تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر هند د شهباز شریف تورونه؛ د بلوچستان بریدونو په اړه وروستي جزیات څه دي؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر هند تور پورې کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې یې د "ترهګرۍ د خپرولو لړۍ دوام لري" او دغه کار اوس د خپلو "نیابتي ډلو" پر مټ کوي. دا هغه دعوه ده چې هند په وار وار رد کړې ده.
شهباز شریف نن پنجشنبه (سلواغه ۱۶/فبروري ۵) په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا کړې چې هند په پاکستان باندې بریدونو کې تر "شرمناکې ماتې خوړلو" وروسته اوس په دغه هېواد کې د "خپلو نیابتي ډلو پر مټ ترهګري خپروي."
که څه هم ښاغلي شریف دا روښانه نه کړه چې دا "نیابتي ډلې" څوک دي او نه یې هم د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره کوم شواهد وړاندې کړل خو د پاکستان حکومت په بلوچستان کې فعالو وسلهوالو ډلو ته د "فتنه هندوستان" نوم کاروي او تر شا یې د هند ملاتړ بولي.
ښاغلي شریف ویلي، "موږ سولهپلوي یوو خو دا سوله باید د برابرۍ پر بنسټ ولاړه وي."
ده د کشمیر او فلسطین مسئلې ته په اشاره وویل چې پاکستان پر خپل "اصولي دریځ کلک ولاړ" دی او ګواښ یې وکړ چې هند هره "ژبه" یا دریځ غوره کوي، په هماغه ډول به پاکستان هم ځواب ورکوي."
ښاغلي شریف دا تور هم پورې کړی چې تر څو د هند "دسیسې او یرغلیز نیت پای ته و نه رسېږي، په سیمه کې د سولې ټینګښت ممکن نه دی."
د هند غبرګون څه دی؟
که څه هم هند لا تر اوسه د شهباز شریف دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې د پاکستانیو چارواکو ورته ادعاوې رد کړې او "بېبنسټه" بللې دي.
د روانې اوونۍ په پیل کې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) د تازه بریدونو په تړاو هم ځينو پاکستانیو چارواکو هند ته د پړې ګوته ونیوه خو هند رد کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال تېره دوشنبه (سلواغه ۱۳/فبروري ۲) وویل چې "په دې ډول تورونو سره پاکستان غواړي چې له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام بلې خوا ته واړوي او دا یې پخوانی عادت دی."
د ښاغلي جېسوال په وینا، د پاکستان "د جبر، ظلم او له بشري حقونو د سرغړونې تاریخ" له هېچا هم پټ نه دی.
د یادولو ده چې دغه دواړه هېوادونه وخت ناوخت په "لفظي ناندریو" کې پر یوه بل د "ترهې خپرولو" تورونه لګوي چې څو ځله یې خبره ترمنځ وسلهوالې نښتې ته هم رسېدلې ده.
د تېر ۲۰۲۵ کال په مې (د ۱۴۰۴ غويي) میاشت کې هم هند او پاکستان پر یوه بل بریدونه وکړل او دواړو ځانونه په دې جګړه کې بریالي وبلل.
د ۲۱۶ وسلهوالو د وژلو ادعا
پر هند د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تازه تورونه په بلوچستان ایالت کې د بياېلاې تر بریدونو وروسته لګول کېږي.
دې ډلې تېره شنبه (سلواغه ۱۲/فبروري لومړۍ) هلته پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل او هماغه ورځ د بيبيسي خبریال محمد کاظم وویل چې په کوټه کې بریدونه سهار ۶ بجې په سریاب سیمه کې پيل، هزارګنجي او وروسته رېډ زون ته نږدې تر ایدي څلور لارې پراخ شول.
د دغو بریدونو مسؤلیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بياېلاې) ومانه او ادعا یې وکړه چې پاکستانيو ځواکونو او ادارو ته یې "دروند ځاني او مالي تاوان وراړولی دی."
د یادولو ده چې پاکستان بياېلاې "ترهګریزه" ډله بولي او پاکستان او امریکا پرې بندیز لګولی دی خو په خپله بیا دا ډله ادعا کوي چې د "بلوڅانو د حقونو لپاره وسلهواله مبارزه" کوي.
په همدې حال کې د بيبيسي اردو د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا (ایاېسپيار) دعوه کړې چې په بلوچستان کې یې د وسلهوالو پر ضد عملیاتو کې "۲۱۶ وسلهوال" وژلي دي.
دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د جنورۍ پر ۲۹ [د سلواغې نهمه] د بلوچستان پنجګور او هرنايي ته څېرمه سیمو کې تر هغه وروسته عملیات پیل شول چې وسلهوال ځايي خلکو ته خطر وګرځېدل او په پایله کې یې ۴۱ تنه ووژل شول."
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې "د وسلهوالو د پټنځيو د له منځه وړلو لپاره په بېلابېلو سیمو کې استخباراتي عملیات وشول چې په ترڅ کې یې ټولټال ۲۱۶ وسلهوال ووژل شول."
دې ادارې په دغه "عملیاتو" کې د "ښځو او ماشومانو په ګډون د ۳۶ عامو خلکو او د ۲۲ امنیتي کسانو" د وژل کېدو خبره هم کړې ده.
د بياېلاې یوه بله ښځينه ځانمرګې
په اعلامیه کې که څه هم دا نه دي ویل شوي چې هلته اوس هم د بياېلاې بریدونه روان دي او که نه خو په خپله دې ډلې ته منسوبې یوې رسنۍ (سګار میډیا) چې د بياېلاې اعلامیې او خبرونه پر خپل ټېلیګرام چېنل خپروي، ادعا کړې چې له "تېرو ۱۲۹ ساعتونو" [څه باندې پنځو ورځو] یې لا هم د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې بریدونه دوام لري.
د پاکستان په بلوچستان کې دې بلوڅ بېلتونپالې ډلې خپلو دغو بریدونو ته د "هیروف-۲ عملیات" نوم ورکړی دی او ویلي یې دي چې تر اوسه یې "۴۶"غړي پکې وژل شوي چې له ډلې یې "۲۹ د مجید بریګېډ لوا" ځانمرګي بریدګر وو.
بياېلاې نن پنجشنبه (سلواغه ۱۶/فبروري ۵) په دغو بریدونو کې د خپلو ځینو وژل شوو غړو او ځانمرګو بریدګرو عکسونه خپاره کړي چې بیا هم یوه ښځه پکې ده.
دې ډلې د دې ښځې نوم یاسمه بلوچ (زرینه) ښودلی او ویلي یې دي چې له خپل مېړه وسیم بلوچ (زربار) سره یو ځای یې په پسني سیمه کې د پاکستان پوځ پر مرکز برید کړی دی.
که څه هم د پاکستان حکومت تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې پر بلوچستان د بياېلاې په بریدونو کې "دوو ښځو" هم ګډون کړی و.
خو وروسته په خپله دې ډلې بیا د درېیو ښځينه غړو عکسونه او معلومات خپاره کړل چې یوه شپېته کلنه ښځه هم پکې وه او ویې ویل چې هغوی د پاکستان پوځ پر ضد "هیروف-۲ عملیاتو" کې ځانمرګي بریدونه کړي دي.
دوی یې د حوا بلوڅ (دروشم)، اصفه منګل او هتم ناز (ګل بيبي) په نوم یادې کړې وې.