د روسیې-اوکرایین جګړه: 'د ایران ډرون الوتکو بریدونو یونیم میلیون خلک بې برېښنا کړل'

د اوکرایین اسمان کې یوه بې پلوټه الوتکه

د عکس سرچینه، YASUYOSHI CHIBA

د عکس تشریح، د اوکرایین اسمان کې یوه بې پيلوټه الوتکه

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي، د هېواد په سوېلي اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو ډرون الوتکو په مټ بریدونه کړي چې لږ تر لږه یو نیم میلیون وګړي یې بې برېښنا کړي دي.

زیلېنسکي دا هم ویلي چې د جمعې پر شپه یې لسګونه ایران جوړې ډرون الوتکې راغورځولې دي، خو د پنځو ډرون په ویشتلو ونه توانېدل او دغو ډرون د سیمې زېربناوو ته سخت زیانونه واړول.‌

د اوکرایین ولسمشر د برېښنا بېرته فعالولو لپاره یې د انجنیرانو کار له اتلولۍ سره ورته بللی خو وايي چې د برېښنا بېرته رغول به ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

په اودیسه کې د برېښنا ادارې ویلي، د برېښنا بېرته فعالول ښايي څو اونۍ او ان میاشتې وخت واخلي.

زیلېنسکي ویلي: "د ایراني ډرون له شپنیو بریدونو وروسته اودیسه او سیمه کې نورې منطقې او کلي تورتم کې شول".

دی زیاتوي "اوس اودیسه کې یو نیم میلیون خلک برېښنا نه لري".

د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر مرستیال کیریلو تیموشینکو ویلي، اوس یوازې ضروري زېربناوې او هغه ودانۍ چې له روغتونونو سره تړاو لري برېښنا لري.

تموشینکو ویلي وضعیت "لاهم سخت دی، خو تر کنټرول لاندې دی".

اودیسه چې تور سمندر ته څېرمه پرته سیمه ده د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه د پوتین له بریدونو پیلولو مخکې د ګڼو اوکرایینیانو او روسانو د رخصتیو تېرولو تفریحي سیمه وه.

د اودیسه والي مکسیم مارشینکو ویلي، روسیې پر ښار د شپې مهال د مامېکازي ډرون په مټ برید وکړ چې پایله کې یې د ښار ډېری سیمو برېښنا پرې شوه".

مارشینکو زیاتوي، د اوکرایین دفاعي کنډکونو دوه ډرون الوتکې راغورځولې.

د کامېکازي ډرون الوتکې ټوټې

د عکس سرچینه، TELEGRAM

د عکس تشریح، د کامېکازي ډرون الوتکې ټوټې

د جمعې په ورځ د اوکرایین چاروانکو وویل د هېواد سوېلي جګړې ځپلو سیمو کې اودیسه هم راځي چې د دغه هېواد د برېښنا پر زېربناوو د روسیې له پلان شویو بریدونو وروسته تورتم کې شوه.‌

د دوشنبې په ورځ هم روسیې د اوکرایین پر مهمو زېربناوو لسګونه کروز توغندي وتوغول.

روسیې وروسته تر هغه د اوکرایین د زېربناوو په نښه کولو ته مخه کړه چې د اوکرایین مقاومت درنه پوځي مرګ ژوبله ور واړوله.‌

د پنجشنبې په ورځ پوتین ژمنه وکړه چې د اوکرایین د انرژۍ شبکې په نښه کول به روان وساتي.‌