د افغانستان ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسیناسیون درې ورځنی کمپاین پیل شوی
د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې نن (دوشنبه د اکتوبر۲۸مه) د ګوزڼ یا پولیو د واکسیناسیون درې ورځنی کمپاین پیل شوی.
د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دغه کمپاین پر مهال به ۶ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د پولیو واکسین تطبیق شي.
د دغه وزارت ویاند ' ډاکتر شرافت زمان امرخېل' په یوه ویډیويي پیغام کې له قومي مخورو، علماوو او ځايي بانفوذو اشخاصو هیله کړې چې د واکسیناسیون له ټیمونو سره مرستندوی وي، چې د پولیو واکسین "په سمه توګه تطبیق شي".
هغه ویلي دغه وزارت هڅه کوي د ټولو هغو ساري ناروغیو مخه ونیسي، چې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د پولیو د واکسین اوسنۍ کمپاین کور پر کور دی، بلکې په ټاکلو سیمو، جوماتونو او ښوونځیو کې به ترسره شي.
اندېښنه دا ده چې په دا ډول کمپاین سره ښايي یو شمېر ماشومان له واکسین بې برخې پاتې شي.
مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، چې د طالبانو حکومت له تېرې سپتمبر میاشت راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین ځنډولی دی.
د طالبانو حکومت که څه هم رسمآ دا نه وه منلې چې کمپاین دې یې ځنډولی وي، خو د روغتیا وزارت یې ویلي وو، هڅه کوي ماشومانو ته واکسین په داسې ډول ورسوي چې په وینا یې د ټولنې په کچه اغېزناک او ګټور وي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند په خپل پیغام کې دا هم وايي، چې په ۲۰۲۴ کال افغانستان کې "د پولیو کومه تایید شوې مثبته پېښه" نه شته.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپايي ټولنې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز اړوند ارقام ښيي، چې سږکال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې په اندېښمنوونکي ډول لوړې شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او څو نورو نړیوالو سازمانونو له ملاتړه برخمن د 'پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت' وايي، روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۳ او پاکستان کې ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې.
دغه نوښت ویلي، په افغانستان کې د ګوزڼ وروستۍ مثبته پېښه د هلمند موسیکلا کې ثبت شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳ کال دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو یوازې ۶ پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان کې د نړۍ یوازېني هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغي پکې پاتې ده.
د یادونې ده چې پاکستان کې هم نن دوشنبه کور په کور د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیل شوی دی.
په پام کې ده دغه هېواد کې ۴۵ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
پر ګوزڼ د اخته کېدو مخه د واکسین په څاڅکو نیول کېدای شي، خو که څوک یو ځل پر دې ناروغۍ اخته شي، نو درملنه یې ناممکنه ده.
دغو هېوادونو کې پر نورو ستونزو سربېره د ګوزڼ د خطر او د واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي کمښت او همدا راز د کورنیو ناغېړي د دې لامل ګڼل کېږي، چې دا ناروغي ریښې وغځوي.
ډاکتران وايي، د دغو هېوادونو ترمنځ د ناواکسین شویو خلکو تګ راتګ هم د دغه وېروس په انتقال کې نقش لري.












