روسیې پر اوکرايين تازه بریدونه کړي؛ زيلېنسکي وايي، "ترهګر" د جګړې له دریځه نه اوړي

د عکس سرچینه، TELEGRAM/SERHIY LYSAK
د اوکرايين په ختيځ ښار دنیپرو کې پر یوه روغتون د روسیې په توغندیز برید کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه پکې ژوبل شوي دي.
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې مسولان د پېښه له ځایه د خلکو په رایستلو او د سیمې پر پاکولو لګیا دي.
تر دې مخکې د دغه ځای والي سیرهې لیساک ویلي وو چې دا ښار د پنجشنبې په ماخوستن د روسیې تر برید لاندې راغلی.
دی زیاتوي، "ډېره سخته شپه شوه. دوښمن پر سيمه د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل، غږ یې ډېر لوړ و. دنیپرو ښار تر برید لاندې راغلی"
ښاغلي لیساک په دغو بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه د دوو ماشومانو د ژوبلېدو پخلی کړی چې عمرونه یې درې او شپږ کاله دي.
پر کیېف هم بریدونه شوي
د اوکرايين ولسمشر په توغندیو د لګېدلي روغتون ویډیو خپره کړه چې اور پکې بل دی، لوخړې ترې پورته کېږي او اور وژونکې ډلې هم پکې ښکاري.
ښاغلي زېلېنسکي ویلي، "روسي ترهګر یو ځل بیا دا زبادوي چې د انسانیت او صداقت پر وړاندې د دوی دريځ یوازې جګړه کول دي"
په همدې ترڅ کې اوکراييني چارواکو ویلي چې تېره شپه یې د روسیې ۱۷ توغندي او ۳۱ ډرون غورځولې دي.
د اوکرايين پلازمېنه کيېف هم په نښه شوی او ځايي مسولان وايي، د یوې ویشتل شوې ډرون الوتکې ټوټې د یوه پلورنځي پر بام پرېوتې او په بریدونو کې یو بل کور او څو ګاډي هم زیانمن شوي دي.
روسيې په دې وروستیو څو اوونیو کې پر اوکرايين یو ځل بیا بریدونو ته زور ورکړی او د اوکرايين تر احتمالي ځوابي برید مخکې یې د دغه هېواد ځینې بنسټيزې ودانۍ په نښه کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، اوکرايين د پنجشنبې په ورځ د روسیې پر دوو جنوبي سیمو د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي خو روسیې ویلي چې دا بریدونه یې د خپل دفاعي سیسټم په زور هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې له منځه وړي دي.












