له ډوډۍ وروسته د پلي تګ پر وخت د باد ايستلو روغتیایي ګټې

په دې انځور کې یوه سړي لنډ کوټ اغوستی، د قدم وهلو هوډ لري، پتلون او بوټان یې په پښو دي. سړی د کېناستو په حالت کې دی او داسې ځای کې ولاړ دی چې د ورېځو یو چټک باد ښکاري. هغه د واښو ترڅنګ پر سړک دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې تاسې خوراک کوئ نو له هرې ګولې سره لږ لږ هوا هم تېرېږي او دا هوا په هاضمې سیسټم کې راټولېږي.

له ډوډۍ وروسته د پلي تګ پر وخت له بدنه ګاز اېستل یا باد پرې کول داسې څه دي‌ چې کله وارې خلک ترې مخ اړوي‌ او نه مني چې دا کار کوي. داکټران وایي، کله چې تاسو ډوډۍ وخوړله نو بیا پلی تګ وکړئ او د بدن باد هم پرې کړئ.

د دوی په خبره دا کار د هاضمې، وینې شکر کنټرول، فایبر هضم او ان د رواني روغتیا لپاره هم ګټې لري.

خو له خوراک وروسته قدم وهل، په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیا یو نوی بحث راپورته کړی دی. پوښتنه دا ده چې ایا دا داسې کار دی چې موږ ټول یې باید وکړو؟

په خواله رسنیو کې یوه فعاله مېرمنه چې مېرلن سمیت نومېږي وایي، په دې اړه یې ویډیوګانې ډېرې لاس په لاس شوې دي.

دغه مېرمنه چې یوه اقتصاد پوهه ده وایي: "ډېر کلونه مخکې، زه او مېړه به مې د ماښام له خوړو وروسته له خپل سپي سره د ګرځېدو لپاره وتلو، پلی تګ به مو کاوه او باد به مو پرې کاوه او هماغلته مو دې ته د 'فارټ واک' نوم ورکړ، ځکه چې موږ به بهر وتلو، کله به مو چې باد پرې شو نو پړه به مو پر سپي اچوله."

ولې له ډوډۍ وروسته پلی تګ او د باد پرې کېدل روغتیا ته ګټه لري؟

دغه فکر او نوم یې که څه هم خندوونکی ښکاري خو "فارټ واک" روغتیایي ګټې لري. په اصل کې د هغه بندې شوې هوا په اېستلو کې مرسته کوي چې له خوړو وروسته په خېټه کې راټولېږي.

کله چې تاسې خواړه، اوبه یا لاړې تېروئ، ورسره لږه هوا هم تېرېږي چې په هاضمې سیستم کې راټولېږي.

له ځینو درملو ورهاخوا ځېنې داسې خواړه هم شته چې بدن یې نه شي هضمولی نو د خېټې دننه ګاز جوړوي.

د "ګټس یوکې" د هاضمي ناروغیو د خیریه ادارې د معلوماتو مسوله جولي تامسن وايي:

"میکروبونه د صفرايي اسیدونو په نوم په طبیعي توګه په کولمو کې موجود مواد هم بدلوي. دا دواړه بدلونونه د کولمو حرکت زیاتوي او همدا شی قبض ښه کوي او له خلکو سره د ګاز په اسانه خارجېدو کې مرسته کوي."

مېرلن د کامرې سترګې ته موسکا کوي. هغې خړ رنګه بېسبال خولۍ اغوستې چې پرې fartwalk™ لیکل شوي دي. د هغې تر شا د یو سړي شا ښکاري چې هغه هم داسې ټي‌شرت اغوستی چې پرې fartwalk™ لیکل شوي دي.

د عکس سرچینه، Mairlyn Smith

د عکس تشریح، مېرمن مېرلن

دا خو ټولو ته معلومه ده چې قدم وهل د زړه د روغتیا لپاره ګټه لري، د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د دویم ډول شکر د رامنځته کېدو خطر هم کموي ځکه د وینې د شکر کچه باثباته ساتي او د ناڅاپي لوړېدو مخه یې هم نیسي.

مېرلن زیاتوي:"کله چې تاسې له خوړو وروسته سمدستي نه کېنئ او حرکت کوئ نو عضلات مو د سپنج په څېر عمل کوي او هغه ګرځېدونکې وینه چې ګلوکوز لري، جذبوي."

هغې زیاته کړه:

"یوازې دا طریقه نه ده چې ستاسې روغتیا ته خطر کموي خو دا (فارټ واک ) له هغو وړو عادتونو دی چې که دوام ورکړئ، د وخت په تېرېدو سره ډېر ښه اثر کوي."

"فارټ واک" او فایبر

په بریتانیا کې مېشته تغذیه‌ پوهه، اما بارډول چې د فایبر په اړه یې یو کتاب هم لیکلی، وايي:

"دغه ډول قدم وهل له خلکو سره مرسته کوي چې ډېر فایبر په ارامه او په اسانه هضم کړي"

هغې وویل:

"موږ پوهېږو چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰سلنه خلکو ته د ورځې تر ۳۰ ګرامه فایبر سپارښتنه کېږي. خو هغه څه چې د خلکو ور پام نه دی، هماغه هراړخیزې اغېزې دي لکه د نس پړسوب او ګاز. نو همدا 'فارټ واک' ورته یوه مناسبه لاره ده."

دا ځکه مهم دي چې د فایبر خوړل ګڼې روغتیایي ګټې لري.

د اما بارډول مخامخ انځور: هغه اوږده وېښتان لري چې لږ سپین زرین رنګونه پرې دي، وېښتان یې د اوږو لاندې راځي. هغه موسکا کوي، سپین ټي‌شرت او تور مخمل جاکټ یې اغوستی دی.

د عکس سرچینه، Emma Bardwell

د عکس تشریح، اما بارډول وايي، د 'فارټ واک' ښېګڼه دا ده چې ډېر ساده دی او هیڅ سخت نه دی یا قوانین نه لري.

اما وايي:

"فایبر د کولیسټرول په کمولو کې مرسته کوي. د وینې د ګلوکوز کچه کنټرولوي. قبض کموي. ان د زړه د ناروغیو، د دویم ډول شکر او ځینو ډولونو د سرطان، په ځانګړي توګه د کولمو سرطان مخنیوی کوي."

فایبر د هغو کوچنیو میکروبونو لپاره هم خواړه برابروي چې ستاسو د کولمو مایکروبیوم ( د کولمو ګټورې باکتریاوې، فنګس او ویرسونه) جوړوي.

هغه زیاتوي:

"هغه مایکروبونه فایبر خوري، هضموي یې او بیا داسې مواد جوړوي چې په ټول بدن کې ګرځي او بې‌ شمېره ګټې لري. د ویټامینونو لکه بي۱۲ جوړولو نیولې تر نیوروټرانسمیټرونو لکه سیرټونین جوړولو پورې، نو ممکن د مزاج په ښه کولو کې هم مرسته وکړي."

د رواني روغتیا ګټې

له ډوډۍ وروسته پلی تګ او بیا ورسره باد پرې کېدل رواني روغتیا ته هم ګټې لري، ځکه دا ډول ورزش داسې کیمیاوي مواد تولیدوي چې د خوشحالۍ احساس ورکوي، لکه اینډورفین او سیرټونین. دا هم مرسته کوي چې له خپلو اندېښنو مو پام واړول شي او خوب مو هم ښه شي.

قدم وهل د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم ګټور دي. مېرلن وايي، دا د هغې او د مېړه لپاره یې یوه غوره لاره وه چې کله دواړه له خپلو دندو او کورنۍ مسوولیتونو سره بوخت وو نو بیا به باندې قدم وهلو ته وتل او له یو بل سره به یې وخت تېراوه.

د هغې په خبره:

"اوس مې چې کله مېړه نه وي، زه له یوه ملګري یا ګاونډي سره ځم او دا د اړیکو جوړولو یوه عالي لاره ده."

مېرلن د کووېډ وبا پر مهال په انستګرام د "فارټ واک" په اړه د ویډیوګانو خپرول پیل کړل، تر څو خلکو ته خوښي ورکړي.

بیا په ۲۰۲۳ کال کې د هغې د دماغ ټپي کېدو له امله چې د بیا رغونې پروسه یې پېل شوه، د دې ویډیوګانو جوړول د هغې د بیا رغونې برخه شوه.

هغې وویل:

"ما یوازې په خپل موبایل خبرې پېل کړې او فکر مې وکړ، که د خلکو ترمنځ دا زما د یادولو سبب شي، نو دا به خندونکې وي."

څنګه دغه ډول قدم وهل ترسره کړئ؟

غوره دا ده چې باید له هر وار خوراک وروسته لږ حرکت وکړئ خو تر ټولو مناسب وخت یې له اصلي خوړو وروسته دی. د بېلګې په توګه د ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته.

هېڅ سخت قوانین نشته خو وړاندیز کوي چې د خوړو د هضمېدو لپاره شاوخوا ۳۰ دقیقې یا یو ساعت قدم وهل پیل کړئ. دغه قدم وهل اوږد یا ستړونکی نه وي.

هغه وايي:

"موږ یوازې د لسو دقیقو په اړه خبرې کوو. اړتیا نشته چې شیان پېچلي کړو."

یوازې یوه جوړه ارامه بوټان او د خپل اقلیم سره مناسب لباس ته اړتیا لرو.

خو زیاتوي، په ټولنیزو رسنیو کې د روغتیا موضوعات کله نا کله له ځانګړو او ګران‌ بیه وسیلو سره ډېر پېچلي کېږي.

هغې وویل:

"دا رښتیا خوندور احساس دی چې له خوړو وروسته قدم وهل په ساده توګه بیانوو، ځکه دا د ډېرو خلکو لپاره ممکن دی او بالکل وړیا دی."

د مېرلن په خبره، په خپل ورځني ژوند کې د 'فارټ واک' شاملول یو وړوکی خو ګټور عادت دی چې روغتیايي ګټې لري.

هغې وویل:

"دا وړې، وړې لارښوونې ښه لور درته ټاکي او ښه احساس درکوي."

هغې په پای کې زیاته کړه:

"زه ډېره خوشاله یم چې دا کار مشهور شوی، ځکه زما یوازینۍ موخه دا وه چې خلک له څوکیو او کوچونو را پورته کړم او حرکت وکړي.