه ولي، داسې نه برېښي چې ژر دې د رسمي اړیکو کومه کړکۍ پرانیستل شي.
د نا رسمي استازو منل او د کډوالۍ په څېر بحثونو کې ورګډېدا به ښايي لا پراخه او روانه وساتل شي او د نیک محمد د نارسمي استازولۍ په څېر فعالیتونه به هم وي.











