ایران: د هلمند سيند اوبو کې له خپل حقه 'یوه ذره' هم نه تېرېږو

علي اکبریان

د عکس سرچینه، Social Media

د هلمند سيند اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو، غوښتنو او ګوتڅنډنو لړ کې دا ځل د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي هېواد یې د یوې ذرې په اندازه هم له دې حقه نه تېرېږي.

علی اکبر محرابیان ایران کې د اوبو د سرچینو په اړه یوې غونډې ته ویلي، له هلمند سينده د اوبو تر لاسه کولو لپاره له طالبانو سره خبرو پایله نه ده لرلې، خو ټينګار یې کړی چې د ایران ولسمشر ټولو اړونده چارواکو ته ویلي چې دې موضوع ته جدي پام وکړي.

نوموړي د هلمند سیند اوبو په اړه د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وروستیو څرګندونو او د طالبانو له حکومت سره دې برخه کې د بې پایلو خبرو یادونه کړې ده.

ښاغلي محرابي ویلي د خبرو پایله کې اوبه نه دي ور پرېښودل شوې.

د ایران ولسمشر څو اونۍ وړاندې د ګواښ په بڼه طالبانو ادارې ته خطاب کې ویلي وو چې هلمند سيند کې د ایران د اوبو د برخې په اړه دې د دوی خبرې جدي وګڼي که نه بیا دې ګیله نه کوي.

د ایران د انرژۍ وزیر په پرونیو څرګندونو کې ویلي ولسمشر د اوبو په اړه ټينګار کړی او له ټولو چارواکو یې غوښتي چې دې مسلې ته پام وکړي.

خو ښاغلي محرابیان ویلي په سیستان بلوچستان او شاوخوا سیمو کې د اوبو کمښت ستونزې له منځه وړلو لپاره نور اقدامات په پام کې دي.

د ایران د انرژۍ وزیر ویلي په پام کې ده چې د تهلاب له دښتې سیستان بلوچستان ولایت ته اوبوه راورسول شي.

هلمند اوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي د عمان له سمندرګي هم د اوبو راتېرولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې حکومت غواړي له یاد سمندرګي سیستان بلوچستان، خراسان رضوي او سویلي ته هم اوبو ورسوي.

له کله چې طالبان نږدې دوه کاله وړاندې واک رسېدلي ایران د هلمند سیند اوبو کې د خپلې برخې په اړه جدي غوښتنې کړي او په تدریج یې دا غوښتنه تر ګواښ رسېدلې، خو د طالبانو حکومت چارواکو له ایرانه د اوبو د ایسارولو خبره رد کړې او تل یې ویلي چې د وچکالۍ له امله هلمند سېند اوبه کمې شوې نو ځکه ایران ته لږ اوبه ورځي.

څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي د دوي کارپوهان دې پرېښودل شي چې د کجکي بند کې د اوبو کچه وګوري چې په رښتیا هم اوبه کمې شوي او که نه، خو د طالبانو حکومت دا وړاندیز ونه مانه.

طالب چارواکو تل ټينګار کړی چې د هلمند سېند معاهدې له مخې - چې د افغانستان او ایران ترمنځ څو لسیزې وړاندې لاسلیک شوی، د ایران د اوبو حق ته ژمن دي.