تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"له پخولو مخکې د خام چرګ مینځل روغتیا ته تاوان لري"
- Author, ایستر کهومبي
- دنده, د بي بي سي د روغتیا اړوند راپورونو برخه
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
ایا تاسې چرګ له پخولو مخکې مینځئ؟ دا هغه پوښتنه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې تود بحثونه راپورته کړي.
رسمي د خوړو د خوندیتوب لارښوونې، چې د لوېدیځې نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تعقیبېږي په روښانه وايي: خام چرګ مه مینځئ، ځکه دا زیان رسوونکې باکتریاوې خپروي.
خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې د پخلي کوونکو لپاره دا یو پخوانی کلتوري دود دی، چې د پاکوالي او پاملرنې له مفاهیمو سره تړاو لري.
ځینې کسان، لکه: د جمېکا تلویزیوني اشپزه او لیکواله اپرېل جکسن، په قصدي ډول دا لانجه په انلاین بڼه توده ساتي.
هغه وايي:"زه په ځینو ویډیوګانو کې په قصدي ډول د چرګ مینځلو صحنې شاملوم، ځکه پوهېږم، چې دا یوه جنجالي موضوع ده. خلک وایي، چې زه باید چرګ په کاسه یا د لوښو د مینځلو په ځای کې ونه وینځم، ځینې یې دا ناوړه او ناپاک عمل بولي."
خو نور بیا باور لري، چې د نه مینځل شوي چرګ خوړل غیر صحي دي.
یوه ټیک ټاک کارونکې فدوه هیلیلي، چې د خپلې مراکشي مور د چرګ مینځلو لس پړاویزه طریقه یې په ټکټاک کې ښودلې، وایي، چې د خلکو نظرونه لوستل ورته ډېر خوند ورکوي.
هغې وویل: "خلک داسې تبصرې کوي لکه: همدا وجه ده چې ولې باید د نورو په کورونو کې یا د کار په ګډ مېلمستیا کې خواړه ونه خورې."
دا بې باوري د اسیا، کارېبین، سویلي امریکا، افریقا او د مدیترانې د ځینو کلتورونو په ډېرو کورنیو کې شته.
خو ساینس څه وایي؟ د بي بي سي نړیواله څانګه د خوړو او د ساینس یو لابراتوار ته ولاړه چې ځواب پیدا کړي.
ولې د چرګ مینځل دومره خطرناک دي؟
خام چرګ کې د کامپیلوباکتر او سالمونېلا باکتریاوې وي، چې د خوړو د زهریت لامل کېږي.
ډاکټر کیمون اندریاس کاراتزاس، چې د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د خوړو د مایکروبیولوژي استاد دی، وایي:
"کله چې تاسې چرګ په پخلنځي کې مینځئ، واړه واړه څاڅکي یې ناروغي خپرولی شي."
دا څاڅکي کولی شي نامرئي باکتریاوې په لوړه کچه د لاس مینځلو ځای یا (دستشوی)، مېزونو او نږدې خوړو ته ولېږدوي.
د ښودنې لپاره، کاراتزاس پر خام چرګ کیمیاوي مواد ولګول، چې د یو في UV رڼا لاندې باکتریاوې ښکاره کړي.
بیا یې چرګ تر لسو ثانیو کم د نل لاندې ومینځه.
هغه اوبه چې پر چرګ ولګېدې، د لاسمینځي(دستشوی) شاوخوا وشیندل شوې.
په خلاصو سترګو دا یوازې د اوبو څاڅکي ښکارېدل، خو یو في UV رڼا لاندې څرګنده شوه، چې ککړتیا خپره شوې ده.
د باکتریاوو څاڅکي پر مېز، د استاد پر کوټ، زموږ پر کمره او مهمه دا، چې پر کاهو او ګازرې ولګېدل. هغه خواړه، چې خام خوړل کېدل.
دا معنا لري، چې که هر څو چرګ ښه پخېږي خو بیا هم انسان ناروغ کېدای شي ځکه نور خواړه پر ککړو سطحو کېښودل شي یا ککړ شوي.
کاراتزاس وایي:
"دا تر ټولو عامه لاره ده، چې موږ د سالمونېلا او کامپیلوباکتر له امله ناروغه کېږو. یعنې هغه څه ککړ و، چې خام یې خورو."
کامپیلوباکتر ولې دومره خطرناک دی؟
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې کامپیلوباکتر د اسهالي ناروغیو له څلورو مهمو نړیوالو لاملونو څخه دی.
د معدې او کولمو د التهاب تر ټولو عام بکتریايي علت دی، چې نس ناستی او کانګې رامنځته کوي، په ځانګړي ډول په کوچنیانو کې.
دا له سالمونېلا هم خطرناک دی، ځکه د سالمونېلا پر وړاندې واکسین شته، خو د کامپیلوباکتر لپاره واکسین نشته.
دواړه باکتریاوې د چرګانو په کولمو کې طبیعي ژوند کوي.
د حلالولو او پروسس پر مهال، د کولمو مواد د غوښې سطحه ککړولی شي.
کاراتزاس وایي:
"تل باید له چرګ سره داسې چلند وکړئ لکه کامپیلوباکتر او سالمونېلا باکترویاوې ولري."
هغه زیاتوي:
"د نړۍ ډېری چرګان ازاد ساتل کېږي. هغوی په ډېر سخت کنټرول شوي، چاپېریال کې نه لویږي، نو ځکه ډېرې باکتریاوې لري."
د کامپیلوباکتر د ناروغۍ رامنځته کولو اندازه ډېره کمه ده.
یوازې یوه څاڅکي کې شاوخوا لس ټریلیونه باکتریاوې وي، چې د نړۍ د انسانانو له شمېر زر چنده زیات دي.
هغه وایي:
"که د چرګ یوازې یو وړوکی څاڅکی یا اوبه پر کوم شي ولګېږي، هماغه کافي دی چې انسان ناروغ کړي."
د ناروغۍ نښې څه دي؟
یوازې په بریتانیا کې هر کال له دوه نیم لکو څخه زیات خلک پرې اخته کېږي.
نښې عموماً له دوو تر پنځو ورځو وروسته څرګندېږي او پکې وینې لرونکې نس ناسته، د خیټې درد، تبه، سر درد، زړه بدوالی او کانګې شامل دي.
له ۶۰ کلونو پورته عمر لرونکي کسان او ماشومان ډېر زیانمنېږي.
ځینې کسان شدیدې یا اوږدمهالې نښې تجربه کوي او انټي بیوټیک ته اړتیا پیدا کوي.
ځینې پېښې کولای شي د کولمو حساس سنډروم، د بندونو درد او په نادرو مواردو کې د یو ډول فلج لامل شي.
خو خلک ډېر وخت د معدې ناروغي د چرګ له چمتو کولو سره نه تړي.
متخصصین وایي چې ډېری پېښې تشخیص نه کېږي، او شمېرو کې یوازې هغه کسان ښودل کېږي چې ناروغ شوي وي چې ډاکټر ته ولاړ شي.
کاراتزاس وایي:
"موږ یوازې د یخ غره سر وینوو. ریښتینې پېښې ښايي لس چنده ډېرې وي."
په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو د کنترول علمي ژورنال یوې څېړنې وښوده، چې د سوېل ختیځې اسیا په اتو هېوادونو کې ۹۶٪ خلک چرګ مینځي.
په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې د تېرو لسو کلونو څېړنو ښودلې، چې له ۳۹٪ تر ۷۰٪ خلک دا کار کوي.
په لوېدیځه نړۍ کې چرګ عموماً په سختو صنعتي شرایطو کې پروسس کېږي او پاک پلورل کېږي.
خو په ډېرو نورو سیمو کې غوښه په محلي ډول، کله ناکله په خلاص بازار کې حلالېږي، چیرې، چې پاکې اوبه او حفظ الصحې شرایط تل مناسب نه وي.
په دغو ځایونو کې د چرګ مینځل یو ضروري ګام بلل کېږي.
د ځینو لپاره بیا دا یوازې د پاکوالي خبره نه ده، بلکې د هویت، روزنې او د کور له یادونو سره تړاو لري.
ولې خلک لا هم چرګ مینځي؟
اپرېل جکسن، چې پخوا په بریتانیا کې د رستورانت څښتنه وه، باور لري، چې د خام چرګ اړونده سپارښتنې باید د مسؤلانه مینځلو لارښوونې هم ولري.
کله چې هغې په لومړي ځل په بریتانیا کې ولیدل، چې پر بسته بندۍ لیکل شوي و"خام چرګ مه مینځئ"، نو حیرانه شوه او انځور یې جمېکا کې خپلې کورنۍ ته واستاوه.
هغې وویل:
"زه دا ساینسي موضوع منم، خو کله چې چرګ مینځو او اوبه یې خړې کېږي. له کلتوري پلوه موږ نه غواړو هغه [له منځلو پرته] وخورو."
ځینې وایي، مهمه دا ده، چې چرګ څنګه مینځل کېږي.
دواړه اشپزان چې بي بي سي ورسره خبرې کړې، چرګ په کاسه کې له سرکې یا لیمو سره مینځي او وروسته ټوله سیمه ښه پاکوي.
هیلیلي وایي:
"زما مور لاسمینځی (دستشوی) په ګرمو اوبو او صابون پاکوي او بیا د میکروب ضد سپرې هم کاروي."
خو کاراتزاس وایي، که څه هم په کاسه کې مینځل لږ خوندي کار کېدای شي، خو بیا هم خطر لري، او لیمو یا سرکه باکتریاوې په باوري ډول نه له منځه وړي.
هغه وایي:
"یوازینۍ لار، چې باکتریاوې وژني، پخلی دی. دا چرګ مخکې له مخکې د شرکت له خوا مینځل شوی وي، نو بیا یې مینځلو ته هېڅ اړتیا نشته."