د ماه‌رنګ بلوڅ او بیبو بلوڅ د توقیف موده غځول شوې ده

بلوڅ

د عکس سرچینه، @MahrangBaloch5

پاکستان کې د بلوچستان ایالتي حکومت یوې محکمې د بلوڅانو د دوو ښځينه مشرانو ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ او بيبو بلوڅ د توقیف موده یوه میاشت نوره هم غځولې ده.

'د بلوڅ یووالي کمېټې" د مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ وکیل عمران بلوڅ د دې خبرې پخلی کړی. هغه ویلي چې د بلوچستان د کورنیو او قبایلي چارو محکمې په بند کې د هغوی د پاتې کېدو موده یوه میاشت نوره اوږده کړې ده.

د اېډوکېټ عمران بلوڅ په خبره، د (۳ اېم‌پي‌او) قانون له مخې د دغو دواړو ښځينه مشرانو د توقیف موده پای ته رسېدلې او نن باید خوشې شوې وای خو د کورنیو چارو محکمې د یوې بلې میاشتې لپاره هم د دغه وخت د غځولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د (۳ اېم‌پي‌او) قانون له مخې هر هغه څوک د امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي چې دوی یې د "عامه نظم ګډ‌وډوونکي" او "خلکو ته ګواښ پېښوونکي" وګڼي.

ډاکټره ماه‌رنګ بلوڅ، بيبو بلوڅ او د بلوڅانو د یووالي کمېټې نور نیول شوي مشران او غړي د کوټې په زندان کې ساتل کېږي.

وکیل عمران بلوڅ ویلي چې د (۳ اېم‌پي‌او) قانون له مخې د دې کمېټې ټولټال ۱۵۰ غړي زنداني شوي چې پر ضد به یې غوښتنلیک د راروانې پنجشنبې په ورځ محکمې ته وسپارل شي.

ماه‌رنګ بلوڅ او ورسره مشران ولې نیول شوي؟

بلوڅ

د عکس سرچینه، BYC

د عکس تشریح، اغلې بلوڅ او ورسره ملاتړو یې د کوټې پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت کړی و او په احتجاجونو کې د درېيو وژل شوو کسانو مړي یې هم له ځانه سره ایښي وو.

ډاکټره ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستاني حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي.

اغلې بلوڅ تازه د نوبل سولې جایزې ته نومول شوې خو په تېره مارچ میاشت کې د دې په ګډون د پاکستان حکومت ګڼ بلوڅ مشران او مشرانې ونیولې چې تر اوسه زنداني دي.

اغلې بلوڅ او ورسره ملاتړو یې د کوټې پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت کړی و او په احتجاجونو کې د درېيو وژل شوو کسانو مړي یې هم له ځانه سره ایښي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوال سازمان د هغې نيول "غیرقانوني" ګڼلي او غندلي وو او "ژر تر ژره" یې د دې د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا برخې پر اېکس‌ پاڼه لیکلي وو چې پاکستاني چارواکي بايد د بلوڅ فعالانو د "غير قانوني توقيف د اوږدولو لپاره بې بنسټه قضيو" ته د پای ټکی کېږدي.

د ماه رنګ بلوڅ په ګډون بلوڅ مشران پر پاکستاني حکومت او پوځي ادارو تور پورې کوي چې د بلوڅانو په وژنو او جبري ورکېدنو کې لاس لري او د دوی بنسټیز حقونه نه ورکوي.

خو یادې ادارې دا تورونه ردوي.

احتجاجونه

د یادولو ده چې د دغو مشرانو د نیول کېدو پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پرلت او اعتراضونه وشول.

دوی د ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ په ګډون د ټولو بلوڅ مشرانو په ځانګړي ډول د ښځينه هغو، د خوشي کولو غوښتنه کوله چې تر اوسه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

احتجاج

د عکس سرچینه، Agha Qadri

د عکس تشریح، د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرانو او غړو نیول کېدو پر ضد د بلوچستان ملي ګوند (بي‌اېن‌پي) غړو په قلات کې احتجاج کړی.

'د بلوڅ یووالي کمېټې' غړو له لوري په همدې موخه لا هم احتجاجونه روان دي.

تېره یکشنبه (اپرېل ۲۰) په قلات ښار کې د بلوچستان ملي ګوند (بي‌اېن‌پي) په مشرۍ لاریون وشو او وروسته یې پرلت پيل کړ.

دغه ګوند د تېر کوچني اختر په شپه پيل کړی پرلت، شاوخوا شل ورځې وروسته وړمه ورځ پای ته ورساوه.

اعتراض کوونکي وايي چې که څه هم د پاکستان حکومت د (۳ اېم‌پي‌او) قانون په تور له اوږدې مودې راهیسې بلوڅ مشران نیسي خو اوس یې د دغه قانون له مخې د ښځينه مشرانو نیول هم پيل کړي دي.

دوی د حکومت او امنیتي ادارو دا کار غندلی او ویلي یې دي چې ګواکې بلوڅ مېرمنې د دوی په سیمه کې د "روان ظلم" په خلاف پر یوه "ځواکمن غږ" بدلې شوې دي نو ځکه "ریاست غواړي چې دا "غږ غلی کړي."

بلوڅ اعتراض کوونکي د خپلو بندیانو د خوشي کولو تر څنګ د بلوچستان په زېرمو کې خپل حق هم غواړي. دوی وايي، "تر پښو لاندې مو سره او سپين زر پراته دي خو په سیمه کې مو نه سړک شته او نه خواړه."