تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په داسې حال کې چې د مخامخ ټکر اندېښنې لا هم پر ځای دي، د امریکا او ایران تر منځ خبرې پیلېږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له استازو سره د مستقیمو خبرو پیلولو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته رسېدلی دی. د پلان له مخې دا خبرې نن جمعه په عمان کې پیلېږي.
له دې څو ساعته مخکې د منځني ختیځ چارو لپاره ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېو وېټکوف او د ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر د قطر د دوحې له لارې عمان ته رسېدلي دي.
په پام کې ده، چې د امریکا او ایران لوړپوړي چارواکي به په عمان کې د مستقیمو خبرو لپاره سره وویني. دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي شخړې رامنځته کېدو په هکله اندېښنې راپورته شوې.
د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریال هوګو باچیګا وايي، دغه خبرې وروسته له هغه کېږي چې د ایران حکومت له لوري د وروستیو حکومت ضد احتجاجونو له سختې ځپنې وروسته، چې د بشري حقونو ډلو په وینا زرګونو کسان پکې وژل شوي دي، امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي شتون زیات کړی دی.
د خبرو ځای ځایګي او د خبرو موضوع په هکله ناڅرګندتیا د دې خبرو د ناکامېدو خطر ډېر کړی و، چې د سیمه ییزو منځګړو په مرسته د تاوتریخوالي کمولو په موخه کېږي.
دواړه هېوادونه لا هم په خپلو دریځونو کې له یوه بله خورا لېرې دي. هیله دا ده چې که خبرې بریالۍ وي، دا به د راتلونکو خبرو لپاره یو چوکاټ برابر کړي.
امریکا، چې له ایرانه غواړي خپل اتومي پروګرام وځنډوي او د بډایه شويو یورانیمو زیرمه له منځه یوسي، ویلي دي چې خبرو کې باید د ایران د بالسټیک توغندیو، په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ او له خپلو وګړو سره د ایراني حکومت د چلند په تړاو موضوعات هم شامل وي .
خو ایران وايي، خبرې به یوازې تر اتومي پروګرام پورې محدودې وي او دا لا څرګنده نه ده چې دغه اختلافونه حل شوي دي که نه.
ایراني رسنۍ وايي، د سپاه پاسداران ځواک مرکز کې خرمشهر - ۴ ډوله توغندی ځای پر ځای شوی
بل لور د ایران او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د خبرو له پیلېدو یوه ورځ وړاندې، د ایران دولتي انګلیسي ژبې تلویزیوني چېنل 'پریس ټي وي' د خرمشهر–۴ توغندي په اړه یو راپور خپور کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د دې هېواد له تر ټولو پرمختللیو او اوږده واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو یو، خرمشهر–۴، د سپاه پاسداران انقلاب ځواک په یوه تر ځمکې لاندې پوځي مرکز کې ځای پر ځای شوی دی.
پریس ټيوي ادعا کوي چې خرمشهر–۴ توغندی تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې د هدف ویشتلو وړتیا لري او کولای شي تر ۱۵۰۰ کیلوګرامه پورې درنې چاودېدونکې سرګلولې ولېږدوي.
په تېرو څو اونیو کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که ایران موافقه ونه کړي، بمباري به پرې وکړي. امریکا زرګونه سرتېري او هغه څه چې ټرمپ یې د "بیړیو ټولګه یا ارمادا" بولي، سیمه ته لېږلي، چې د الوتکو لېږدونکې بیړۍ په ګډون جنګي بېړۍ او جنګي الوتکې پکې شاملې دي.
ایران ژمنه کړې چې د هر ډول برید ځواک ځواب به ورکړي او په منځني ختیځ او اسرائیل کې یې د امریکایي پوځي مرکزونو په نښه کولو ګواښ کړی دی.
په خبرو کې به د ایراني پلاوي مشري د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي، چې تېره اونۍ یې ویلي و د هېواد وسله وال ځواکونه یې "ګوته پر ماشه" چمتو حالت کې دي، او د امریکا له لوري به ځانګړی استازی سټېو وېټکوف او د ټرمپ زوم جارډ کوشنر په خبرو کې برخه واخلي.
دا به له هغې جګړې راهیسې چې د اسرائیل او ایران ترمنځ تېر جون کې وشوه، چې امریکا د ایران درې اصلي اتومي تاسیسات بمبار کړل، د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ لومړنۍ غونډه وي.
ایران وايي، له بریدونو وروسته یې د یورانیمو بډای کولو فعالیت ودرېد.
د ایراني مشرانو لپاره چې له سخت فشار سره مخامخ دي، کېدای شي دا خبرې وروستی فرصت وي چې د امریکا د پوځي اقدام مخه ونیسي، چې کېدای شي دا رژیم نور هم بې ثباته کړي، چې شنونکي وايي له ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب له پیل راهیسې یې تر ټولو کمزوری حالت دی.
د ټرمپ ګواښونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې د ایران امنیتي ځواکونو د هغو پراخو مظاهرو پر وړاندې سخت زور کارولی، چې د ژور اقتصادي بحران له امله پیل شوې وې او مظاهره کوونکو د اسلامي جمهوریت ختمېدو غوښتنه پکې کوله.
په واشنګټن کې د بشري حقونو فعالانو د خبرونو ادارې ویلي، دوی لږ تر لږه د شپږ زرو ۳۸۳ کسانو وژل کېدل تائید کړي او خبرداری یې ورکړی چې کېدای شي دغه شمېر ډېر لوړ وي او له ۵۰ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.