'امریکا ایران او روسیه خپلو کې د پوځي اړیکو په پراخولو تورن کړي'

جان کربي

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحده ایالتونو روسیه او ایران تورن کړي، چې خپلې پوځي اړیکي پراخوي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ددوی ترمنځ ملګرتیا بېسیارې او اوکرایین ته زیان اړونکې وبلله.

ښاغلي کربي وویل، مسکو د لوېدیځ تر ځپونکو بندیزونو او جګړې ډګر کې تر تلفاتو وروسته له ایران څخه د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، چې د ډرون پوځي الوتکې هم په کې راځي.

هغه دا هم وویل، چې واشنګټن به راتلونکو ورځو کې د روسیې پرضد نوي بندیزونه اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د ایران او روسیې تر منځ د پوځي همکاريو پراخېدو ته په اشارې ویلي چې روسیې د تېر کال له اګست راهیسې له ایرانه څلور سوه بې‌پیلوټه ځانمرګې الوتکې پېرلې.

که څه هم امریکا تر اوسه له ایرانه روسیې ته د بالستیک توغندیو یا ورته نورو وسلو د لېږل کېدو په تړاو اسناد هم نه دي وړاندې کړي.

جان کربي ویلي، ایران له روسیې د مېلیاردونو ډالرو په اندازه د وسلو او تجهیزاتو پېرل غواړي.

د هغه په وینا د ایران په دې غوښتنه کې یرغلیزې چورلکې، راداري وسایل او روزنیزې الوتکې هم شاملې دي.

جان کربي ویلي: "موږ د دغو تعاملاتو د افشا کولو لپاره په خپل واک کې ټولې لارې چارې کاروو او چمتو یو دغه کار ته دوام ورکړو".

هغه په عین حال کې ویلي، مسکو هڅه کوي چې د لویدیځ له بندیزونو او په اوکرایین کې د جګړې په ډګر کې له درنو زیانونو وروسته هڅه کوي چې له ایرانه د بې پيلوټه پوځي الوتکو په ګډون ډېرې پېچلې وسلې وپېري.

IRANIAN ARMY/GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، IRANIAN ARMY/GETTY IMAGES

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دېدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې دغه دوه اړخیزې همکارۍ خطرناکې بللې:

"د دې دلیل چې موږ د ایران د حکومت او روسیې فدراسيون تر منځ د اړیکو ژورېدل راپورته کړي دا دی چې دا موضوع ډېره اندېښمنوونکې ده.

دا ډېره خطرناکه ده او د سیمې او نړیوالې ټولنې د هېوادونو لپاره ګواښ دی. موږ د یوې دوه اړخیزې امنيتي همکارۍ په اړه خبرې کوو. دا بشپړې دفاعي همکارۍ د اوکرایین او د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر زیان اړوونکې دي".

امریکا له دې وړاندې په روسیې تور لګولی و چې د ایران جوړې بې پيلوټه الوتکې يې د اوکرایین د ملکي مرکزونو او بنسټونو په نښه کولو کې کارولې دي.

خو ایران روسیې ته د جنګي بې پيلوټه الوتکو د استولو په تړاو د امریکايي چارواکو ادعاوې رد کړې.

که څه هم اوکرایین داسې شواهد هم وړاندې کړي چې دوی د روسیې په بریدونو کې د ایراني بې پيلوټه الوتکو کارېدل بللي.