اوکرایین وایې ایران کې جوړې شوې ۴۵ ډرون الوتکې یې نسکورې کړي

د عکس سرچینه، Photo: Andriy Nebytov, Kyiv Oblast Police Chief
اوکرایین پوځ وايي، د نوي میلادي کال له پیل راهیسې یې ایران کې جوړې شوې ۴۵ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
د دغه پوځ په وینا، د دغو الوتکو له ډلې ۳۲ دانې یې په نیمه شپه کې د نوي کال له پیلیدو وروسته رانسکورې شوې دي چې پر اوکرایین یې بریدونه کول.
د کیېف د سیمه ییزو پولیسو مشر اندري نبیتوف له نسکورېدو وروسته د یوې بې پیلوټه الوتکې یوې ټوټې عکس خپور کړی چې په روسي ژبه پرې لیکل شوي"نوی کال مبارک".
دغو بې پیلوټه الوتکو د مرکز کیېف په ګډون د اوکرایین ځینې نور ښارونه په نښه کول.
له دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي ویلي و چې، هېواد یې بریا ته د رسېدو لپاره له مبارزې پرته بله لار نه لري.
په دې وروستیو کې اوکرایین یو ځل بیا د روسیې له خوا پر اوکرایین د ایران لاس جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو بریدونو رپوټونه خپاره کړي.
خو د روسیې دفاع وزارت د اوکرایین پر خاوره د "نږدې واټن ویشتونکو توغندیو" په وسیله بریدونه پیل کړي دي.
د ولودمیر زلینسکي وايي، د دغو بریدونو په پایله کې کيېف، اودیسیا، خرسون، لویف او د هیواد نورې سیمې د برېښنا پرې کېدو سره مخ شوې دي.

ورته وخت کې ښاغلی زلینسکي پر روسانو ته ویلي، چې مشر یې هېواد ویجاړوي.
هغه دا څرګندونې د نوي کال په مناسبت د ولادیمیر پوتین - چې د پوځيانو منځکې ولاړ دی - له څرګندونو وروسته کړې دي.
ښاغلي زیلېنسکي ویلي، د روسیې ولسمشر د خپلو پوځيانو تر شا پټ و، هغوی یې نه رهبري کول.
مسکو په وار وار د ولسي وګړو په نښه کولو انکار کړی، خو په وروستیو کې پوتین ومنله چې د اوکرایین د انرژۍ پر بنسټونو یې بریدونه کړي.
زیلېنسکي پر ټیلیګرام خپرېدوني چینل ته وینا کې ویلي، هغه کسان چې د شنبې په ورځ یې بریدونه وکړل، انسانان نه دي او دوی به یې "وبایلي".
له اوکرایین نه د روسیې مسلې ته په اوښتو، ښاغلي زیلېنسکي پر پوتین برید وکړ.
ده وویل: "ستاسې مشر غواړي تاسو ته وښيي چې ګنې د ټولو مخ کې رهبري کوي او پوځ یې شا ته دی".
"خو په حقیقت کې هغه پټېږي. دی د پوځ، توغندیو او استوګنیزو دېوالو او ماڼیو تر شا پټېږي.
هغه د تاسو تر شا پټېږي، او ستاسې هېواد او ستاسې راتلونکی سیځي. هېڅوک به تاسې د ترهې له کبله ونه بښي. په نړۍ کې به هېڅوک تاسو ته بخښنه ونه کړي. اوکرایین به مو ونه بخښي".

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین څارګر مشر بي بي سي ته ویلي، د جګړې ډګر یوې بندې ل لارې ته رسېدلی. په ۲۰۲۳ کې د اوکرایین جګړه پر پنځو لارو تېرېدلی شي.
د روسیې ولسمشر په اوکرایین کې د جنګېدونکو ځواکونو تر شا د خلکو درېدلو هڅه وکړه او ویې ویل چې د هېواد راتلونکی یې په خطر کې دی.
پوتین په جنګي انداز وویل: "تل پوهېدو او نن یوځل بیا راته جوته شوه چې د روسیې د ځمکنۍ بشپړتیا لرونکی، خوندي او خپلواک راتلونکی یوازې پر موږ ولاړ دی، زموږ پر قوت او ارادې ولاړ دی".
ده پر اوکرایین یرغل د "خپلې تاریخي خاورې او خلکو" د دفاع له کبله وباله او وویل: "موږ اخلاقي او تاریخي حق لرو".
ښاغلي پوتین لوېدېځ هم تورن کړ چې مسکو یې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکرایین برید ته "ولمساوه".
ده وویل: "لوېدیځ د سولې په اړه دروغ وايي. یرغل ته چمتو کېده... او اوس دوی د روسیې د کمزورې کولو او تجزیې لپاره له اوکرایین او وګړو یې کار اخلي".
اوکرایین او لوېدیځ د برید پیلولو په اړه د روسیې ادعاوې ردوي.









