تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي اوښانو ته پاسپورت ورکوي: د نبوي جومات له بنسټ تر ملي نښانه د اوښ تاریخي مزل
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. چارواکو ویلي، له دې کاره موخه د هېواد د دغو ارزښتناکو رمو په ښه اداره کولو کې مرسته ده.
د سعودي چارواکو په وینا، دا نوښت به په دې برخه کې د اوښانو پالنه او اغېز زیات کړي او د څارویو د هویت او مالکیت په اړه به یو باوري معلوماتي پانګه رامنځته کړي.
د چاپیریال، اوبو او کرنې وزارت له خوا پر خواله رسنیو په یوې خپره شوې ویډیو کې د دغه سند انځور هم ښودل شوی. یو شین پاسپورټ په کې ښکاري چې د هېواد نښان او د اوښ زرین انځور ورباندې کښل شوی دی.
په ۲۰۲۴ کال کې حکومت اټکل کړی و چې په سعودي عربستان کې نږدې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه اوښان شته چې هر کال د دغه هېواد اقتصاد ته له ۲ میلیارد ریالو ($۵۳۴ میلیونه ډالره) زیاته ګټه رسوي.
د سعودۍ ورځپاڼې عرب نیوز د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۵ میلیونه اوښان شته چې ۱۷ میلیونه یې په عرب نړۍ کې دي. سومالیا په عربي هېوادونو کې لومړی مقام لري او ورپسې سودان، موریتانیا، سعودي عربستان او یمن راځي.
اوښ د سعودي د ملي نښان برخه ده. دغه هېواد په کلنیو مېلو او نندارو کې د اوښانو د ښکلا سیالۍ هم وربلي چې نامي اوښانو ته په کې جایزې ورکول کېږي. د سعودي په ملي ورځو، ځانګړو میلمستیاو او تاریخي شېبو کې د سعودیانو نندارې د اوښانو له شتوالي پرته داسې دي لکه مهم څه چې ناسوب وي.
په سعودي عربستان او په ټولیز ډول د عرب خلیج هېوادونو کې د اوښانو ونډه له اوږد تاریخ سره تړلې ده.
د اوښانو تاریخي تړاو
که یو څه لنډ تاریخ ته وګورو نو د شلمې پېړۍ د لومړنیو کلونو هغه انځورونه په لاس درځي چې ښيي اوښان اوسني سعودي کې د اسلام د سپېڅلو ښارونو مکې او مدینې لیدنو لپاره د سفر یوازینۍ وسیلې وې.
له افغانستان، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او ان له لرې ختیځه د حجیانو او زیارت کوونکو کاروانونه پر اوښانو د ښې مودې سفر وروسته سعودي ته رسېدل. د خلیج په وچو دښتو کې د مزله لپاره دا اوښانو کارولو دود څو پېړیو ته رسېږي.
یوې څېړنې ښودلې چې په سعودي عربستان کې د ډبرو په سینه کې کیندل شوې د اوښانو مجسمې ښايي په نړۍ کې د حیواناتو تر ټولو پخواني لوی انځورونه وي.
کله چې دا کیندنې لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې وشوې، څېړونکو اټکل وکړ چې دا به شاوخوا ۲۰۰۰ کاله وړاندې جوړې شوې وي. دا اټکل د اردن په مشهور لرغوني ښار (پیترا) کې له شته اثارو سره د هغوی د ورتوالي له امله شوی و.
خو وروسته بیا څېړنې دا اوښان د ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کلونو پورې زاړه وبلل.
د ډبرو د مجسمو د کره عمر معلومول د څېړونکو لپاره یوه لویه ننګونه وه ځکه د سمڅو د نقاشیو برعکس، دغلته ډېر وخت داسې عضوي مواد نه موندل کېږي چې بېلګې ترې واخیستل شي. په سیمه کې په دې کچه د ډبرین هنر موندل هم یو نایاب کار و.
د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې یوه ډله نړیوالو څېړونکو، خپلې موندنې د لرغونپوهنې ساینس مجله کې خپرې کړې. د دغو مجسمو د جوړېدو د نوې نېټې معلومولو لپاره د ویجاړۍ نمونې وڅېړلې، د وسیلو نښې یې وڅېړلې او په سیمه کې موندل شوي د حیواناتو هډوکي یې معاینه کړل.
د دغو اثارو لرغونتیا هغوی ان د ډبرو تر زمانې چې ۵۰۰۰ کاله پخوانۍ ده او یا د مصر د جیزې له اهرامونو چې ۴۵۰۰ کاله تاریخ لري، هم پخوانۍ بولي. دغه اثار د اوښانو تر کورني او اهلي کېدو هم وړاندې جوړ شوي، چې په سیمه کې د اقتصادي پراختیا یو مهم لامل و.
د دغو مجسمو د جوړېدو پر مهال، سعودي عربستان اوسني حالت ته ورته نه و، د ننیو دښتو پر ځای هلته پراخ شینلي او واښه لرونکي ځایونه وو چې جهیلونه پکې لیدل کېدل.
دا لا روښانه نه ده چې د اوښانو دا مجسمې ولې جوړې شوې وې، خو څېړونکي وړاندیز کوي چې ښايي دا د کوچیاني قبیلو لپاره د لیدنې یو ځای و.
سعودی تاریخپوه او د د الریاض ورځپاڼې کالم لیکونکی بدر بن سعود وايي د عربو په ټاپووزمه کې اوښ له پېړیو راهسې د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده"له اوښ پرته په دې وچه او سوکړه دښته کې بقا ناشونې وه."
همدا اړتیا د دې لامل شوه چې د عرب نړۍ د اقتصاد، ګروهو، کولتور او د ژوند نورو رنګونو کې د اوښ ونډه ولیدل شوه. هغسې چې ښاغلی سعود وايي، له اسلام وړاندې "د جاهلیت په زمانه کې د طرفة بن العبد په څېر شاعرانو په خپلو معلقو (اوڅارو قصیدو) کې د اوښ یادونه کړې."
د ډاکټر بدر بن سعود په خبره د اوښ تړون له دغه ټولنې سره همداسې پیلی پاتې شو او دلیل یې دا و چې اوښانو د ژوند چارو کې داسې ونډه درلوده چې انسانانو له پامه نه شوه غورځولی. همدا ده چې "د مسلمانانو پیغمبر حضرت محمد ص هم د (قصواء) په نوم اوښه درلوده او د مدینې منورې د نبوي جومات ځای هم هغې اوښې وټاکه."
که څه هم د بار وړلو له اړخه به د اوښانو اړتیا کمه شوې وي خو ورسره د عربو مشرانو مینه او تاریخي تړاو هماغسې پالل کېږي. د اوسني سعودي بنسټګر پاچا عبدالعزیز د (الریمات) په نوم د اوښانو ټولګه او د (الدويله) په نوم یې ځانګړې اوښه درلوده.
پاچا سلمان هم له اوښانو سره سخته مینه لري. ښاغلی بدر وايي، پاچا یو ځل له شهزاده سعود بن محمده غوښتي وو چې خپله یوه ښکلې اوښه (المنقية) ده ته د مېلمستیا لپاره ولېږي. سعودی ولیعهد محمد بن سلمان هم د (الشرف) په نوم د غوره او ښکلي نسلي اوښانو څښتن دی.
ګټه وټه کې د اوښ ونډه
اوښانو ته د (دښتې کښتۍ) ویل کیږي ځکه چې هر یو یې د ۴۰۰ کیلوګرامه وزن د لېږدولو توان لري. هغه مهال چې موټر او نور عصري وسایل نه و، د مکې د قریشو سردارانو قافلې پر همدې اوښانو شام ( اوسنۍ سوریې) او یمن ته تللې.
د (عقیلات) په نوم سوداګرو ۴۰۰ کاله وړاندې پر اوښانو تر هند، ترکیې، مراکش او نایجیریا سوداګري کوله. ان دا څو لسیزې وړاندې هم د تېلو په رایستنه او چاڼخونو کې د اوښانو کارول دود و.
اوښان د رنګونو له مخې په څو ډولونو ویشل شوي:
- المجاهیم: تور رنګ
- الوضح: سپین رنګ
- الشعل او الصفر: له نېمه نسواري تر سرو رنګونو پورې. د اوښانو پېژندوکي وايي د عمان او سودان اوښان د ځغاستې لپاره او د سعودي د ساحلي سیمو اوښان د ډېرو شیدو لپاره مشهور دي.
شتمن سعودي چې اوس د نړۍ له ټیکنالوژیکې او عصري پېر د سیالۍ لپاره په لویه کچه پانګونه کوي، هڅه یې دا ده چې د اوښانو تاریخي ارزښت او کولتوري رنګ هم د دې سیالۍ یو برخه کړي.
اوس مهال د (سواني) په نوم یو شرکت د اوښانو د شیدو او پوډرو په صنعت کې پانګونه کوي چې خپل محصولات یې له وړاندې ۲۵ هېوادونو ته صادر کړي دي. دوی ان د اوښ له شیدو ایسکریم او سینګارتوکي هم جوړوي.
(ابل) برانډ د اوښ له وړیو او پوستکي جامې، لاسي ډولي کڅوړې او بوټان جوړوي. د اوښ پوستکی له تمساح وروسته تر ټولو کلک او اوږده موده د کارېدو وړ ګڼل کیږي.
تمه کېږي چې د اوښانو صنعت د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ لیدلوري له مخې د دغه هېواد یو له مهمو غیر نفتي عایداتي سرچینو شي. له عاید هاخوا د تاریخ، مذهبي روایتونو او دود پالنه هم ده چې سعودیانو ته له ګټې سره ویاړ هم وربخښي.