اوکرايين جګړه؛ د روسيې بېلګراد کې بريد

د ویډیو تشریح، اوکرايين جګړه؛ د روسيې بېلګراد کې بريد

د روسیې دفاع وزیر ژمنه کړې چې له اوکرایینه د وراوښتونکو کسانو بریدونو ته به "سخت ځواب" ورکړي. د نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې مسکو ویل د اوکرایین په ختیځ کې د بېلګراد سیمه کې یې یو برید په شا تمبولی.

د روسیې یوې نیمه پوځي ډلې مشر ویلي، دا برید یې له اوکرایینه او د اوکرایین له پوځ سره په همغږۍ ترسره کړی دی. خو د کیېف حکومت په پرله پسې ډول له دغه برید سره د کوم تړاو لرل رد کړي دي.