ملا حسن اخوند مخالفانو ته: موږ له چا غچ نه اخلو، ‌افغانستان ته راشئ

د ویډیو تشریح، ملا حسن اخوند مخالفانو ته: موږ له چا غچ نه اخلو، ‌افغانستان ته راشئ

د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند کابل کې د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه پرمهال ویلي، طالبان پخپله ژمنه ولاړ دي او د بل چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له افغان خاورې به کوم بهرني هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

څو ورځې وړاندې د لوی اختر پیغام کې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده هم پخپل یو څه نرم دریځ کې ویلي وو، چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ پېښ نه شي.

ملا حسن ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته وینا کې د طالبانو پر مخالفانو غږ کړی چې د افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو له کمېسیون سره دې تماس ونیسي او له مخالفته دې لاس واخلي.