ماه رنګ بلوڅ: په موږ ملنډې وهي چې جاسوسان یئ، خو موږ د بلوڅانو ضد تګلارې خلاف یو

- Author, سحر بلوڅ
- دنده, بيبيسي، اردو
"موږ به اوس ډوډۍ هم د اسلام اباد پولیسو په اجازه خورو؟" دا پوښتنه د بلوڅانو د یووالي شورا مشرې ماهرنګ بلوڅ شاوخوا ته ورټولو خبریالانو نه وکړه. ځکه چې پر بلوڅ پرلت کوونکو د پولیسو له لوري خوراک څښاک درول شوی او دا اجازه هم نه ورکول کېږي چې د سختې یخنۍ له کبله له ځانه سره کمپلې او یا د ژمي کالي د احتجاج سیمې ته یوسي.
دا خلک د خپلو هغو د زړه ټوټو لپاره د حقغوښتنې په موخه احتجاج کوي چې په زور تري تم کړای شوي دي او غواړي د هغوی څه پيڅکه پلو معلوم شي. خو ډوډۍ پرې درول شوې او پولیس وايي، "کوم څوک ورانی کولای او حالات خرابولی شي"
خو پرلت کوونکي وايي چې په دې ساړه ژمي کې له ځانه سره د احتجاج سیمې ته د کمپلې وړلو سره نو د څه شي ورانی کېدای شي؟
خو دا لومړی ځل نه دی چې د اسلام اباد پولیس له پرلت کوونکو سره داسې چلند کوي، تېره میاشت د ماه رنګ بلوڅ خبري کنفرانس څو ځلې وځنډېد. وروسته معلومه شوه چې "پولیسو لاوډسپکیر او غږیز سیسټم ترې وړی دی"
خو بیا د یوه چارواکي په منځګړیتوب بېرته ورکړل شو.
تر شنه اسمان لاندې ناستو د بلوڅ تري تم شوو کسانو کورنیو ته کله پولیس د لرګیو اجازه نه ورکوي چې په یخنۍ کې ځان ته اور پرې بل کړي او کله بیا کمپلې نه ورسره پرېږدي چې د پرلت سیمه کې یې له ځانه تاو کړي. د دې هر څه لپاره د پولیسو اجازه حتمي وي.
بلوڅ اعتراض کوونکو تر دې مخکې هم څو ځله پرلت کړی چې واړه ماشومان، سپینږیري او سپينسرې هم پکې وي او ټولو د خپلو تري تم شویو عکسونه او یا شعارونه په لاسونو کې نیولي او د اسلام اباد پر لور روان وي.
د دوی ټولو غوښتنه یوه ده. هغه دا چې که د دوی کسانو کومه ګناه کړې وي نو محکمې ته دې وړاندې او که ګنهګار وو سزا دې ورکړل شي خو داسې دې هغوی لا درکه او تري تم کوي نه.
"که ماه رنګ نه وای، زموږ غږ به چا اوچتاوه؟"

د عکس سرچینه، X/@BYCKECH
د پرلت یوه ګډونواله ښایسته بلوڅ وايي چې هغه د حکومت نه بلکې د حکومت د "بلوچستان ضد تګلارې" خلاف ده او په وینا یې، "زه له ریاسته بس همدومره غواړم چې هغوی دې زما د تره او ورور په ګډون ټول هغه کسان پرېږدي چې په زوره یې له کوره ورسره وړي دي. زموږ پر غمونو دې ملنډې نه وهي، زه ناهیلې نه یم خو ستړې شوې یم"
د وژل شوي بلوڅ ځوان بالاچ مولابخش خور نجمه بلوڅ هم هلته وه. هغې ویل پرلت ته ځکه ناوخته رارسېدلې چې په تربت کې یې د خپل وژل شوي ورور فاتحه اخیستله.
نجمه بلوڅ پوښتل چې "زما د ورور ګناه څه وه؟ هغه اول سيټيډي [د ترهګرۍ ضد پولیسو] نیولی او چې بېرته یې خوشی کړ نو موږ خوشاله وو. خو بیا یې یووړ او وروسته خبر شو چې په توقیف کې یې وژلی دی. دا خو اوس ماه رنګ زموږ لپاره غږ اوچت کړی دی، کنه نو موږ کله د چا په زړه یو؟"
د نجمه ورور بالاچ مولابخش تېر کال نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت په کیچ سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو وواژه. پولیس وايي هغه د دوی په عملیاتو کې وژل شوی خو کورنۍ یې دا ادعا ردوي او وايي چې هغه له هېڅ کومې وسله والې ډلې سره تړاو نه درلود.
د پرلت کوونکو د نارینهو په برخه کې تر ډېره خواري مزدوري کوونکي سړي دي.
"وايي دا موبایل او کالي یې له کومه کړل؟"

د عکس سرچینه، EPA
کله مو چې د پرلت په سیمه کې د بلوڅ احتجاج کوونکو مشره ماه رنګ بلوڅ وپوښتله نو هغې وویل چې "په موږ ملنډې وهل کېږي. وايي، دا کالي یې له کومه کړل؟ دا موبایل چا ورکړی؟ موږ ته جاسوسان وايي. پوښتنې رانه کوي چې زه د ترهګرۍ خلاف یم او که نه؟ د بلوڅ ارمي غندنه کوم او که نه؟ زه په ځواب کې همدا ورته وایم چې زه د ریاستي ترهګرۍ خلاف یم"
ماه رنګ بلوڅ همدا راز زیاتوي، "زه پوهېږم چې زموږ دلته راتګ په ځينو خلکو ښه نه لګېږي. معلومه خبره ده چې که کوم مناسب ځواب رانکړل شي نو موږ به ناهیلي شو خو پوښتنه کول او حق غوښتل نه پرېږدو"
څه موده مخکې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د یوې غونډې پر مهال د دغو احتجاج کوونکو پر ضد سخت ټکي وکارول او ویې ویل چې څوک له بلوڅ مظاهرهچیانو سره خواخوږي لري نو بیا دې د بلوڅانو جنګیالۍ ډلې بياېلاې [بلوڅ لېبرېشن ارمي] او یا بياېلاېف [بلوڅ لېبرېشن فرنټ] برخه شي "چې موږ ته هر څه روښانه شي".
د ښاغلي کاکړ د دغو څرګندونو په اړه پښتون سیاستوال افراسیاب خټک توند غبرګون ښکاره کړ او د هغه خبرې یې "شرموونکې او پاروونکې" وبللې.
ښاغلي خټک همدا راز وویل، "انوار الحق کاکړ د قربانیانو کورنیو پر زخمونو مالګې ودوړولې او د بشري حقونو غوښتونکو د وېرولو هڅه یې وکړه. هغه پر ډېره لوړه څوکۍ ناست دی او داسې څرګندونې باید ونه کړي"
د پرلت پر سر د انوارلحق کاکړ څرګندونې او د افراسیاب خټک ځواب

د عکس سرچینه، SAMI BALOCH
افراسیاب خټک همدا راز پر انوا الحق کاکړ نیوکه وکړه چې د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه یې د قانون له مخې لومړیتوب باید ټاکنو ته لاره هواورول وي خو "د ده په ټولو ویناو کې د انتخاباتو یو ټکی هم نه وي او تر هغه پرته په هره موضوع خبرې کوي"
که څه هم په خپله انورالحق کاکړ او یا د لومړي وزیر دفتر په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی خو دولتي رسنۍ اېپيپي ویلي چې د اطلاعاتو چارسمبالي وزیر له بلوڅ مظاهره کوونکو سره د خبرو لپاره د هغوی غوښتنو ته په تمه دي.
ښاغلي خټک همدا راز ویلي چې په کوم ډول بلوڅان په احتجاج راوتلي، دا ثابتوي چې غوښتنې یې د ټولو بلوڅو غوښتنې دي او ملاتړي یې دي.
ده ویلي، "دوی چې کوم کار وکړ، لوی لوی سیاسي ګوندونه یې هم نه شي کولای. د دوی د عزم او ارادې ملاتړ په کار دی، ځکه چې دا د کوم ګوند نه بلکې د انساني حقونو خبره ده"
دا په جبري توګه د تري تم شوو کسانو د بیا موندلو په اړه د خبرو لپاره مهم وخت دی.
یو خوا د پاکستان سترې محکمې ته د خلکو سترګې دي چې په زور د تري تم شوو په اړه اورېدنه پکې کېږي او بلخوا د ماه رنګ بلوڅ او نورو بلوڅو مظاهره کوونکو پرلت دی چې په پلازمېنه اسلام اباد کې ورټول دي.
ماه رنګ بلوڅ له پرلت کوونکو سره د خبرو لپاره حکومت ته اووه ورځې وخت ورکړی و. خو وايي، په دې موده کې هېڅ کوم حکومتي غړی د مذاکراتو لپاره نه دی ورغلی.
اغلې بلوڅ ویلي، بل ګام یې د ملګرو ملتونو دفتر په مخکې احتجاج کول دي.











