اوکرایین جګړه؛ زېلېنسکي: روسیې باخموت ښار نه دی اشغال کړی

Ukraine President Volodymyr Zelensky

د عکس سرچینه، EPA

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د روسیې ختیځ کې باخموت ښار د مسکو له خوا "نه دی اشغال شوی."

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د واګنر اجیرې ډلې د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې روسي ځواکونو د اوکرایین ختیځ کې پر باخموت ښار کنټرول ترلاسه کړی.

د اوکرایین ولسمشر د جي۷ سرمشریزې په څنډه کې، د جاپان هیروشیما ته د خپل سفر په جریان کې د باخموت سقوط په کلکه رد کړ.

د شنبې پر ورځ د واګنر بنسټ ایښودونکي یوجین پریګوژین په باخموت کې د بریا اعلان وکړ.

خو د اوکرایین پوځي سرچینو بي بي سي ته ویلي، دغه هېواد لا هم د ښار په څنډو کې پر څو ودانیو کنټرول لري.

ښاغلي زېلېنسکي د جي۷ غونډې په وروستۍ ورځ په یوه خبري غونډه کې د جزیاتو ل وله رکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې دغه ښار چې د اګسټ میاشتې راهیسې یې تر ټولو اوږده او خونړې جګړې لیدلې د روسیې له خوا نه دی نیول شوی.

د ولودمیر زېلېنسکي تازه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د باخموت په اړه د نوموړي تېرې ورځې خبرې د دغه ښار د سقوط اوازې راپورته کړې وې.

Volodymyr Zelensky and Fumio Kishida at the Hiroshima Peace Memorial Park

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ولادمیر زلینسکي او د جاپان لومړی وزیر فومیو کشیدا

هغه پرون ویلي و :"د خواشینۍ ځای دی. دا یوه تراژیدي ده خو نن باخموت زمونږ په زړونو کې دی."

ډېرو دغه خبره ناسمه او د باخموت د سقوط په مانا تعیبر کړې وه، خو نن یې وویل چې:"د دې خبرې دوه ګونی او درې ګونی تفسیر نشته."

ښاغلي زېلېنسکي نن باخموت هیروشیما سره پرتله کړ چې په دویمه نړیواله جګړه کې په اتومي بم ویشتل شوی و، نوموړي هغې ته ورته د "بیارغونې" ژمنه وکړه.

نوموړي نن سهار په ځايي وخت د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا سره په ګډه د هیروشیما د سولې له هغه یادګاري څلې لیدنه وکړه، چې د ۱۹۴۵ کال اټومي بم د قربانیانو په یاد کې جوړ شوی و.

هغه بیا په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو او د هیروشیما او اوکرایین تر منځ یې ډېر ورته والی وښود او ویې ویل چې له بمبارۍ وروسته د جاپان ښار ویجاړ شوي عکسونه یې اوسنی باخموت ور په زړه کوي.

د اوکرایین ولسمشر ژمنه کړه چې اوکرایین به هم په همدې بڼه "بېرته رغوي."

هغې وویل: "هیروشیما اوس خپل ښار بېرته رغولی او مونږ یې د بیارغاونې خوبونه ګورو."