د طالبانو لومړی وزیر کندهار کې له درملنې وروسته ارګ ته ستون شوی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند په کندهار کې له درملنې وروسته بېرته کابل ته ستون شوی دی.
نوموړي دوه میاشتې وړاندې د لنډ وخت لپاره خپله دنده د طالبانو سیاسي مرستیال عبدالکبیر ته سپارلې وه او د "استراحت او درملنې" په موخه په کندهار کې و.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې ملا حسن اخوند به په ارګ کې بېرته خپلې چارې پیل کړي، "محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند به ارګ ته له رسېدو سره سم د ریاست الوزراء عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي."
د طالبانو مهم مشران:

په ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې د کابل هوايي ډګر ته د نوموړي د هرکلي لپاره ګڼ طالب چارواکي ورغلي وو او رسمي مراسم ورته جوړ شوي وو.
د طالبانو لوموړی وزیر محمد حسن اخوند د ۲۰۲۱ کال سپټمبر کې د دوی د حکومت تر جوړېدا وروسته په همدې مقام پاتې شوی او د کابل ارګ کې خپلې چارې مخته وړي.
د ملا حسن د ناروغۍ څرنګوالي په اړه لا هم څه نه دي ویل شوي. د طالبانو په حکومتي جوړښت کې لومړی وزیر د کابینې مشري کوي.
په وروستیو میاشتو کې نوموړی ډېر کم لیدل کېده او عموما په ناستو کې ویناوې نه کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو بر عکس د نوموړي ځایناستي عبدالکبیر له خلکو سره کتنې ډېرې کولې او پرتله ییز ډول یې غونډو کې ویناوې ډېرې خپرېدې.
عبدالکبیر د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له دریو مرستیالانو یو دی. عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي یې دوه نور مرستیالان دي.
ښاغلی عبدالکبیر د طالبانو حکومت په لومړۍ واکمنۍ کې د وزیرانو د شورا دویم مرستیال او د ننګرهار والي او د ختیځې حوزې مسؤل پاتې شوی دی.











