پر اوکراييني ښارونو د روسيې په تازه توغندیزو بریدونو کې ۲۵ تنه وژل شوي

اوکرايين

د عکس سرچینه، UKRAINE STATE EMERGENCY SERVICE

روسي ځواکونو د کيېف په ګډون د اوکرايين پر ګڼو ښارونو هوايي بریدونه کړي دي چې په ترڅ کې یې تر اوسه لږ تر لږه د ۲۵ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

چارواکي وايي، د یوه ماشوم په ګډون لس تنه د اومن ښار په مرکزي سیمه کې پر یوې ودانۍ د برید په پایله کې وژل او یوولس ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي.

د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي ویلي، ویجاړه شوې وداني له هغو لسو یوه وه چې هستوګنيزې دي.

همدا راز د ځايي سیمې ښاروال ویلي چې په دنيپرو ښار کې هم یوه ښځه او یوه درې کلنه ماشومه وژل شوې دي.

له کريمينچوک او پولتاوا ښارونو هم د چاودونو رپوټونه ورکړل شوي.

زيلېنسکي: بدی د وسلې په زور منع کېدای شي

اوکرايين

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

ښاغلي زیلېنسکي همدا راز ویلي، له تازه بریدونو داسې ښکاري چې د روسیې په خلاف د نړیوالو لا سخت عمل ته اړتیا ده.

ده په یوه ټوېټ کې روسیې ته په اشاره یادونه کړې چې، "بدی د وسلې په زور منع کېدای شي او زموږ دفاع کوونکي دغه کار کوي. دا د بندیزونو په لګولو سره درېدلی شي، باید نړیوال بندیزونه پرې ولګېږي"

د کيېف ښار لپاره د اوکراييني ځواکونو مشر وايي، دا په تېرو ۵۱ ورځو کې پر پلازمېنې د روسیې لومړنی توغندیز برید دی چې تر سره کېږي.

دمګړۍ په کيېف کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات په لاس کې نه شته.

اوکراييني چارواکو پر ټيلیګرام خبر ورکړی چې د تازه تر سره شویو ۲۳ توغندیزو بریدونو له ډلې د اوکرايين دافع هوا سیسټم ۲۱ بریدونه شنډ او یا هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه وړي او همدا راز یې د روسیې دوه ډرون هم راغورځولې دي.