د ایلان مسک نیورالېنک شرکت: فلج شوي ناروغ ماغزو کې د کمپیوټري چېپ په مرسته انلاین شطرنج وکړ

د عکس سرچینه، NeuraPod
د امریکايي سوداګر ایلان مسک نیورالېنک شرکت وايي د لومړي ځل لپاره یې د یو فلج شوي سړي په ماغزو کې یوه کمپیوټري وسیله یا چېپ نصب کړی چې په مرسته یې کولای شي د کمپیوټر کرسر وخوځوي او ان انلاین شطرنج وکړي.
دا چېپ نولان ارباو ته لګول شوی چې له اوږو ښکته بشپړ فلج دی.
په ژوندۍ بڼه پر ایکس (پخواني ټویټر) باندې د نهو دقیقو یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې نولان ارباو د کمپیوټر کرسر خوځوي او انلاین شطرنج لوبه کوي.
ښاغلی ارباو د موټر په یوه ترافیکي پېښه کې له اوږو کښته فلج شوی او تېره جنورۍ نیورالېنک شرکت د هغه په ماغزو کې یوه کمپیوټري وسیله یا چېپ نصب کړ.
د دغه شرکت هدف دا دی چې د انسان په ماغزو کې د کمپیوټري چېپ نصبولو له لارې ماغزه له کمپیوټر سره وصل کړي.
په دې توګه به هغه کسان چې د اعصابو پېچلې ناروغۍ لري، وکولای شي ځینې کارونه ترسره کړي او ژوند یې اسانه شي.
ښاغلي ارباو په خپرې شوې ویډیو کې وایي: "د جراحي عملیات ډېر اسانه و".
هغه وویل د نیورالېنک شرکت ورته د سېویلایزیشن په نامه یو ویډیو ګېم یا ویدیويي لوبه ورکړې وه او ده په ماغزو کې د کمپیوټري چېپ په مرسته وکولای شول اته ساعته دغه لوبه وکړي.
خو هغه دا هم وویل چې دا ټکنالوجي ځینې نیمګړتیاوې لري او "ځینې ستونزې یې درلودې".
د پیسو د یوې سېکې په اندازه چېپ

د عکس سرچینه، Getty Images
د نیورالېنک دا کمپیوټري چېپ د یورو پېسو د یوې سېکې په اندازه دی. دا چېپ د کوپړۍ دننه ماغزو کې ایښودل کېږي.
دغه چېپ ډېر نري مایکروسکوپیک مزي لري چې د عصبي حجرو یا نیورونونو فعالیت لوستلای شي او د یو بې سیمه یا بې مزي سیګنال په مرسته یې یوې بلې کمپیوټري وسیلې ته استوي.
دغه شرکت پر سر کوزو یا خوګانو او بیزوګانو باندې هم دغسې تجربې کړې او ادعا کوي چې بیزوګانې کولای شي د پانګ په نامه ویدیو ګېم د یوې ساده بڼې لوبه وکړي.
د ۲۰۲۳کال په می کې د امریکا د خوړو او درملو ادارې نیورالېنک شرکت ته اجازه ورکړه چې دغه کمپیوټري چېپ په انسانانو کې وازمايي.
نیورالېنک شرکت له هغو زیاتېدونکي شرکتونو او پوهنتونونو څخه دی چې هڅه کوي دا ټکنالوجي نوره هم دقیقه کړي او بالاخره یې په تجارتي کچه وکاروي.
د مثال په توګه، سویتزرلینډ کې د ایکول فېدرال پولیتخنیک د دې ټکنالوجي په مرسته یو فلج شوی کس، ګېرت یان اوسکام، بریالی کړ چې په پښو وګرځي.
ایکول د ښاغلي اوسکام د کوپړۍ دننه ماغزو او د ملا په تير کې کمپیوټري چېپونه نصب او په وایرلېس یا بې مزو ډول یې د هغه ماغزه له له پښو سره وصل کړل چې د ماغزو پیغامونه پښو ته ولېږدي.
د دغه پرمختګ جزییات تېر کال د طبیعت مجلې کې خپاره شول.
د ماغزو سېګنالونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د انسان په ماغزو کې تقریبا ۸۶ میلیارده عصبي حجرې یا نیورونونه شته چې یوه له بلې سره د سینپسونو په مرسته نژدې اړیکي لري او پېغامونه انتقالوي.
کله چې موږ غواړو وخوځېږو، احساس یا فکر وکړو، یوه کوچنۍ برقي هڅونه یا اېمپلس تولیدېږي او په حیرانونکې چټکټیا له یوې عصبي حجرې یا نیورون څخه بلې ته انتقالېږي.
ساینسپوهانو داسې وسایل جوړ کړي چې ځینې دا سیګنالونه یا پیغامونه کشفولی یا ترلاسه کولای شي.
دغه کار لپاره یا له جراحی عملیاتو پرته د انسان د کوپړۍ د پاسه د خولۍ په شان یوه اله ږدي او یا دا چې د جراحۍ عملیاتو له لارې د ماغزو دننه مزي اوچېپ نصبوي.
دا ټکنالوجې- د برېن - کمپیوټر اېنټرفېس (بي سي ای) یا د ماغزو او کمپیوټر رابطه نومېږي- او اوسمهال داسې ښکاري چې د څېړنو لپاره هغې ته په میلیونونه ډالره روان دي.











