اوکرایین جګړه؛ امریکايي وايي، ایران اوس د روسیې 'تر ټولو ستر پوځي ملاتړی دی'

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ایلسا مایشمن او سام هانکوک
- دنده, بي بي سي
د امریکا متحده ایالتونه وايي، د روسیې او ایران تر منځ اړیکي تاوده شوي او پر بشپړه دفاعي ملګرتیا اوښتي دي.
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کېربي وايي، روسیه په بې ساري کچه پوځي ملاتړ ورکوي. نوموړی وايي، امریکا داسې ثبوتونه لیدلي چې ښيي دواړه هېوادونه په شریکه د لیتهل ډرون پر تولید غور کوي.
د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې اوکرایین چارواکو پر روسیې تور پورې کړی، چې په جګړه کې هغه ډرون کاروي، چې ایران تولید کړي دي.
ایران په لومړي سر کې روسیې ته د هر ډول ډرون استول رد کړل، خو وروسته یې ومنله، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل مخکې یې دې هېواد ته یو شمېر ډرون ورکړي دي.
بل لور جان کېربي وايي، د ډرون تولید لپاره د ایران او روسیې ګډون به د اوکرایین، د ایران ګاونډيانو او دغه راز د نړیوالې ټولنې لپاره زیانمنونکې چاره وي.
نوموړي زیاته کړه: ''روسیه غواړي وسلو ته د ودې ورکولو په برخه او روزنه کې له ایران سره مرسته وکړي. ''
د ښاغلي کېربي په خبره له امریکا سره داسې اندېښنه هم شته چې ښايي روسیه نیت لري ایران ته د چورلکو او هوايي دفاعي نظام په ګډون پرمختللي پوځي تجهیزات ورکړي.
د ښاغلي کېربي دې څرګندونو ته غبرګون کې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جیمز کلېورلې ویلي، ایران د روسیې له مخکښو پوځي ملاتړ کوونکو یو دی او د دې دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي نړیوال امنیت ګواښي.
د نوموړي په خبره د همدې ''ناوړه معاملاتو له مخې ایران روسیې ته لسګونه ډرون استولي دي. او په بدل کې روسیه ایراني رژیم ته پوځي او تخنیکي ملاتړ ورکوي چې په منځني ختیځ کې زموږ د متحدینو او نړیوال امنیت لپاره ګواښونه ډېروي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې روسیه غواړي د بالسټیک توغندیو په ګډون لا ډېرې وسلې په واک کې ولري، له امریکا سره همغږی دی، چې ښايي راتلونکیو څو میاشتو کې د ایران او روسیې تر منځ همکاري لا زیاته شي.
اوکرایین پر ایران تور پورې کوي چې روسیې ته یې 'کامیکاز ' ډوله ډرون ورکړي چې د ۱۷ اکتوبر بریدونو کې وکارول شول او لږ تر لږه اته کسان یې ووژل.
ایران په لومړي سر کې روسیې ته د هر ډول ډرون له ورکولو انکار وکړ، خو وروسته یې ومنله چې د اوکرایین له جګړې ''ډېرې میاشتې مخکې '' یې ''محدود شمېر '' ډرون ورکړي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلېنسکي بیا دا څرګندونې دروغ وبللې او په وینا یې اوکراییني ځواکونه هره ورځ نژدې ۱۰ ایراني ډرون نسکوروي.









