د روسیې بلګورود کې د موندل شوي بم شنډولو لپاره زرګونه کسان ایستل شوي

بلګورود

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې بلګورود ښار کې له ۳۰۰۰ ډېر کسان تر هغې وروسته له خپلو کورونو ایستل شوي چې د استوګنې سیمه کې یې یو لوی ناچاودی بم وموندل شو.

د روسیې هوايي ځواک یوې سوخو ۳۴ جنګي الوتکې دوه ورځې وړاندې په تېروتنې سره پر خپل همدغه ښار بمونه غورځولي وو.

دې پېښه کې یو شمېر کورونه زیانمن او څو تنه ټپي شوي وو.

تر اوسه روښانه نه ده چې نن شنبه دغه موندل شوی بم هم همدې الوتکې غورځولی که څنګه.

بلګورود اوکرایین سره له پولې نږدې ۴۰ کیلومتره هاخوا پروت دی.

ځايي والي ویاچېسلاو ګلادکوف پر ټلېګرام یوه پیغام کې منلې چې د دغه بم د موندل کېدو د ځای تر ۲۰۰ متره شاوخوا سیمه کې ۱۷ استوګنیز اپارتمانونه کلابند او د ۳۰۰۰ اوسېدونکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.

هغه وروسته ولیکل چې د یوې 'مرمۍ' له لېرې کېدو وروسته خلک بېرته کورونو ته ستنېږي.

دغه ناچاوده توکی په هغمه ځای کې موندل شوې و، چې د پنجشنبې ماښام پرې تېروتنه کې بمونه غورځول شوي وو.

په رسنیو یوه خپره شوې ډراماتیکه ویډیو کې ښکاري چې دا چاودنه دومره زوروره وه چې یو موټر یې له سړکه د یوه ورڅېرمه پلورنځي چت ته ګوزار کړ.

د ویډیو تشریح، بلګورود ښار کې د پنجشنبې ورځې د چاودنې ویډیو

د روسیې دفاع وزارت وروسته ومنله، چې دا بم د دوی یوې خپلې جنګي الوتکې په تېروتنې سره ګوزار کړی.

دا د خپلې بڼې لومړنۍ پېښه نه ده.

تېره اکتوبر کې د روسیې یو بل سوخو ۳۴ جنګي جټ په ییڅک ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ غورځېدلی و.

په هغې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.

بلګورود ۳۷۰ زره اوسېدونکي لري او د اوکرایین د دویم ستر ښار - خارکیف شمال ته پروت دی.

د روسیې جنګي جټونه اوکرایین کې عملیاتو لپاره ډیر وخت د بلګورود پر فضا تګ راتګ کوي.