هند د اوکرایین بوچا ښار کې د ملکي خلکو وژنې 'په سختو ټکو' غندلې

Body bags in Bucha

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مرستندویان په بوچا ښار کې د ملکي خلکو موندل شوي مړي ځای پر ځای کوي.

هند 'له ابهام پرته ' د اوکرایین په بوچا ښار کې د ملکي خلکو وژنې پېښه غندلې او په دې اړه یې د 'خواشینونکو رپوټونو ' پلټنې لپاره د خپلواکو پوښتنو، ګروېږنو غوښتنه کړې.

د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته نژدې دې سیمه کې د ملکي خلکو پر سړکونو پرتو جسدونو او ډله ییزو قبرونو په نړیواله کچه غم او غوسه راپارولي دي.

له بوچا ښارګوټي د روسي ځواکونو له وتلو وروسته هلته د ملکي وژنو پېښې برالا شوې.

ښاروال یې اناتولي فیدوروک پر دوشنبه وویل، لږ تر لږه ۳۰۰ ملکي کسان په دې سیمه کې وژل شوي دي، خو تر اوسه په دې هکله رسمي شمېر نه دی ویل شوی.

بل لور پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته دا لومړی ځل دی، چې هند په ملګرو ملتونو سازمان کې د اوکرایین په تړاو یوه پېښه په داسې سختو ټکو غندي.

ډیلي تر اوسه د ملګرو ملتونو په هغو قراردادونو کې له برخې اخیستو ډډه کوله، چې په اوکرایین کې د روسیې کړنو غندنې په تړاو وړاندې شوي وو.

د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خبرو پر مهال د دې سازمان لپاره د هند مستقل استازي ټي اېس تیرومورتي وویل، هېواد یې ''د ورځ تر بلې خرابېدونکي وضعیت په هکله اندېښمن پاتې دی او د تاو تریخوالي کمولو او زور - ظلم پېښو ختمولو غوښتنه تکراروي. ''

ښاغلي تریمورتي زیاته کړه:

''د امنیت شورا له تېرې غونډې راوروسته هم په اوکرایین کې وضعیت هیڅ ډول مثبت بدلون و نه کړ، نه یوازې امنیتي وضعیت ناوړه بڼه غوره کړې، بلکې پر انسانانو یې اغېز هم بدتر شوی دی. موږ هیله من یو چې نړیواله ټولنه به بشري اړتیاوو ته د مثبت غبرګون څرګندولو لړۍ روانه وساتي او موږ هیله من یو چې د بشري اړتیا وړ توکو او دارو، درملو تېرولو ته به د خوندیتوب زمینه برابره شي. ''

هند د ناپیلتوب یوه اوږده مخینه لري، خو دا وروستیو کې پرې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د دیپلوماتیک بیلانس لړ کې فشار ډېر شوی و.

بل لور مسکو له هند سره لسیزې اوږده اړیکي پاللي او مسکو د دفاعي تجهیزاتو تر لاسه کولو لړ کې د ډیلي لپاره مهمه سرچینه ده.

پر روسیې د بندیزونو له لګېدو وروسته د روسیې تېلو بیې ټیټې شوې او هند له روسیې څخه د شپږ میلیونه بېرله تېلو رانیولو هوکړه چمتو کړه.

هندي چارواکي بیا د تېلو اړتیا پوره کولو لړ کې په نړیواله کچه دا سودا په یوه لویه سلواغه کې یو کوچنی څاڅکی بولي.