جرمني کې د طالبانو حکومت استازي څوک دي او د عامو افغانانو غبرګون څه دی؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برلین کې د افغانستان سفارت وداني

د طالبانو حکومت د جولای پر ۲۱مه، نبراس‌الحق عزیز او مصطفی هاشمي جرمني کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو ماموریتونو لپاره ټاکلي دي. د جرمني رسنیو ویلي، طالبانو ته د دې ډیپلوماتانو د استولو اجازه د هغو افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې ورکړل شوه چې د پنا غوښتنې هڅې یې ناکامې شوې وې.

په کابل کې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنۍ "حریت راډیو" ویلي، چې دغه "ډیپلوماتان" اوس برلین ته رسېدلي دي. عزیز وړاندې د طالبانو قطر دفتر کې کار کړی او هاشمي د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ چارو برخه کې دنده درلوده.

که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه رسما د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو د جرمني رسنیو تأیید کړې چې دواړه طالب استازي د افغانستان په برلین سفارت او بن ښار کونسلګرۍ کې ګمارل شوي او دا ګمارنه د هغو افغان کډوالو د ستنولو چارو کې د اسانۍ لپاره شوې چې د پناغوښتنې یې رد شوې دي.

د چهارشنبې پر ورځ کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خپل کلني رپوټ اورولو پر مهال، ټینګار وکړ چې په جرمني کې به یې کونسلي چارې له ننګونو راووځي.

دغې خبري ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مشر مولوي شعیب بریالي وویل، په بن کې به د افغان پاسپورتونو د چاپ او وېش لړۍ چې څلور کاله وړاندې ځنډېدلې بیا پیل شي. د بن کونسلي چوپړونه د اروپا ډېرو هېوادونو مې مېشتو افغانانو لپاره د ګټې وړ دي او له همدغه ځایه نورو اروپايي هېوادونو ته پاسپورتونه وېشل کېږي. هغه جرمني ته د خپلو کونسلي استازو د لېږلو یادونه وکړه چې هلته به چارو کې مرسته وکړي.

په رسمیت پېژنده نه، بلکې تخنیکي همکاري

د جولای پر ۱۸مه، د جرمني ورځپاڼې Frankfurter Allgemeine Zeitung (FAZ) راپور ورکړی و، چې جرمني د طالبانو له خوا د کونسلګرۍ مامورینو ته د راتګ اجازه ورکړې، چې له افغانستان ته دستنول کېدونکو هغو افغانانو چې جرمونو کې ښکېل وو او یا یې د پنا غوښتنې قضیه رد شوې، مرسته وکړي.

طالبانو دا شرط اېښی و چې د ۸۱ افغان پنا غوښتونکو د منلو په بدل کې باید یاد ډیپلوماتان ومنل شي. جرمني ویلي، دا ګمارنې په رسميت پېژندنه نه ده، بلکې "تخنیکي همغږي" ده.

طالبانو هم د جولای پر ۱۸مه اعلان وکړ چې د ۸۱ افغان وګړو منلو ته چمتو دي، چې پر همدې ورځ کابل ته رسېدل، دا خبرې د قطر په منځګړیتوب شوې وې.

د جولای په ۲۳مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ضیاء احمد تکل، پر اېکس (پخوانی ټویټر) ولیکل، په بُن کې د افغانستان کونسلګري به د اروپا مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو وېش بېرته پیل کړي.

د جرمني او طالبانو ترمنځ مخکني تماسونه

د جرمني او طالبانو ډیپلوماتیکو چارواکو تر دې ګمارنو وړاندې هم اړیکې درلودې. په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انتیا لینډرڅه د جولای پر اومه وویل له طالبانو سره تعامل ته بله بدیله لاره نه شته.

طالب چارواکي سهیل شاهین، چې قطر کې د افغانستان سفارت چارې سمبالوي، د جرمني شارژدافېر رولف دیټر راین‌هارډ سره په دوحه کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخېدو په اړه کتلي وو.

د بلخ ولایت مرستیال والي، مولوي نورالهادي ابو ادریس هم د جرمني شارژدافېر سره کتلي، چې هلته د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره ورغلی و.

.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د کلني رپوټ اورولو ناسته.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بیا په دې ټول بهیر کې د قطر له چارواکو مننه وکړه چې د دوی او جرمن حکومت ترمنځ اسانچارۍ ته یې لار جوړه کړه. هغه وویل غواړي دې اړیکو نور پرمختګ هم وشي.

ښاغلي متقي ویلي، قزاقستان ورسره هوکړې ته رسېدلی چې د دوی سفیر ومني او دا چې د روسيې له لوري د یوازیني او لومړني هېواد په توګه چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند د طالبانو حکومت په ډیپلوماتیک ډګر کې لویه لاس ته راوړنه وبلله.

د کډوالو افغانو د مدني ټولنو غبرګون

د کډوالو افغانانو یو شمېر مدني ټولنو، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو ډلو، دا ګام سخت غندلی. دوی ویلي، دا کار د "طالبانو د رژيم د قانوني کولو هڅه ده."

په همدې تړاو ۹۶ بنسټونو، چې ښځینه او مدني حقونه پکې شامل دي، د جرمني له حکومت سره یو پرانیستی لیک شریک کړی. دوی ویلي، دا اقدام د بشري حقونو له اصولو او د قربانیانو له مورالي ملاتړ سره په ټکر کې دی.

د افغانستان پخواني بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا هم د طالب ډیپلوماتانو منل د روسیې له لوري له رسمیت پېژندنې سره پرتله کړي. هغه ویلي، جرمني باید د ښځو او بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه ونه کړي.

د طالبانو حکومت مخالف فعالان استدلال کوي، سره له دې چې د افغانستان د سیاسي استازولیو فعالېده د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې عامو افغانانو ته ګټه رسوي خو له بلې خوا د فشار هغه دریځ کمزوری کوي چې د دوی پر وینا د بشري حقونو او نورو سرغړونو له کبله پر طالب مشرانو ساتل شوی. دوی دا انګیري که له طالبانو سره اړیکي عادي شي په کور دننه به د دوی تګلارې هماغسې پاتې شي لکه چې د نجونو د زدکړو په تړاو یې ساتلي.