افغان طالبانو خپله کابینه او سرپرسته اداره اعلان کړه؛ ملا محمد حسن اخوند به یې مشر وي

افغان طالبانو نن سه شنبه خپله نوې سرپرسته کابینه او ورسره افغانستان کې خپل نوی سرپرست حکومت اعلان کړ. ملا محمد حسن اخوند به د دې کابینې مشر یا لومړی وزیر وي.
همدا راز د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي به د ملا حسن اخوند مرستیال وي.
سراج الدین حقاني د کورنیو چارو، ملا یعقوب د دفاع او همدا راز امیر خان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیران اعلان شوي دي.
د یادونې ده چې د ملا محمد حسن اخوند نوم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دی. د طالبانو مخکیني حکومت پر مهال ملا حسن اخوند له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دنده درلوده.
د نوي خپاره شوي لېست له مخې د نوې سرپرستې کابینې ډېری وزیران تر ډېره د طالبانو مشران او ملایان دي.
د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه چې نوی حکومت به 'اسلامي امارت ' وي او امیر المومنین به پر خپل ځای وي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې خبریالانو ته د نوې کابینې د سرپرستانو نومونه ولوستل.
ښاغلي مجاهد وویل، دا مهال هېواد کې بحراني حالت دی او له همدې کبله پرېکړه وشوه چې د اوس لپاره سرپرسته اداره اعلان شي.

د کابینې نومونه په لاندې ډول اعلان شوي:
- ملا محمد حسن اخوند سرپرست رئیس الوزرا
- ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي د ریاست الوزرا مرستیالان
- ملا محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت سرپرست
- الحاج سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت سرپرست
- مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
- ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست
- قاري فصیح الدین د افغانستان لوی درستیز
- ملا هدایت الله بدري د مالیې وزارت سرپرست
- مولوي نورالله منیر د معارف وزارت سرپرست
- ملا خیرالله خیر خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست
- قاري دین حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست
- مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزارت سرپرست
- مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت سرپرست
- ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست
- ملا محمد یونس اخوند زاده د کلیو ودې او پراختیا وزارت سرپرست
- شیخ محمد خالد دعوت ولارشاد امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست
- ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو وزارت سرپرست
- ملا محمد عیسي اخوند د معادن او پټرولیم وزارت سرپرست
- ملا عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست
- ملا حمیدالله اخوند زاده د هوايي چلن او ټرانسپورټ وزارت سرپرست
- مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزارت سرپرست
- مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو وزارت سرپرست
- حاجي خلیل الرحمان حقاني د کډوالو چارو وزارت










