اسلام اباد کې د بلوڅ لاریونیانو او حکومت تر منځ خبرې پیل شوي

pK
    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي‌بي‌سي، اسلام اباد

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د بلوڅ پرلت کوونکو مشرانو او حکومتي چارواکو تر منځ رسمي خبرې پیل شوي دي.

دا خبرې پرون شنبه د ډېسمبر پر ۲۳مه پیل شوي او لا هم روانې دي.

د پاکستان حکومت وايي، د خبرو لومړی پړاو ګټه ور وو خو پرلت کوونکي بیا وايي چې له دغو مزاکراتو زیاتې تمې نه لري.

دغو پرلت کوونکو د ډېسمبر پر شپږمه د بلوچستان له تربت سیمې لاریون پیل کړ او له کوټې، پنجاب او خیبر پښتونخوا له تېرېدو وروسته د ډېسمبر پر شلمه اسلام اباد ته ورسېد، خو د پلازمېنې پولیسو یې مخه ونیوله.

له سیمې د رپوټونو له مخې، پولیسو پرلت کوونکي ځورولي او ګڼ شمېر ګډونوال یې نیولي دي.

د ای پي پي خبري اژانس رپوټ کاږي، د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له پرلت کوونکو سره خبرو لپاره د کابینې د غړو یوه کمېټه جوړه کړې، چې له شنبې ورځې راهیسې یې لاریونیانو سره خبرې پیل کړي دي.

pK

د پاکستان حکومت د کورنیو چارو سکرتر افتاب احمد دراني په وینا: "د مزاکراتو لومړی پړاو ښه و او دواړه خواوې پر دې سلا شوې، چې دا خبرې به تر سبا دوشنبې دوام وکړي."

ښاغلي دوراني همدا راز ویلي، د لومړي وزیر انوارالحق له خوا ورته سپارښته شوې چې "پرلت کوونکي له کومې ځورونې سره مخ نه شي."

خو د هغه په وینا، ښاغلي کاکړ دا هم ویلي "هیچا ته به د دې اجازه ور نه کړي چې د قانون خلاف چاره ترسره کړي."

د پاکستان حکومتي چارواکو سره د خبرو له پیل وړاندې د پرلت مشرانو خبرداری ورکړی و چې، که د ډېسمبر پر شلمه یې نیول شوي ملګري ازاد نه کړل شي، دوی به په نورو اقداماتو لاس پورې کړي.

د پرلت یوه مشر وسیم سفر بي بي سي ته ویلي، د حکومت له مزاکراتي ډلې څه تمه نه لري، او دې خبرو کې تر هغې پرمختګ نه شي کېدای چې نیول شوي ملګري یې نه وي ازاد شوي.

هغه وايي، ګڼ شمېر ملګري یې له نیول کېدو وروسته نادرکه دي او پولیسو تر دې دمه محکمې ته هم نه دي وړاندې کړي.

pk

د نوموړي په وینا: "دوی د اټک زندانونو په ګډون نورو بېلابېلو زندانونو ته استول شوي دي. تر دې دمه د حکومت له خوا داسې څوک نه دي راغلي، چې د پرلت کوونکو د ستونزو اورېدو او حل توان ولري."

لاریونیان وايي، د ډېسمبر پر شلمه اسلام اباد کې پولیسو یې ملګري ځورولي او په وینا یې "۳۰۰ ملګري ې نیول شوي دي" چې له دې ډلې ۱۶۴ یې له ضمانت وروسته بېرته خوشې کړل شوي.

د پرلت تنظیموونکي تور پورې کړی، چې ګڼ کسان یې له ضمانت سربېره نه دي خوشې شوي، خو پولیس بیا دا تورونه ردوي او وايي"ټول هغه کسان یې خوشې کړي چې ضمانتونه یې شوي دي."

بلوڅ پرلت کوونکو دا احتجاج د تېر نومبر په وروستیو کې د هغو تګلارو خلاف پیل کړی، چې دوی یې خپله "نسل وژنه" بولي.

په دې احتجاجونو کې د پي ټې اېم د مشرانو او ښځو په ګډون زرګونه کسانو برخه اخیستې.