"له پخولو مخکې د خام چرګ مینځل روغتیا ته تاوان لري"

یو انځور، چې د یو کس لاسونه ښيي د نارنجي کاسې دننه په روانو اوبو کې د خام چرګ پښې مینځي.
د انځور په ښي اړخ پورتني کونج کې د میکروبونو ګرافیکي انځورونه ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوړو د خوندیتوب متخصصین خبرداری ورکوي، چې د خام چرګ مینځل د ککړتیا د خپرېدو خطر زیاتوي، خو ډېر پخلي کوونکي دا یو ضروري عادت بولي
    • Author, ایستر کهومبي
    • دنده, د بي بي سي د روغتیا اړوند راپورونو برخه
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

ایا تاسې چرګ له پخولو مخکې مینځئ؟ دا هغه پوښتنه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې تود بحثونه راپورته کړي.

رسمي د خوړو د خوندیتوب لارښوونې، چې د لوېدیځې نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تعقیبېږي په روښانه وايي: خام چرګ مه مینځئ، ځکه دا زیان رسوونکې باکتریاوې خپروي.

خو د نړۍ په ډېرو سیمو کې د پخلي کوونکو لپاره دا یو پخوانی کلتوري دود دی، چې د پاکوالي او پاملرنې له مفاهیمو سره تړاو لري.

ځینې کسان، لکه: د جمېکا تلویزیوني اشپزه او لیکواله اپرېل جکسن، په قصدي ډول دا لانجه په انلاین بڼه توده ساتي.

هغه وايي:"زه په ځینو ویډیوګانو کې په قصدي ډول د چرګ مینځلو صحنې شاملوم، ځکه پوهېږم، چې دا یوه جنجالي موضوع ده. خلک وایي، چې زه باید چرګ په کاسه یا د لوښو د مینځلو په ځای کې ونه وینځم، ځینې یې دا ناوړه او ناپاک عمل بولي."

خو نور بیا باور لري، چې د نه مینځل شوي چرګ خوړل غیر صحي دي.

یوه ټیک ټاک کارونکې فدوه هیلیلي، چې د خپلې مراکشي مور د چرګ مینځلو لس پړاویزه طریقه یې په ټک‌ټاک کې ښودلې، وایي، چې د خلکو نظرونه لوستل ورته ډېر خوند ورکوي.

هغې وویل: "خلک داسې تبصرې کوي لکه: همدا وجه ده چې ولې باید د نورو په کورونو کې یا د کار په ګډ مېلمستیا کې خواړه ونه خورې."

دا بې ‌باوري د اسیا، کارېبین، سویلي امریکا، افریقا او د مدیترانې د ځینو کلتورونو په ډېرو کورنیو کې شته.

خو ساینس څه وایي؟ د بي ‌بي ‌سي نړیواله څانګه د خوړو او د ساینس یو لابراتوار ته ولاړه چې ځواب پیدا کړي.

یوه ښځه، چې تور کمیس یې اغوستی، د پخلنځي پر مېز ولاړه ده او ښکته ګوري. اوږده تاو تاو ویښتان یې پر اوږو خپاره دي. هغې په لاس کې د لرګي کاچوغه نیولې او داسې ښکاري، چې خواړه لړي.

د عکس سرچینه، Fadwa Hilili

د عکس تشریح، د فدوه هیلیلي د مور د چرګ مینځلو طریقه کې دا هم شامل دي، چې خامه غوښه په مالګې او لیمو سره ومښل شي او بیا په اوبو کې پرېښودل شي

ولې د چرګ مینځل دومره خطرناک دي؟

خام چرګ کې د کامپیلوباکتر او سالمونېلا باکتریاوې وي، چې د خوړو د زهریت لامل کېږي.

ډاکټر کیمون اندریاس کاراتزاس، چې د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د خوړو د مایکروبیولوژي استاد دی، وایي:

"کله چې تاسې چرګ په پخلنځي کې مینځئ، واړه واړه څاڅکي یې ناروغي خپرولی شي."

دا څاڅکي کولی شي نامرئي باکتریاوې په لوړه کچه د لاس مینځلو ځای یا (دستشوی)، مېزونو او نږدې خوړو ته ولېږدوي.

د ښودنې لپاره، کاراتزاس پر خام چرګ کیمیاوي مواد ولګول، چې د یو في UV رڼا لاندې باکتریاوې ښکاره کړي.

بیا یې چرګ تر لسو ثانیو کم د نل لاندې ومینځه.

هغه اوبه چې پر چرګ ولګېدې، د لاسمینځي(دستشوی) شاوخوا وشیندل شوې.

په خلاصو سترګو دا یوازې د اوبو څاڅکي ښکارېدل، خو یو في UV رڼا لاندې څرګنده شوه، چې ککړتیا خپره شوې ده.

د باکتریاوو څاڅکي پر مېز، د استاد پر کوټ، زموږ پر کمره او مهمه دا، چې پر کاهو او ګازرې ولګېدل. هغه خواړه، چې خام خوړل کېدل.

دا معنا لري، چې که هر څو چرګ ښه پخېږي خو بیا هم انسان ناروغ کېدای شي ځکه نور خواړه پر ککړو سطحو کېښودل شي یا ککړ شوي.

کاراتزاس وایي:

"دا تر ټولو عامه لاره ده، چې موږ د سالمونېلا او کامپیلوباکتر له امله ناروغه کېږو. یعنې هغه څه ککړ و، چې خام یې خورو."

یو کس چې شنې (آبي) یوځل‌کارېدونکي لاسماوګان(دستکش) یې اغوستې دي، په لابراتوار کې روانو اوبو ته یې یو بشپړ خام چرګ نیولی دی. یو بل تاو شوی خام چرګ هم څنګ ته ایښی دی. شاته برخه کې لابراتواري کوټونه ځوړند ښکاري.
د عکس تشریح، په خلاصو سترګو د چرګ پر غوښه موجودې باکتریاوې نه ښکاري

کامپیلوباکتر ولې دومره خطرناک دی؟

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې کامپیلوباکتر د اسهالي ناروغیو له څلورو مهمو نړیوالو لاملونو څخه دی.

د معدې او کولمو د التهاب تر ټولو عام بکتریايي علت دی، چې نس ناستی او کانګې رامنځته کوي، په ځانګړي ډول په کوچنیانو کې.

دا له سالمونېلا هم خطرناک دی، ځکه د سالمونېلا پر وړاندې واکسین شته، خو د کامپیلوباکتر لپاره واکسین نشته.

دواړه باکتریاوې د چرګانو په کولمو کې طبیعي ژوند کوي.

د حلالولو او پروسس پر مهال، د کولمو مواد د غوښې سطحه ککړولی شي.

کاراتزاس وایي:

"تل باید له چرګ سره داسې چلند وکړئ لکه کامپیلوباکتر او سالمونېلا باکترویاوې ولري."

هغه زیاتوي:

"د نړۍ ډېری چرګان ازاد ساتل کېږي. هغوی په ډېر سخت کنټرول شوي، چاپېریال کې نه لویږي، نو ځکه ډېرې باکتریاوې لري."

د کامپیلوباکتر د ناروغۍ رامنځته کولو اندازه ډېره کمه ده.

یوازې یوه څاڅکي کې شاوخوا لس ټریلیونه باکتریاوې وي، چې د نړۍ د انسانانو له شمېر زر چنده زیات دي.

هغه وایي:

"که د چرګ یوازې یو وړوکی څاڅکی یا اوبه پر کوم شي ولګېږي، هماغه کافي دی چې انسان ناروغ کړي."

یو لیمو او د کاهو ټوټې د لابراتوار پر مېز د یو في UV رڼا لاندې ایښې دي. پر لیمو واړه ځلېدونکي نیلي ټکي ښکاري، چې د ککړو اوبو د څاڅکو استازیتوب کوي.
د عکس تشریح، پر لیمو باندې د نیلي څاڅکو نښې ښکاري، چې ښيي څنګه د خام چرګ د مینځلو پر مهال ککړې اوبه پرې شیندل شوې دي

د ناروغۍ نښې څه دي؟

یوازې په بریتانیا کې هر کال له دوه نیم لکو څخه زیات خلک پرې اخته کېږي.

نښې عموماً له دوو تر پنځو ورځو وروسته څرګندېږي او پکې وینې لرونکې نس ناسته، د خیټې درد، تبه، سر درد، زړه بدوالی او کانګې شامل دي.

له ۶۰ کلونو پورته عمر لرونکي کسان او ماشومان ډېر زیانمنېږي.

ځینې کسان شدیدې یا اوږدمهالې نښې تجربه کوي او انټي ‌بیوټیک ته اړتیا پیدا کوي.

ځینې پېښې کولای شي د کولمو حساس سنډروم، د بندونو درد او په نادرو مواردو کې د یو ډول فلج لامل شي.

خو خلک ډېر وخت د معدې ناروغي د چرګ له چمتو کولو سره نه تړي.

متخصصین وایي چې ډېری پېښې تشخیص نه کېږي، او شمېرو کې یوازې هغه کسان ښودل کېږي چې ناروغ شوي وي چې ډاکټر ته ولاړ شي.

کاراتزاس وایي:

"موږ یوازې د یخ غره سر وینوو. ریښتینې پېښې ښايي لس چنده ډېرې وي."

انځوریز ګرافیکونه د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) لارښوونې ښيي، چې چرګ څنګه چمتو شي.
لومړی انځور یخچال ښيي او یو غشی د لاندې پوړ پر لور اشاره کوي، چیرې چې باید چرګ کېښودل شي تر څو یې اوبه پر نورو خوړو ونه څاڅي.
دوهم انځور کې خام چرګ په لاسمینځي کې د روان نل لاندې ښکاري، او پر انځور یو لوی (✖) نښه ده، چې معنا یې دا ده: خام چرګ مه مینځئ.
درېیم انځور یو لاس ښيي، چې په سنک کې د پرې کولو تخته او چاقو مینځي، څو دا وښيي چې د خام چرګ له چمتو کولو وروسته باید لاسونه او وسایل ښه ومینځل شي.
څلورم انځور تنور ښيي او یو غشی تنور ته اشاره کوي، چې پر پطنوس کې له بخاره ډک چرګ پکې دی او سپارښتنه کوي چې چرګ باید ښه پوخشي، ځکه همدا یوازینۍ لاره ده چې باکتریاوې له منځه یوسي.

په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو د کنترول علمي ژورنال یوې څېړنې وښوده، چې د سوېل ختیځې اسیا په اتو هېوادونو کې ۹۶٪ خلک چرګ مینځي.

په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې د تېرو لسو کلونو څېړنو ښودلې، چې له ۳۹٪ تر ۷۰٪ خلک دا کار کوي.

په لوېدیځه نړۍ کې چرګ عموماً په سختو صنعتي شرایطو کې پروسس کېږي او پاک پلورل کېږي.

خو په ډېرو نورو سیمو کې غوښه په محلي ډول، کله ناکله په خلاص بازار کې حلالېږي، چیرې، چې پاکې اوبه او حفظ‌ الصحې شرایط تل مناسب نه وي.

په دغو ځایونو کې د چرګ مینځل یو ضروري ګام بلل کېږي.

د ځینو لپاره بیا دا یوازې د پاکوالي خبره نه ده، بلکې د هویت، روزنې او د کور له یادونو سره تړاو لري.

ولې خلک لا هم چرګ مینځي؟

یوه ښځه چې تور تاو تاو ویښتان لري، کمرې ته موسکا کوي. هغه په پخلنځي کې د یوې لوې تورې پکې څنګ ته ولاړه ده. تر شا یې د پخلنځي وسایل ښکاري او د یوه سړي څنګل هم لیدل کېږي، چې داسې ښکاري ګوندې هلته کار کوي.

د عکس سرچینه، April Jackson

د عکس تشریح، اپرېل جکسن په بریتانیا کې د یوه رستورانت پخوانۍ څښتنه ده، دا باور لري د خام چرګ اړوند سپارښتنو کې باید دا هم شامل کړي چې غوښه څنګه په مسؤولانه ډول ومینځل شي.

اپرېل جکسن، چې پخوا په بریتانیا کې د رستورانت څښتنه وه، باور لري، چې د خام چرګ اړونده سپارښتنې باید د مسؤلانه مینځلو لارښوونې هم ولري.

کله چې هغې په لومړي ځل په بریتانیا کې ولیدل، چې پر بسته ‌بندۍ لیکل شوي و"خام چرګ مه مینځئ"، نو حیرانه شوه او انځور یې جمېکا کې خپلې کورنۍ ته واستاوه.

هغې وویل:

"زه دا ساینسي موضوع منم، خو کله چې چرګ مینځو او اوبه یې خړې کېږي. له کلتوري پلوه موږ نه غواړو هغه [له منځلو پرته] وخورو."

ځینې وایي، مهمه دا ده، چې چرګ څنګه مینځل کېږي.

دواړه اشپزان چې بي ‌بي ‌سي ورسره خبرې کړې، چرګ په کاسه کې له سرکې یا لیمو سره مینځي او وروسته ټوله سیمه ښه پاکوي.

هیلیلي وایي:

"زما مور لاسمینځی (دستشوی) په ګرمو اوبو او صابون پاکوي او بیا د میکروب ضد سپرې هم کاروي."

یو سړی چې شین لابراتواري کوټ یې اغوستی، د لابراتوار پر مېز ناست دی او مایکروسکوپ ته ګوري. پر مېز تارونه او نور لابراتواري وسایل ایښي دي، چې پکې یو ژېړ لوښی هم شامل دی. په شالید کې المارۍ ښکاري.
د عکس تشریح، د چرګ د مینځلو یوازې یو څاڅکی کولی شي شاوخوا ۱۰ ټریلیونه کامپیلوباکتر ولري.

خو کاراتزاس وایي، که څه هم په کاسه کې مینځل لږ خوندي کار کېدای شي، خو بیا هم خطر لري، او لیمو یا سرکه باکتریاوې په باوري ډول نه له منځه وړي.

هغه وایي:

"یوازینۍ لار، چې باکتریاوې وژني، پخلی دی. دا چرګ مخکې له مخکې د شرکت له خوا مینځل شوی وي، نو بیا یې مینځلو ته هېڅ اړتیا نشته."