د روسیې پوځي کمپاین "نر ووسه" له خلکو غواړي چې د پوځ غړي شي او په جګړه کې برخه واخلي

"You're a man. Be a man," written in Russian with men in background

د عکس سرچینه، Russian Defence Ministry

د روسیې پوځ یو ستر کمپاین پیل کړی ,د خپل هېواد نارینه هڅوي چې دوی ته ور ګډ شي او به جګړه کې برخه واخلي.

د رپوټونو له مخې د روسیې وسله والو ځواکونو ته پر اوکرایین له برید راهیسې ډېر درانه د سر او مال زیانونه اوښتي دي.

د ولادیمیر پوتین حکومت شاوخوا ۱۴ میاشتې مخکې پر اوکرایین برید وکړ او د دې هېواد ځینې سیمې یې یرغمل کړې چې دمګړۍ په واک کې د همدې سیمو ساتلو لپاره جګړه کوي.

د همدې جګړې لپاره د جنګیالیو را ټولولو په موخه د روسیې د دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې، چې له خلکو یې غوښتي، خپلې ملکي دندې پرېږدي او له پوځ سره یوځای شي.

په ویډیو کې د یوه لوی پلورنځي امنیتي ساتونکی، د بدن د ښکلا روزونکی او ټکسي چلوونکی ښودل کېږي چې له خپل عادي ژونده ناهیلې دي او د روسیې په پوځ کې له برخې اخیستو وروسته خوښ او راضي ښکاري.

Pro-Kremlin commentator Vladimir Soloviev appears on his TV show advertising military service

د عکس سرچینه، Soloviev Live TV

همدې تبلیغاتي ویډیو کې له پوځ سره د یو ځای کېدو تنخا هم اعلان شوې، چې ۲۰۴،۰۰۰ روبله یا شاوخوا ۲،۵۰۰۰ ډالره ده او دا په روسیې کې د عادي تنخا څلور برابره زیاته ده.

بل خوا بیا اوکرایین کې د کمپاین مسولینو په چټکۍ سره د همدې اعلان ټکي بدل کړي او خپاره کړي دي.

اوکرایین کې د کمپایني ویډیو بدله شوې بڼه کې ښودل کېږي چې کریکټرونه د ماشومانو د وژلو او سر پرې کولو مخالف دي او نه غواړو د ولادیمیر پوتین د جنګي جرمونو مسول ووسي.

جالبه دا ده، چې د روسیې کمپایني ویډیو کې ویل کېږي، 'نر ووسه' خو د اوکرایین په ویډیو کې ویل کېږي 'انسان ووسه' یا په بل عبارت مه وحشي کېږه.

د روسیې ویډیو د یوه پراخ کمپاین برخه ده، چې په دولتي تلویزیونونو او نورو رسنیو کې خپرېږي.

همدارنګه د روسیې په واټونو کې هم له پوځ سره د خلکو یو ځای کېدو لپاره کمپاین روان دی.

Keyframe #1

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ټویټر یوه کاروونکي ویلي، چې دا اعلانونه هر ځای لیدل کېږي.

"دې اعلانونو په بشپړ ډول مسکو نیولی او تاسې په سختۍ سره کولی شئ د پوسټر له لیدو پرته دوه دقیقې لاړ شئ."

هغه څه چې اعلانونه نه وايي

یاد پوځي کمپاین کېدای شی په اوکرایین کې د څه باندې یو کال جګړې وروسته د روسیې پوځ لپاره د نویو سرتیرو د جلب او جذب سختې اړتیا له کبله جوړ شوی وي.

د افشا شویو اسنادو پر بنسټ د امریکا د دفاع وزارت وايي، له اوکرایین سره په جګړه کې لسګونه زره روسي پوځيان وژل شوي دي.