خیبر پښتونخوا: د نجونو کالجونو په مراسمو کې ولې پر نڅا، موسیقۍ او موبایل ټیلیفونونو بندیز لګول شوی؟

    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي - پېښور

د خیبر پښتونخوا ایالت د لوړو زدکړو ادارې د نجونو د کالجونو په اړه په یوه اعلامیه کې د هرکلي مراسمو او ورته نورو فعالیتونو په ترڅ کې پر موسیقۍ، نڅا او فېشن نندارو بندیز لګولی دی، او په وینا یې په داسې پروګرامونو کې به د موبایل ټیلیفون کارولو اجازه هم نه وي.

د لوړو زدکړو ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې د کالجونو لپاره ټاکل شویو 'ایس او پیز' (د معیاري فعالیتونو تګلارې) عملي کېدل باید باوري شي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د داسې فعالیتونو پر مهال به محصلینې یوازې رسمي یونیفورم اغوندي.

معمولاً په کالجونو او پوهنتونونو کې د تعلیمي فعالیتونو تر څنګ یو یا دوه داسې پروګرامونه هم وي، چې پکې نويو شامل شويو محصلینو ته هرکلی ویل کېږي، او دغه راز فارغ شویو محصلینو ته د مخه ښې په پار مېلمستیاوې ترتیب کېږي.

د دې ترڅنګ د سپورتي فعالیتونو لپاره هم مراسم ترسره کېږي، چې معمولاً پکې ښځینه او نارینه محصلین د یونیفورم پر ځای نور کالي اغوندي، خو اوس پر دې هم بندیز لګول شوی دی.

په اعلامیه کې څه ویل شوي؟

که څه هم دا اعلامیه تېره میاشت خپره شوې، خو اوس په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي او بحثونه پرې روان دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له مخکې پر شته اصولو باید عمل وشي او دا اعلامیه د ایالت ټولو اړوند ادارو ته استول شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي:

  • هغه ټول فعالیتونه چې موسیقي، نڅا، ماډلنګ یا ورته نورې فعالیتونه پکې شامل وي، په سختۍ سره منع دي.
  • د کالج کې د زدکړو پر مهال او د هر ډول مراسمو پر مهال د ښځینه محصلینو لپاره د موبایل ټیلیفون کارول په بشپړ ډول منع دی.
  • ټولې محصلینې باید په مراسمو کې د کالج یونیفورم واغوندي.
  • د ښځینه محصلینو د خوندیتوب او پردې یقیني کولو لپاره به سخت امنیتي تدبیرونه کېږي.
  • د هر ډول مراسمو ویډیوګانې او انځورونه به پر خواله رسنیو نه شریکېږي.
  • ټول مراسم به له سیمه ییزو کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره سم تنظیمېږي.

د دې لارښوونو هدف څه دی؟

په دې تړاو د خیبر پښتونخوا ایالت د لوړو زدکړو ادارې مشر ډاکټر فریدالله شاه وايي:

''اصلاً دا اصول له مخکې موجود وو، خو اوس د یادونې په توګه بیا اعلان شوي دي، ځکه چې په کالجونو کې نوې ګومارنې شوې دي او په ځینو کالجونو کې دا اصول نه مراعتېږي، نو له همدې امله دا اعلامیه خپره شوې.''

کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې دا اعلامیه ولې یوازې د ښځینه کالجونو لپاره ورکړل شوې، نو هغه وايي، دا به د نارینه وو په کالجونو کې هم پلي کېږي.

د نوموړي په وینا، د نارینه وو د کالجونو لپاره به هم جلا اعلامیه ورکړل شي.

له ښاغلي شاه پوښتنه وشوه، چې دې ته ولې اړتیا پېښه شوه، نوموړي وویل:

''په دا وروستیو کې ځینې داسې ویډیوګانې مخې ته راغلې دي چې پر خواله رسنیو لاس پر لاس شوې، او والدینو او ځینو نورو خلکو پرې سخت غبرګونونه څرګند کړي.''

هغه زیاته کړه:

''کېدای شي پنځه سلنه خلکو ته د خپلو ویډیوګانو په هکله اعتراض نه وي، خو پنځه نوي سلنه خلکو پرې اعتراض کړی دی.''

فریدالله شاه وویل چې کله یوه ویډیو وائرل شي، نو بیا والدین ترې ځواب غواړي او دوی له داسې یوه وضعیت سره مخامخېږي.

د هغه په وینا:

''دا داسې نه ده چې په اخلاقي چوکاټ کې په ترسره کېدونکو فعالیتونو بندیز لګول شوی، بلکې بندیز یوازې پر هغو فعالیتونو دی چې د سیمې له کلتور او دودونو سره په ټکر کې وي.''

هغه زیاته کړه:

''څو ورځې وړاندې د نجونو په یوه کالج کې مشاعره ترسره شوې وه او هلته هېڅ داسې خبره نه وه.''

فریدالله شاه وايي، چې په دې کې د موبایل ټیلیفون پر کارولو هم بندیز لګول شوی دی، ځکه:

''ډېری وخت لیدل کېږي چې هر څوک د موبایل له لارې ثبت کوي، او وروسته دغه ویډیوګانې خواله رسنیو ته ځي، چې له امله یې د دغو نجونو او د هغوی د کورنیو لپاره ستونزې زیاتېږي.''

هغه وویل:

''موږ غواړو چې دا ټول فعالیتونه په یو کنټرول شوي چاپېریال کې ترسره شي، داسې چې هېڅ داسې څه پکې ونه شي چې وروسته ستونزه جوړه کړي.''

لاس پر لاس شوې ویډیوګانې

په تېرو څو میاشتو کې په تعلیمي ادارو کې د بېلابېلو فعالیتونو پر مهال د موبایل ټیلیفونونو له لارې جوړې شوې ویډیوګانې په خواله رسنیو کې لاس پر لاس شوې وې، چې سختې نیوکې هم پرې شوې وې.

له همدې ډول ویډیوګانو څخه یوه تېره میاشت د پېښور پوهنتون د روغتیايي ساینس څانګې د مراسمو ویډیو وه.

د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان خان په دې هکله وايي:

''دا د انسټیټیوټ د محصلینو خپل مراسم وو، ګڼ شمېر محصلینو پکې برخه اخیستې وه، ځکه ترې ویډیو ثبت او وروسته خورا ډېره لاس پر لاس شوه.''

د دې پېښې په تړاو د پوهنتون لخوا یوه کمېټه جوړه شوه، او ورپسې د صوبایي حکومت له خوا هم پوښتنې ګروېږنې وشوې، خو تر اوسه پورې د دې پلټنو راپورونه نه دي اعلان شوي.

دغه راز د ۲۰۲۴ کال دسمبر میاشت کې د دېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون محصلینو په یو لړ مراسمو کې دوه هلکان پر دریځ نڅېدلي وو، چې پکې یوه هلک د نجلۍ بڼه خپله کړې وه.

د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته د پوهنتون مسوولینو اقدام وکړ او د مراسمو له منتظمینو یې دوه استادان معطل کړل.

د اعلامیې په هکله خواله رسنیو کې غبرګونونه

د دې اعلامیې په هکله په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه څرګند شوي. ځینو ښځو د دې بندیزونو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ځینو ښځینه محصلینو هم پوښتنې راپورته کړې دي.

لایبه خان چې د اېس بي اېس محصله ده په دې هکله وايي:

''دا بندیزونه ولې یوازې پر نجونو لګول شوي دي، باید په اعلامیه کې د نارینه وو د کالجونو یادونه هم باید شوې وای.''

د طب انسټیټیوټ محصله رمشه خان وايي:

''که دومره اړینه وه، پر موبایل ټیلیفون به بندیز لګول شوی وای، خو اوس پر دغو فعالیتونو هم بندیز لګول شوی دی. که د یوې نجلۍ ویډیو وائرل شوې، نو ولې ټولې نجونې سزا وویني؟''

خبریالې او د چارو شنونکې فرزانه علي، چې پر خواله رسنیو یې پیغام خپور کړی، بي بي سي ته وویل:

''زما پیغام ته د خیبر پښتونخوا له ډېرو خلکو مثبت غبرګون راغلی، چې ویل یې: اوس هر چا سره موبایل دی او هره کوچنۍ خبره خواله رسنیو کې وائرل کېږي، نو په دې ډول مراسمو کې د موبایل بندیز ښه دی.''

یوې ښځې حمیره د فرزانه علي پر پیغام تبصره کړې:

''ښځو ته ان د ساه اخیستو اجازه هم مه ورکوئ، ښځې باید یوازې په خپل منځ کې هم د موسیقۍ له اورېدو ډډه وکړي. دا وروستی حد دی. دغه بندیز باید پر نارینه وو هم ولګول شي.''

د نېشنل دیموکراتیک ګوند یوې مشرې بشری ګوهر لیکلي:

''حکومت ته ولې دا بندیز مهم شو؟ ایا دا یوازې د ښځو لپاره دی؟ ایا حکومت د طالبانو فکر ته سر ټيټ کړی؟''

یو کاروونکي شاهد عباسي وویل:

''په دا وروستیو کې چې کومې صحنې د رسنیو پر پردو راغلې، د محصلینو د خوندیتوب له نظره دا مناسب اقدام ښکاري.''

ځینې خلک دا اعلامیه ښه ګڼي او وایي چې دا به د تعلیمي ادارو نظم ښه کړي.

یوه ښوونکې سعدیه وايي:

''په تعلیمي ادارو کې چې اوس څه حالات دي او هر چا سره موبایل دی، په دې شرایطو کې بندیز لازمي دی.''

منزہ حمید، چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي، وايي:

''بندیز یوازې ستونزه حل نه کوي، تعلیمي ادارې باید خپله اقدامات وکړي.''

هغې زیاته کړه: ''دا بندیز ښايي د محصلینو پر شخصیت منفي اغېز وکړي.''

د اسلامیه کالج پوهنتون پروفیسر شاہ نواز بی بي سي ته په دې هکله وویل:

''د نصابي هغو تر څنګ غیر نصابي فعالیتونه د محصلینو د شخصیت په وده کې مرسته کوي. تعلیمي ادارې یوازې د کتاب لوستلو ځایونه نه دي، بلکې د شخصیت جوړولو ځایونه هم دي.''

هغه زیاته کړه: ''دغه بندیز به مثبت اغېز ونه کړي، ځکه چې دغسې فعالیتونه د دوی په کردار کې ښکلا راولي.''