بلوچستان کې د پاکستان سمندري ځواک چورلکه لوېدلې؛ دوه افسران او يو عسکر وژل شوي

چورلکه

د عکس سرچینه، PN

د پاکستان د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کې د دغه هېواد د سمندري ځواک د یوې چورلکې لوېدو له کبله دوه افسران او يو عسکر وژل شوی دی.

د پاکستان سمندري ځواکونو وياند د دغې پېښې پخلی کړی دی.

د پاکستان د دولتي تلويزيون (پي ټي‌ وي‌) له مخې د دغه هېواد چارسمبالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ د سمندري ځواک د چورلکې پرېوتو له کبله خواشيني څرګنده کړې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي هم په پېښه کې د ځاني زيانونو له امله خواشيني‌ ښودلې ده.

همدا ډول د بلوچستان د کورنيو چارو ایالتي سرپرست وزير سرفراز احمد بوګټي هم د دغه چورلکې د لوېدو له کبله د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښودلې.

تراوسه د چورلکې د لوېدو اصلي علت نه دي معلوم خو ځايي رسنيو د پاکستان د سمندري ځواکونو د وياند له خولې د چورلکې د پرېوتو علت تخنيکي ستونزه ياده کړې ده او وايي‌ د پېښې په اړه يې نورې پلټنې پیل کړې دي.

د پاکستان سمندري ځواک د چورلکې لوېدو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو وايي‌ دا ډول چورلکې له لسيزو راهيسې د ژغورنې په عملياتو کې کارول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځواکونو په علمياتو کې د بلوچستان په دوو بېلابېلو سيمو کې د اتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.

له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو په وينا وژل شويو کسانو له اورپکو ډلو سره تړاو درلود.