امریکا له اوکرایین او متحدینو سره د ۲.۶ میلیارده ډالرو مرسته تصویب کړې

د عکس سرچینه، EPA
امریکا له اوکرایین او متحدینو لپاره نږدې ۲.۶ میلیارد ډالر (۲،۳ میلیارد پونډه) تازه مرسته تصویب کړې
له دغو مرستو سربېره اوکرایین ته د روسیې پر وړاندې جګړې لپاره ۶۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو ورکړې اعلان هم شوی دی.
د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین دا خبره جرمني کې د امریکا په هوايي اډه کې د لسګونه نورو متحده وزیرانو په ګډون کړې ده.
دغو مرستو کې توپونه، هاموې موټرې، زغروال امبولانسونه او د ټانګ ضد سیسټمونه شامل دي.
امریکا لا د مخه اوکرایین سره د لږ تر لږه ۱۳ میلیارد ډالرو پوځي مرستي ژمنه کړې ده.
د بایډن حکومت د پنجشنبې پر ورځ وویل، دوی د اوکرایین او د هغه د ۱۸ ګاونډیو هېوادونو د امنیت ټینګولو برخه کې د اوږدې مودې مرستې لپاره دوه میلیارد ډالر ځانګړي کړي.
له دغو مرستو به د ناټو او غیر ناټو هغه غړي هېوادونه برخمن وي چې د روسیې د راتلونکي برید خطر سره مخ دي.
امریکا ویلي چې له دغې پرېکړې به کانګرس هم خبر کړي.
ښاغلي اسټين ویلي:" دا سملاسي حرکت او فشار دی چې موږ به یې پر خپلو صنعتي او دفاعي بنسټونو راولو، چې اوکرایین ته هغه وسایل چمتو کړو چې اړتیا ورته لري."
هغې د روسیې جګړې ته د یوې ناقانونه فتحې او جګړې نوم ورکړ او زیاته یې کړه چې" اوس موږ د جګړې په ډګر کې د خپلو ګډو هڅو ښکاره بریا وینو."
د چار شنبې پر ورځ د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وویل، هغه پوځ یې چې د اوکرایین په سویل او ختیځ کې لویې سیمې کنټرولوي، د روسي ځواکونو پر وړاندې یې بریالي بریدونه کړي.
د نوموړي په وینا، پوځ یې شمال ختځ ښار خارکيف ته نږدې سیمې بېرته نیولې دي.

د عکس سرچینه، EPA
ښاغلي زېلېنسکي نور جزیات نه دي ورکړي خو اوکرایینې او روسي پلوه چاوراکي دواړه د خارکیف سویل ختیځ ته په ۶۰ کیلو مټرۍ کې د بالاکلیا په شاوخوا کې د جګړې خبر ورکوي.
د بریتانیا دفاع وزیر بن والس وايي، داسې نښې شته چې اوکرایین په واقعي ډول پوځي پرمختګ کوي.
د لوېدېځ له خوا برابر شوي اوږد واټنه توغندي او راکټونه به د روسيې د اکمالاتي لیکو او د قوماندې د لیکو په نښه کولو کې مرسته وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چارشنبې پر ورځ دا خبرې رد کړې او ویې ویل:" موږ هېڅ څه له لاسه نه دي ورکړي او هېڅ څه به نه بایلو."
پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې ملګرو ملتونو د لږ تر لږه ۵۷۱۸ ملکي کسانو مړینه او ۸۱۹۹ ټپیان ثبت کړي، او له اوو میلیونو ډېر اوکرایینیان بیا په ټوله اروپا کې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.
تر دې دمه جګړه کې نا مالوم شمېر وسله وال ټپیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.








