تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې د پاکستان سمندري ځواک چورلکه لوېدلې؛ دوه افسران او يو عسکر وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې د دغه هېواد د سمندري ځواک د یوې چورلکې لوېدو له کبله دوه افسران او يو عسکر وژل شوی دی.
د پاکستان سمندري ځواکونو وياند د دغې پېښې پخلی کړی دی.
د پاکستان د دولتي تلويزيون (پي ټي وي) له مخې د دغه هېواد چارسمبالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ د سمندري ځواک د چورلکې پرېوتو له کبله خواشيني څرګنده کړې ده.
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي هم په پېښه کې د ځاني زيانونو له امله خواشيني ښودلې ده.
همدا ډول د بلوچستان د کورنيو چارو ایالتي سرپرست وزير سرفراز احمد بوګټي هم د دغه چورلکې د لوېدو له کبله د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښودلې.
تراوسه د چورلکې د لوېدو اصلي علت نه دي معلوم خو ځايي رسنيو د پاکستان د سمندري ځواکونو د وياند له خولې د چورلکې د پرېوتو علت تخنيکي ستونزه ياده کړې ده او وايي د پېښې په اړه يې نورې پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان سمندري ځواک د چورلکې لوېدو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو وايي دا ډول چورلکې له لسيزو راهيسې د ژغورنې په عملياتو کې کارول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځواکونو په علمياتو کې د بلوچستان په دوو بېلابېلو سيمو کې د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو په وينا وژل شويو کسانو له اورپکو ډلو سره تړاو درلود.