د روسیې لخوا د باخموت ښار د نیولو ادعا؛ زېلېنسکي: ښار نابود شوی

د عکس سرچینه، BBC/Lee Durant
روسیې ادعا کړې، چې د اوکرایین په ختیځ کې یې د باخموت ښار په بشپړه توګه نیولی خو د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، دغه ښار په بشپړه توګه نابود شوی دی.
ښاغلي زېلېنسکي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې روسیې د ښار د نیولو لپاره روانه جګړه ګټلې ده.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ځواکونه یې په یاد ختیځ ښار کنټرول لري، وویل: "دا د بدبختۍ ځای دی، دا یوه غمیزه ده، خو نن باخموت یوازې زموږ په زړونو کې دی."
له دغو خبرو وروسته د اوکرایین د ولسمشر دفتر رسنیو ته د خپل مشر بیان روښانه کړ او وویل،د دې معنی دا نه ده، چې ښار سقوط کړی دی.
د روسیې د واګنر نیمه پوځي ډلې د شنبې په ورځ په بشپړ ډول د باخموت ښار د نیولو ادعا وکړه، خو د اوکرایین د دفاع وزارت دا ادعا رد کړه.
یاد وزارت دا ومنله، چې په باخموت کې حالت "خراب" دی.

د عکس سرچینه، Telegram
د باخموت جګړه له میاشتو راهیسې روانه ده.
پر اوکرایین د پوځي یرغل له پیل راهیسې د شویو جګړو پرتله د یاد ښار د نیول هغه، چې د دواړو خواوو لپاره یې نیول ډېر ستراتیژیک "ارزښت" هم نه لري، تر ټولو ستره جګړه بلل شوې ده.
له دې سره هم مهاله د امریکا ولسمشر بایډن او ولودمیر زېلېنسکي د جی۷ سرمشریزې د غونډې په څنډه کې سره ولیدل.
نن یکشنبې (۲۱/۰۵/۲۰۲۳) د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه کې چې د جاپان په کوربه توب او د اوکرایین د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په ګډون جوړه شوې ده، د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو سره وکتل.

د عکس سرچینه، G7
په دې غونډه کې جوبایډن اوکرایین ته د خپل هېواد تازه پوځي مرستې اعلان کړې.
له اوکرایین سره د امریکا دا تازه مرستې تر ۳۷۵ میلیون ډالرو پورې تړلې دي.
ولسمشر جوبایډن وویل: "متحده ایالات خپله ټوله هڅه کوي چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکرایین دفاع پیاوړې کړي. "
د ښاغلي بایډن په وینا، د پوځي مرستو په نوې بسته کې به "وسلې، توپخانې، زغره وال ګاډي او روزنه شامله وي."









