هغه پلار چې نور یې واکسین ته هڅول، څنګه یې خپله لور پر ګوزڼ اخته شوه؟

افغانستان
د عکس تشریح، صایمه په ۲۰۲۳ کال کې ګوزڼ ووهله

"شدیده تبه یې وه، داسې تبه چې آن په ځان نه پوهېده او له دې سره یې سترګو، یوه لاس او یوې پښې کار پرېښود. دا یې لومړنۍ نښې وې."

دا خبرې مجیب الرحمن چې لور یې په ۲۰۲۳ کال کې ګوزڼ وهلې، بي‌بي‌سي پښتو ویب پاڼې سره په خبرو کې وکړې.

نوموړی په ننګرهار کې د یوې داسې سیمې اوسېدونکی دی چې د پرځیدلي جمهوریت پرمهال د وسله والو ډلو یو مهم مرکز بلل کېده.‌

۴۰ کلن مجیب الرحمن چې ښوونکی دی،‌ وايي‌ هېڅکله یې داسې اټکل لا نه و کړی چې یوه ورځ به یې د خپلې کورنۍ کوم غړی پر دغه وېروس اخته کېږي، ځکه خپله یې "نور خلک هڅول چې د اولادونو ته یې د ګوزڼ ضد واکسین وکړي."

نوموړی وايي، هر ځل به یې چې سیمې ته د پولیو واکسین ورغلل،‌ د خپلو اولادونو د واکسینولو تر څنګ به کلیوال هم وهڅول چې ماشومان یې له واکسینه پاتې نه شي.‌

ناامني او د واکسینو قضا کېدل

افغانستان
د عکس تشریح، صایمه چې ۱۱ کلنه ده، د څلورم ټولګي زدکونکې ده.‌ هغه لا هم ښوونځي ته د کوچني ورور په مرسته ځي

خو د مجیب الرحمن په سیمه کې د واکسینونو دا بهیر هغه مهال ګډوډ شو، چې وسله والې ډلې یې پر سیمې واکمنې شوې او سیمه یې د جګړو په ډګره بدله شوه.

"هغه مهال چې وسله وال دلته وو، د واکسین کول یا یې نوم اخیستل د مرګ په معنی وه. هغوی یې خلاف وو. ما دوه ځلې مې خپل ماشومان د واکسین لپاره ولسوالۍ سره نژدې کلینک ته یوړل او ورته ومې ویل چې په ګوتو یې تور رنګ نښه مه کوئ."

هغه ماشوم چې د پولیو واکسین ورته کېږي،‌ د لاس پر یوې ګوتې یې داسې نښه یا رنګ رنګ وهل کېږي چې څو ورځې پاتې شې.

د ننګرها په دغه سیمه کې چې مجیب الرحمن په کې اوسېږي، د داعش ډلې، طالبانو او پخواني حکومت د ځواکونو ترمنځ مرګونې جګړې شوې دي چې له امله یې ځايي خلک له خپلو مېنو کوچېدلي وو او د اولادونو واکسینونه یې هم نیمګړي پاتې شول.

نوموړی زیاتوي، "کله کله به چې زموږ په کلي کې وسله وال ځواکمن شول، د ګوزڼ واکسین به پاتې شول، ښايي‌ د همدې واکسین قضا کېدو له امله مې لور ګوزڼ وهلې وي."

صایمه چې ۱۱ کلنه ده، د څلورم ټولګي زدکونکې ده.‌ هغه لا هم ښوونځي ته د کوچني ورور په مرسته ځي.

پلار یې وايي،‌ لور یې د درملنې لپاره پاکستان ته هم وړې وه او اوس یې لاس او سترګې د پخوا پرتله یو څه ښه شوي، خو پښه یې لا هم "نګوښي."

"خلکو ته مې پيغام دی چې واکسین مه قضا کوئ"

افغانستان
د عکس تشریح، د مجیب الرحمن په سیمه کې د واکسینونو دا بهیر هغه مهال ګډوډ شو، چې وسله والې ډلې یې پر سیمې واکمنې شوې او سیمه یې د جګړو په ډګره بدله شوه

د ننګرهار په څېر د افغانستان په هغو سیمو کې چې د پولیو مثبتې پېښې په کې ډېرې دي، په کال کې څو ځلې د ګوزڼ ضد واکسین کېږي او موخه یې دا بلل شوې چې د نورو مثبتو پېښو مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت په روغتیا وزارت کې د بیړني او عملیاتي مرکز مخکېني مشر ډاکټر نیک ولی شاه مؤمن بي بي سي ته ویلي‌ و، د صایمې په ګډون تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي‌ چې ټول یې په ننګرهار کې دي.‌

نوموړی زیاتوي، "لومړۍ پېښه په بټي کوټ کې ثبت شوه، بیا کوټ کې، نازیانو کې، بهسودو کې، شینوارو کې، دور بابا کې او خوږیاڼیو کې وروستۍ پېښه د سپټمبر په څلورمه ثبت شوې."

مجیب الرحمن چې خپله یې هم دیني زدکړې کړې دي، له خلکو غواړي د خپلو اولادنو د روغتیا لپاره واکسین قضا نه کړي. "خلکو ته مې پيغام دا دی چې واکسین مه قضا کوئ."

افغانستان
د عکس تشریح، د صایمې پلار وايي،‌ لور یې د درملنې لپاره پاکستان ته هم وړې وه او اوس یې لاس او سترګې د پخوا پرتله یو څه ښه شوي، خو پښه یې لا هم "نګوښي."

ځینې ډاګټران په دې باور دي چې په ننګرهار کې د دومره پېښو د ډېروالي یو لامل ښايي‌ دا وي چې د دغه ولایت خلک پاکستان ته تګ راتګ ډېر کوي. په دغه هېواد کې هم د ګوزڼ مثبتې پېښې ډېرې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو غږ کړی، چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او له عمري معلولیته یې وژغوري.

دغه سازمان تېره میاشت ویلي و، سره له دې چې په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو سره دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.

ډاکټران وايي، که افغان کورنۍ خپلو ماشومانو ته پرلپسې د ګوزڼ ضد واکسین ور نه کړي، ښايي‌ د مجیب الرحمن د لور په څېر نور ماشومان هم په دغه وېروس اخته شي- داسې څه چې هېڅوک یې نه غواړي.‌