"د حقابه ترلاسه کولو لپاره باید تهران کې د طالبانو سفارت وتړو"

فدا حسین مالکي

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، فدا حسین مالکي وايي "موږ باید د طالبانو له دې دریځه تر حد ډېر راضي ونه اوسو".‌

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمېسیون یوه غړي ویلي، چې د هیرمند (هلمند) سیند د حقابه ترلاسه کولو لپاره باید په تهران کې د افغانستان سفارت چې طالبانو ته سپارل شوی، وتړل شي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو.

فدا حسین مالکي له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي: "موږ وروستۍ څېړنې دوې ورځې وړاندې د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان په حضور کې د ملي امنیت په کمېسیون کې وکړې، هلته استازو ګیله وکړه چې ولې د ولسمشر له وینا وروسته یو شمېر سیاستوال او په افغانستان کې د ایران سفیر هڅه کوي د ولسمشر خبرې تر یو ډول پوښتنې لاندې راولي."

نوموړی زیاتوي: "له بلې خوا، داسې چلن کوي چې ووايي هغه خبرې چې طالبان یې کوي، سمې دي. طالبان وايي اوبه نه شته، په داسې حال کې چې موږ ته د ورکړل شویو راپورونو له مخې د کجکي بند تر شا اوبه موجودې دي".

هغه زیاته کړې ده، چې په دې برخه کې د ملي امنیت عالي شورا په خپله اجنډا کې "غیر دیپلوماتیکې لارې" خپلې کړې دي.

"د بېلګې په توګه، باید په ایران کې د طالبانو سفارت وتړل شي، او خپلې سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې -چې د چابهار بندر له مسیره له بېلابېلو لارې دي، کمې کړو. موږ ډېرې وسیلې لرو چې ګټه ترې اخیستلی شو".

کجکي بند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فدا حسین مالکي ادعا کوي چې "موږ ته د ورکړل شویو راپورونو له مخې د کجکي بند تر شا اوبه موجودې دي".

نوموړی زیاتوي چې "موږ باید د طالبانو له دې دریځه تر حد ډېر راضي ونه اوسو".‌

څو ورځې وړاندې، د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي وو، چې هېواد یې د یوې ذرې په اندازه هم د هلمند سیند له اوبو نه تېرېږي.

علی اکبر محرابیان ایران کې د اوبو د سرچینو په اړه یوې غونډې ته ویلي، له هلمند سينده د اوبو تر لاسه کولو لپاره له طالبانو سره خبرو پایله نه ده لرلې، خو ټينګار یې کړی چې د ایران ولسمشر ټولو اړونده چارواکو ته ویلي چې دې موضوع ته جدي پام وکړي.

نوموړي د هلمند سیند اوبو په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو او د طالبانو له حکومت سره دې برخه کې د بې پایلو خبرو یادونه کړې ده.

ښاغلي محرابي ویلي د خبرو پایله کې اوبه نه دي ور پرېښودل شوې.

د ایران ولسمشر څو اونۍ وړاندې د ګواښ په بڼه طالبانو ادارې ته خطاب کې ویلي وو چې هلمند سيند کې د ایران د اوبو د برخې په اړه دې د دوی خبرې جدي وګڼي که نه بیا دې ګیله نه کوي.

د طالبانو دریځ

متقيٍ او عبداللهیان

د عکس سرچینه، MFA

د عکس تشریح، تېر کال د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره د اوبو په اړه تلېفوني خبرې هم کړې وې

طالب چارواکو تل ټينګار کړی چې د هلمند سېند معاهدې له مخې - چې د افغانستان او ایران ترمنځ څو لسیزې وړاندې لاسلیک شوی، د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.

وړاندې د طالبانو د حکومت یوه ویاند د ایران هغه څرګندونې رد کړې وې چې ګواکې د هلمند سیند د اوبو تړون نه پلی کېږي.

طالبان وايي، افغانستان په وروستیو کې وچکالۍ ځپلی او ښايي له همدې امله د ایران د اوبو حق هم اغېزمن شوی وي.

ایران د طالبانو له حکومت سره توده راشه درشه لري او د طالبانو له خوا پطژندل شوي دپلوماتان یې هم منلي، خو د هلمند سیند اوبو په اړه له طالبانو جدي غوښتنې او تمې لري.