د بښنې نړيوال سازمان د بلوڅانو د حقونو فعالې ماه رنګ بلوڅ د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې

ماه رنګ بلوڅ

د عکس سرچینه، BYC

د بښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې (بي وای سي) د مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ نيول کېدل غندلي او د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د جنوبي اسيا لپاره د بښنې نړيوال سازمان پر ټولنيزه رسنۍ اېکس خپاره شوي پيغام کې ويل شوي چې پاکستاني چارواکي بايد سملاسي ماه رنګ بلوڅ او نور ټول هغه کسان چې د "سوله ييز لاريون د حق کارولو له کبله نيول شي" خوشي کړي.

په پيغام کې ويل شوي، "د ماه رنګ بلوڅ د غير قانوني نيول کېدو څه باندې ۳۸ ساعته وروسته، هغه لا هم وکيل او کورنۍ سره د ليدو اجازه نه لري."

ياد سازمان زياته کړې چې چارواکي بايد د بلوڅ فعالانو د غير قانوني توقيف اوږدولو لپاره "بې بنسټه قضيو" ته د پای ټکی کېږدي.

دری ورځې وړاندې پاکستان کې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې ويلي وو، چې د کوټې ښار پولیسو او انتظامیې د دې کمېټې مشره ډاکتر ماه رنګ بلوڅ له خپلو یو شمېر ملګرو سره نیولې ده.

اغلې بلوڅ او ملګرو یې د کوټې پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون مخې پرلت پیل کړی و او ظاهرآ په احتجاجونو کې د دریو وژل شویو کسانو مړي یې هم ځان سره ایښي وو.‌

وروسته د بلوڅانو همغږۍ کمېټې پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې پولیسو د وژلو شویو کسانو مړي هم له ځان سره وړي دي.

SM

د عکس سرچینه، MahrangBaloch

د عکس تشریح، د بلوڅانو همغږۍ کمېټې له پرون راهیسې د وژل شویو کسانو مړو سریاب پر سړک پرلت پیل کړی و

د بلوچستان ایالتي حکومت او پولیسو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.‌ خو د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند د تېرې ورځې د پېښو په اړه ویلي وو، چې پولیسو د اجتجاج کوونکو خلاف قانوني ګام اخیستی دی.

د یادونې ده چې ماه رنګ بلوڅ تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې نن شنبه په بلوچستان کې سراسري احتجاج اعلان کړی و. هغه ویلي وو چې د ټول ایالت په کچه به کاروبار تړلی او تګ راتګ درېدلی وي.

نوموړې زیاته کړې وه چې پولیسو د جمعې پر ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې پر سریاب سړک د دوی د پرلت پر ګډونوالو مخامخ ډزې کړې، درې کسان یې وژلي او لسګونه نور ټپیان کړی دي.

د بلوڅانو همغږۍ کمېټې غړو د وژل شویو کسانو جنازې هم له ځان سره ایښي او خپل احتجاج ته یې دوام ورکړی و.

دې کمېټې پر اېکس پاڼه لیکلي "تښتونې ته په ورته بڼه د بي وای سي د مرکزي مشرانو بیبګر بلوڅ، ډاکتر حمل، ډاکتر الیاس او سعید بلوڅ په ګډون د نورو ښځو د نیول کېدو خلاف تېره ورځ د کوټې په سریاب سړک سوله‌ییز لاریون کېده. پولیسو او نورو ریاستي ادارو پر دغه لاریون اوښلن ګاز، اوبه او ګولۍ وورولې چې پایله کې یې درې بلوڅ زلمیان شهیدان او لسګونه ټپيان شول."

په پیغام کې زیاته کې زیاته شوې، چې دې کمېټې "له تېرې شپې د وژل شویو کسانو له مړو سره د کوټې سریاب سیمه کې پرلت پیل کړی و – نن سهار ۵:۳۰ بجې پولیس او نورو ادارو پر پرلت برید وکړ، له احتجاج کوونکو یې مړي واخیستل او د بلوڅ همغږۍ کمېټې مرکزي مشره ډاکتر ماه رنګ بولڅ یې له خپلو ملګرو سره ونیوه."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

تر دې مخکې د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي و، چې پولیسو د اجتجاج کوونکو پر خلاف د قانون له مخې ګام اخیستی او دا چې "تر اوسه مشخصه نه ده چې لاریونوالو د چا مړي پر سړک ایښي او احتجاج کوي."

هغه رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي و، "د سړک بندېدو له کبله له کراچۍ او نورو ښارونو راتلونکي مساپر له کړاو سره مخ وو. پولیسو د سړک پرانیستلو لپاره د قانون مطابق اقدامات وکړل."

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند زیاتوي تر هغې چې مړي روغتون ته ونه لېږول شي او روغتیايي معاینات یې و نه شي، د مړینې د لامل موندل یې ممکن نه دي.

هغه دا ادعا هم کوي چې ګوندې احتجاج کوونکو پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی، پر پولیسو ډبرې ورولې، یوه ښځینه او څو نور پولیس یې ټپیان کړي دي. شاهد رند وايي، لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه او د دوی د احتجاج ځینې ګډونوال وايي، چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز او اوب‌شیندي هم کارولي دي.

د یادونې ده چې کوټه کې د انټرنېټ او موبایل تلېفونونو خدمات هم ځنډول شوي، چې خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د سریاب سیمې د تاڼې د پولیسو یوه چارواکي عتیق‌الرحمان بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې تر ۳۰۰ پورې کسانو پر سریاب سړک پرلت ته دوام ورکړی. نوموړي زیاته کړې چې د احتجاج په ځای کې درې مړي هم ایښي دي.

د ځايي پولیسو دغه چارواکي منلې چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز کارولی، خو وايي د 'ډزو' په اړه مالومات نه لري.‌

د یادونې ده چې د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له پنجشنبې ورځې راهیسې پر سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت پیل کړی. دا احتجاج تېرې څو ورځې د دې کمېټې د مشرانو د نیول کېدو په غبرګون کې شوی. د احتجاج ګډونوال دا تور هم پورې کوي چې ګوندې په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل کېدونکي کسان له پېژندګلوي او کورنیو ته له سپاره کېدو پرته ښخېږي.

له دې سره هممهاله د کوټې ښار پر قمبراني سړک د نیولو شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم چې اکثریت یې ښځې وې، احتجاج پیل کړی وی.

ډاکترې ماه رنګ بلوڅ بي‌بي‌سي ته ویلي، 'د پوهنتون مخې ته پرلت روان و چې دوه بجې ګڼ شمېر پولیس راغلل، اوښلن ګاز یې وکاروه او ډزې یې وکړې چې پایله کې یې درې کسان ووژل شوی او ۱۳ ټپیان شول."

شماره

د عکس سرچینه، BYC

د عکس تشریح، د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې د جبري بې‌درکه بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوي

نوموړې زیاتوي چې ټپیان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي. بي‌بي‌سي هڅه وکړه چې د دغه روغتون له چارواکو سره هم وغږېږي، خو اړیکه ټینګه نه شوه.

د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې مشره ادعا کوي چې پولیسو له دوو تر شپږ بجو پورې اوښلن ګاز کاراوه.

بلخوا د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بیا تور پورې کړی، چې د احتجاج ګډونوال د امنۍ او ګډوډۍ د رامنځ ته کولو هڅې کوي.

هغه په خپاره کړي بیان کې خبرداری ورکړی چې "چا ته د بې قانونۍ اجازه نه شي ورکول کېدای. که د قانون ماتولو او د امن اخلالولو هڅه کېږي، نو حکومت یې په چپه خوله ننداره نه شي کولی."