د اسلام اباد عالي محکمه: بلوڅ پرلت کوونکو سره د "دښمنانو په څېر چلند مه کوئ"

- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي
په پاکستان کې د اسلام آباد عالي محکمې پر حکومت غږ کړی چې د بلوڅ پرلت کوونکو سره د دښمنانو په څېر له چلنده ډډه وکړي۔ بلخوا دغه پرلت کوونکو ويلي د ملګرو نه خوشي کېدو په صورت کې به سبا پنجشنبې نوې تګلاره اعلانوي.
د بلوڅ مظاهرچيانو د نيولو او د احتجاج حق نه ورکولو پر ضد د قضيې اورېدو پر مهال د اسلام آباد عالي محکمې قاضي امر کړی، د هغو کسانو له ځورولو دې ډډه وشي چې د احتجاج او پرلت لپاره اسلام اباد ته راغلي دي.
د بلوڅ لاريونوالو مدافع وکيل عطاالله کنډي محکمې ته وويل، د مظاهرچيانو د نيولو او خوشې کولو د شمېر په اړه د اسلام اباد پوليسو د مشر په خبرو کې تضاد دی او محکمه يې بايد پلټنې وکړي.
د يادونې ده چې د ډسمبر پر ۲۰ مه اسلام اباد ته له راتلو وروسته پوليس نژدې ۳۰۰ بلوڅ لاريونوال نيولي او وروسته يې د عالي محمکمې په حکم د خوشي کولو ادعا کړې وه.
خو بلخوا د پرلت مشره ماه رنګ بلوڅ وايي تر سلو پورې ملګرې يې اوس هم نادرکه دي او ادعا کوي چې دغه ټول د پوليس په توقيف کې دي او محکمې ته يې له وړاندې کولو ډډه کوي.
د اسلام اباد عالي محکمې قاضي هم يادونه کړې چې دې هېواد کې د ضمانت ورکولو سربېره هم کسان نه خوشي کېږي۔ قاضي ميا ګل حسن اورنګزيب له حکومتي چارواکو وپوښتل چې "آيا دغو مظاهرچيانو په کومه حکومتي ودانۍ برېد کړی ؟ که داسې نه ده نو بيا ولې پوليسو توقيف کې ساتلې دي؟"
په ځواب کې د پوليسو افسر اېس اېس پي اپرېشنز وويل، نيول شوي ۳۴ کسان به له پېژندنې وروسته خوشي کېږي.
قاضي د پوليسو له افسر دا هم پوښتلي چې ولې يې له پرلت کوونکو سره سخت چلند کړی او په دې یې هم حيرانتيا ښودلې چې تېرو وختونو کې په رېډ زون سيمه کې مظاهرې شوې او د پوليس لخوا خونديتوب هم ورکړل شوی خو اوس دې پرلت کونکو سره د "دښمنانو" په څېر چلند کېږي.

اسلام آباد کې د بلوڅو د دغه پرلت نن چارشنبې شپږمه ورځ ده خو ګډونوال او مشران يې ادعا کوي چې حکومت ورسره مذاکراتو کې جدي نه دی.
د پرلت مشره ماه رنګ بلوڅ وايي دوي د مذاکراتو لپاره حکومتي کمېټې ته دری ورځې وخت ورکړی وو چې نيول شوې پرلتوال خوشي کړي خو تر اوسه ټول خوشي شوي نه دي.
نوموړې وويل، "د ټولو ملګرو د نه خوشې کولو پر ضد به دوې سبا پنجشنبې د خبري ناستې له لارې يوه نوې تګلاره اعلانوي."
دغه پرلت د نومبر په وروستۍ اوونۍ کې د بلوچستان تربت ولسوالۍ کې هغه وخت پيل شو چې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې په يوه "نښته" کې د ۲۲ کلن ځوان بالاچ بلوڅ د وژلو ادعا وکړه خو ځايی ولس وايي دغه "جعلي مقابله" وه ځکه چې په وينا يې بالاچ له وړاندې د سي ټي ډي په توقيف کې وو او محکمې ته هم وړاندې کړل شوی و.
وروسته د ډسمبر پر شپږمه دغه پرلت په لاريون کې بدل شو او د بلوچستان له بېلا بېلو سيمو څخه له تېرېدو وروسته کوټې ته ورسېدو او بيا د پنجاب له لارې د پښتونخوا ډېره اسماعيل خان او بيا د ډسمبر پر شلمه اسلام آباد ته داخل شو چې هلته د پوليسو لخوا د نه پرېښودل کېدو له امله د لاريونوالو او پوليس ترمنځ نښتې وشوې.
د پرلت کوونکو په غوښتنو کې د نيول شويو ټولو لاريونوالو په سملاسي توګه د خوشي کولو تر څنګ د دوی په ټکو د "بلوڅو د نسل وژنې درول، د جبري نادرکۍ او محاکمې پرته د زنداني کسانو وژنې لړۍ درول، نادرکه کسان خوشي کول يا محکمو ته وړاندې کول او د سي ټي ډي ادارې ختمول شامل دي. "











