د روسیې او اوکرایین تر منځ د سولې خبرې له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لوریو بندیان تبادله کړي

اوکرایين او روسیې د امریکا په منځګړیتوب په ابوظهبي کې له دوو ورځنیو مذاکراتو وروسته د جګړې بندیانو او ملکي وګړو یوه کمسارې تبادله وکړه.

په دې تبادله کې ټولټال ۱۵۷ اوکراینیان، چې اووه تنه یې ملکي وګړي وو او ۱۵۷ روسي پوځیان خپلو کورونو ته ستانه شول. دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړنۍ دغه ډول تبادله ده.

د روسیې، اوکرایین او امریکا استازو د متحده عربي اماراتو پلازمېنه کې په خبرو کې برخه واخیسته. ویل کېږي چې د خبرو تر ټولو مهمې لانجمنې مسئلې هغه ځمکني امتیازات دي چې پر اوکرایین یې د ورکولو لپاره فشار دی او دغه راز د امنیت تضمینونه، چې که د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم تړون وشي، د روسیې د نورو بریدونو مخه ونیول شي.

تر اوسه د کوم مهم پرمختګ په هکله څه نه دي ویل شوي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، خبرې اسانه نه وې او هغه د ''چټکو پایلو'' غوښتنه وکړه.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین پوځي یرغل پیل کړ.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلينسکي پر ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې وویل چې د پنجشنبې ورځې د بندیانو تبادله ''له اوږدې وقفې وروسته ترسره شوه''، چې اشاره یې د تېر کال اکتوبر میاشتې وروستۍ ورته تبادلې ته وه.

هغه لیکلي: ''موږ خپل خلک بېرته کور ته راوستل، ۱۵۷ اوکراینیان. د وسله‌والو ځواکونو سرتېري، د ملي ګارد غړي او د سرحدي خدمت کارکوونکي.

ملکي وګړي هم له مدافعینو سره یوځای راستنېږي. ډېری یې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په بند کې وو.''

زېلينسکي ژمنه وکړه چې هر هغه اوکرایینی به بېرته راولي چې لا هم د روسیې په بند کې دی.

اوکراییني چارواکو ویلي چې له دې کسانو ۱۳۹ تنه له ۲۰۲۲ کال راهیسې د روسیې په بند کې وو.

په ورته مهال د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوی ۱۵۷ جنګي بندیان د کیېف لخوا بېرته ور وسپارل شول.

د روسیې د دفاع وزارت زیاته کړې درې روسي ملکي وګړي، چې د دوی په وینا ''په ناقانونه ډول نیول شوي وو''، هم بېرته وسپارل شول.

دغه کسان د لوېدیځې کورسک سیمې اوسېدونکي وو، هغه سیمه چې ځینې برخې یې د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ کلونو پر مهال د اوکرایین د یرغل پر مهال د اوکراییني ځواکونو تر ولکې لاندې راغلې وې.

په ابوظهبي کې شوې خبرې اترې چې په وروستیو اوونیو کې یې دویم پړاو و، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو هڅو برخه ده چې غواړي جګړه پای ته ورسوي.

د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د هغه زوم جارډ کوشنر د دغو خبرو مشري کوله.

وېټکوف پر اېکس یوه پیغام کې ویلي، چې خبرې ''تفصیلي او ګټورې'' وې، خو زیاته یې کړه چې ''لا هم ډېر مهم کار پاتې دی''.

تر ټولو سخته موضوع د خاورې مسئله ده؛ روسیه غواړي چې اوکرایسن د ختیځ صنعتي سیمې دونباس هغه پاتې برخې هم وسپاري چې دا مهال د مسکو تر بشپړ کنټرول لاندې نه دي.

بله مهمه لانجمنه موضوع دا بلل کېږي چې کیېف له خپلو اروپايي متحدینو او امریکا څخه د قوي امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي.

تر اوسه د خبرو کوم جزیات نه دي خپاره شوي.

دغه درې‌اړخیزې خبرې په داسې حال کې پیل شوې چې روسیې د یوې اوونۍ لنډ ځنډ پای ته له رسېدو وروسته پر اوکرایین خپل خونړي بریدونه بیا پيل کړل، دا هغه ځنډ و چې په اوکرایین کې له سختې یخنۍ سره ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه کړې وه.

مسکو د اوکرایین پر انرژۍ سکټور بریدونه کړي، چې له امله یې زرګونه کسان د سختې یخنۍ په شرایطو کې له برېښنا، تودوخې او اوبو بې‌برخې شوي دي.