جاپان کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو غونډه؛ د اوکرایین ولسمشر په ناڅاپي سفر ورغلی

Zelensky arrives

د عکس سرچینه، AFP

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د سعودي عرب په جده کې د عرب لیګ له ناستې هېروشیما ته په یوه فرانسوۍ الوتکه کې تللی دی.

یادې الوتکې د هند، میانمار او چین له اسمانه د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې وه.

ولودمیر زېلېنسکي هیروشیما ته له خپل ناڅاپي سفر سره د جي۷ یا د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو په غونډه سیوری وغوړاو.

سږ کال د جي۷ هېوادونو کلنۍ غونډه په چاپان کې کېږي.

جي۷ کې د نړۍ بډایه صنعتي هېوادونه جاپان، متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، جرمني، کاناډا او ایټالیا شامل دي.

ولودمیر زېلېنسکي هغه مهال د ټولو پام ځان ته را واړوه چې د جي۷ هېوادونو مشرانو په ګډه هیروشیما کې د سولې یادګاري پارک څخه لیدنه کوله.

Sunak and Zelensky

د عکس سرچینه، PA Media

د نوموړي د سفر په اړه ګنګوسې وې خو په کره ډول اوکراييني چارواکو دا سفر نه وه تائید کړی.

همدارنګه د زېلېنسکي د سفر په اړه له دې مخکې د چاپاني او اوکراييني چارواکو تر منځ خبرې هم شوې وې خو کره نېټه یې نه وه اعلان شوې.

هیڅوک ډاډه نه و، چې هغه به کله چاپان ته ځي. تر هغه چې د جمعې په ورځ د هیروشیما په هوایی ډګر کې د هغه د فرانسوۍ الوتکې ناسته د جي۷ رسنیز مرکز لخوا په ژوندۍ بڼه پر تلویزیون وښودل شوه.

په هرحال، د اوکرایین جګړه د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزې غونډه کې د اجنډا په سر کې وه.

د نړۍ یو شمېر ځواکمنو هېوادونو کوم بندیزونه چې په اوکرایین باندې د ولادمیر پوتین د یرغل مخنیوي لپاره لګولي وو ګټور تمام نه شول.

خو د نړۍ لوی شمېر مشران له ولادمیر زېلېنسکي سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

بل خوا له دې سره هم مهاله د روسیې بې پیلوټه الوتکو کېیف په نښه کړی.

اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنه کېیف یو ځل بیا د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دوی په خبره پوځي ځواکونو یې یو شمېر بریدونه دفع کړي دي خو د ښار ځینې برخې ورانې شوې دي.

د روسیې تر ولکې لاندې ماریوپول کې هم د دریو زورورو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ چاودنه د ماریوپول په یوه هوايي ډګر کې شوې چې د روسیې پوځي پرسونل په کې ځای پر ځای شوی دی.

ماریوپول تېر کال په همدې ورځ د مې میاشتې په ۲۰مه روسيي ځواکونو ونیوه.