د روسیې بله جنګي الوتکه هم د ملکي استوګنې سیمه کې راپرېوتې

د عکس سرچینه، DMITRY EMCHUK/TASS
د روسیې سویل سایبېریا کې د ایرکوڅک ښار ځايي چارواکو ویلي چې هلته یوه روسۍ جنګي جټ الوتکه د استوګنې پر کورونو را پرېوتې ده.
د یرکوڅک والي ایګور کوبزېف پر ټېلېګرام لیکلي چې دا سوخوی ۳۰ جټ الوتکه پر یوې دوه پوړیزې ودانۍ راپرېوتې.
د هغه په وینا دې پېښه کې د الوتکې دواړه پیلوټان وژل شوي خو ځايي اوسېدونکو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د روسیې بېړني حالت وزارت وايي دا الوتکه د ازمېښتې الوتنې پر مهال رانسکوره شوې.
تر اوسه د دې الوتکې د راغورځېدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
پر خواله رسنیو یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې دا جټ الوتکه نږدې په عمودي ډول راکښته کېږي او ودانۍ سره تر جنګېدو وروسته د اور غونډوسکې په څېر چاودنه کوي.
په بله ویډیو کې بیا اور وژونکي لیدل کېږي چې د پېښې ځای کې د لګېدلي اور پر وژلو بوخت دي.
د روسیې څېړونکې دولتي کومېټې ویلي په دې اړه جنايي څېړنې کوي چې ایا د الوتنو خوندیتابه له اصولو خو به سرغړونه نه وي شوې.
دا په تېرو شپږ ورځو کې دویمه روسۍ جنګي جټ الوتکه ده چې د استوګنې پر سیمو را پرېوځي.
تېره دوشنبه اوکرایین سره پولې ته څېرمه د روسیې سویلي یېڅک ښار کې د دغه هېواد یوه سوخوی ۳۴ جټ الوتکه د ملکي استوګنې له یوه بلاک سره جنګېدلې وه.
هغې پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي وو.
د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې ورځې پېښې د لامل په اړه ویلي و چې د الوتکې ماشین د الوتنې پر مهال اور اخیستی و.











